افغانستان په ۱۹۲۳ ز کال کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د افغانستان د تاریخ دوره که څه هم له پېښو ډکه نه ده، خو له کرارۍ هم واټن لري. د امیرامان الله خان او د رعیت د یوې لویې برخې ترمنځ واټن، د دغه کال له مهمو ځانګړنو نه دي. بله مهمه مسئله د افغانستان او انګریزانو ترمنځ د اړیکې نږدې کېدل دي. د امیر په اړه د خلکو د نه لېوالتیا اصلي لاملونه، د ادارې د اصلاح او په خلکو باندې په جبري توګه د عسکرۍ ترسره کولو له امله وو. د مالیو وضع کول هم د انتظار له مخې یوه ستونزمنه مسئله ثابته شوه او په همدې حال کې د پیسو کمښت امیر نه دی پرې اېښی چې د اصلاحاتو په برخه کې چندان پرمختګ ولري. په دې سربېره، په ځینو برخو کې د پام وړ پرمختګونه وشول. یوه مهمه  برخه یې د خلکو ښوونه او روزنه ده. اوس زرګونه هلکان ښوونځیو ته ځي او ۲۰۰ تنه یې په بهر کې زده کړې کوي؛ له دې سره سم تمه کېږي چې، دغه محصلین دې د وخت په تېرېدو سره  اغېزناکه مدني او قضايي خدمتونه ترسره کړي.

ځای ناستي[سمول]

  • پاچا – امان الله خان

د ۱۹۲۳ ز کال لومړۍ نیمايي[سمول]

امیر د حاکمانو په چارو کې له لاسوهنې سره سره، له دې چې فساد یې معلوم وو، خو توانېدلي چې تر یوه حده نظم او قانون په اړوندو ولسوالیو کې راولي. هڅه کوي چې په مدني چارو کې هغو خلکو ته چې تراوسه یې منلو ته چمتو نه دي، معرفي کړي، په پایله کې، بې قانوني او کړکېچ کې د پام وړ زیاتوالی راځي او په دې ترڅ کې د علیزیو قبیله پاڅون پيلوي.

د ۱۹۲۳ ز کال د جنورۍ میاشت[سمول]

امیر د لوزان په کنفرانس کې پینځم جورج پاچا ته پيغام لېږي او د پاچا ځواب چې په کې د ترکیې د مسئلې په اړه د یوې عادلانه حل لارې لپاره خپله لېوالتیا څرګندوي، چې په افغانستان کې د خوښې وړ اغېز کوي. 

د ۱۹۲۳ز کال د مارچ میاشت[سمول]

د افغانستان او بریتانیا ترمنځ ټیلګرافي اړیکې پيل شوې. په دغه وخت کې د جنورۍ په پرتله دوستانه پيغام تبادله کېږي. امیرد هغو خدمتونو پروړاندې چې بریتانوي چارواکو د کارونو د پراختیا لپاره ترسره کړي، مننه کوي او د دواړو دولتونو ترمنځ د اړیکو د دوام په اړه خپله هیله څرګندوي. له دې سره سم، امیر له بریتانیا نه د اسلامي نړۍ په برخه کې د عادلانه چلند غوښتنه کوي. د انګلستان پاچا هم د امیر د نیکوهیلو هرکلی کوي او له اسلامي نړۍ سره په ښو اړیکو او سوله ییز ژوند باندې ټینګار کوي. په دې سربېره، له ګوښه والي نه د افغانستان د وتلو په برخه کې مهم ګامونه پورته کېږي، د همدې کال په ترڅ کې د کورنیو اړیکو د مهمو مسایلو په اړه لږ پرمختګ کېږي. د اوسپنې پټلۍ په هېڅ یوې لارې  باندې کار نه پيلېږي او د وسایطو لپاره د سړکونو جوړولو په پلان کې لږ پرمختګ کېږي. له دې سره سم، د کابل - پېښور او کندهار ترمنځ لویه لار خرابه ده.  د ښو اړیکو د نشتوالي په حالت کې، د هېواد د طبیعي زېرمو د پراختیا په برخه کې لږ چانس شته.  

د ۱۹۲۳ ز کال د اپریل میاشت[سمول]

له عدالت سره د امیر لېوالتیا له دغه ځایه ښکاري چې، نوموړي د خپلې مور پلندر (ناسکه پلار) چې شاه غازي محمد سرور نومېده، په ناسمه توګه د بودیجې د نه لګولو له امله ورباندې د زندان حکم صادروي.

قبایلي خلکو د انګلستان دوه تابیعته وګړي، د هند په شمال لوېدیځه پوله په کوهاټ او لنډي کوتل کې وژل او قاتلین به یې افغانستان ته تښتېدل. د افغانستان حکومت د جون په ۴مه په کابل کې د انګریزانو سفیر ته خبر ورکړ چې د دغو کسانو د ژر نیولو امر شوی دی، خو څو اونۍ تېريږي، چې دغه کسان ونیول شي. بریتانیا شک کوي چې، امیر له بلشویکانو سره ورته نظر لري او په قصدي توګه په انګلستان ملنډې وهي. وروسته له هغې چې قاتلین نیول کېږي، دوی له محکمې مخکې په تېښته بریالي کېږي. سره له دې چې په دغه تېښته کې د چارواکو دلاس لرلو په اړه هېڅ ثبوت نشته، خو په هر حال دغه کار ناوړه اغېز کوي. د دې کار د جبران لپاره، د افغانستان حکومت په پوله کې د قانون سرغړونکو پروړاندې کلک تدبیرونه نیسي او په اکتوبر کې  په کراچۍ ښار کې د افغان او انګریزګډ کمېسیون له یو بل سره ویني، څو د رامنځ ته شوو څو پېښو په اړه څېړنې وکړي، خو د دې پرځای چې مسایل ښه شي، ډېرخرابېږي. افغانان شک کوي چې، انګریزان د امپریالیستي نقشې د طرحې کولو په حال کې دي او هڅه کوي چې په مطلق ډول په هېواد واکمن شي.

دغه احساسات په قوي توګه په پاریس کې د افغانستان سفیر، سردار طرزي خان له خوا په هغه مرکه کې چې د نیشن ورځپاڼې له خوا کېږي، څرګندیږي. نوموړی بریتانیا تورنوي چې، په ځانګړي ډول یې د تېرو درېو میاشتو په ترڅ کې د افغانستان پولیسو یوه اندازه وسلې بمبي کې ساتلې دي چې دغه کار د افغانستان او بریتانیا ترمنځ د ۱۹۲۱ ز معاهده او دغه راز، د همدې کال د جون ۵ کنوانسیون نقض کړی دی. په دغه معاهده کې بریتانیا د نورو پخوانیو ژمنو په مواردو سربېره، د هندوستان له لارې افغانستان ته د وسلو د ترانزیت تصدیق کړی دی. بریتانیا له ځان نه د دفاع په اړه وايي چې: د دغې معاهدې له مخې، د وسلو وارداتو ته به ترهغې اجازه ورکول کېږي چې، د افغانستان د حکومت نیت دوستانه وي او په مستقیم ډول هندوستان ته کوم ګواښ نه وي. د دغه کال ترپایه  پورې د اړیکو شرایط په کلي توګه جدي وګڼل شول. باور پردې دی چې، د بریتانیا په اړه د افغانانو شک، د نورو هېوادونو په ځانګړي ډول روسیې او فرانسې په تلقین کې جرړې لري، لکه: د دسمبر په ۲۶ مه  یوه مهمه مقاله چې لي ایر ناویل کې خپرېږي او په کې ویل کېږي: هغه څه چې بریتانیا یې نا کراره کړې، د یاغیانو فعالیت نه دی، بلکې د افغانستان خپلواکه سیاست دی. د کال په ترڅ کې د بریتانیا وروستی ګام، هغه غوښتنه ده چې، د بلشویکانو استازی باید له افغانستان نه وایستل شي، هغه ګام چې د روسیې له خوا یو «اخطار» بلل کېږي.

د ۱۹۲۳ ز کال د مې میاشت[سمول]

امیر د افغانستان د لرغون پېژندنې  انحصاري حقوق فرانسې ته ورکوي او کابل ته نږدې سیمو کې کېندنې د سوربورن پوهنتون د استاد او بودايي دین پوه الفرد فوچر(Alfred Foucher) له خوا پيلېږي. د بریتانیا حکومت له خوا اعتراض کېږي او فوچرغواړي چې ،سراورل سټاین(Sir Aurel Stein) ته چې مشهور انګریز لرغونپوه دی، بلنه ورکړي ، څو په افغانستان کې په څېړنو کې برخه واخلي، خو د هر دلیل له مخې چې و، دغه بلنه نه منل کېږي او فوچر په دسمبر میاشت کې د دې پرځای چې د کېندنو لپاره جلال اباد ته ولاړ شي، چېرې یې چې اصلي نیت ؤ، د پاریس په لارښوونه بلخ ولایت ته چې د کابل شمال  په ۳۵۰ مېله او د هندوکش په ګاونډ کې دی، ځي، چېرې چې  د سر اورل سټاین له نظره یو مهم لرغونی ولایت ګڼل کېږي.

سرچينې[سمول]