افغانستان په ۱۹۲۵ ز کال کې
عمومي مالومات | |
---|---|
پېښې نېټه |
هغه پېښې چې په ۱۹۲۵ ز کال کې په افغانستان کې شوې، په لاندې ډول دي:
ځای ناستي
[سمول]- پاچا – امان الله خان
جنوري– مې
[سمول]امیر کلک تدبیرونه ترلاس لاندې نیسي چې د خوست قبایلو بیا پاڅون چې تېرکال یې امیر ته سرخوږی جوړ کړی و، مخنیوی وکړي. د فبرورۍ په لومړیو کې، په کابل ښار کې دوه هټیوال چې د احمدیه مسلمانې ټولنې غړي او د ملا قادیان پیروان وو، د مرتد کېدو په تور سنګسار شول. ملاقادیان هم د تېر کال په دوبي کې د پاڅون پارولو په تور اعدام شوی و.
دغه سنګسار، د افغان چارواکو په مخ کې ترسره شو. د همدې میاشتې په اوږدو کې، په پاڅون والو قبایلو باندې ټولیز برید وشو. د افغانستان ورځپاڼو له مخې، د دوو اوونیو په ترڅ کې، د منګلو ټول کلي ونیول شول، ۳۵۰۰ کورونه بمبارد او وسوځل شول، ۱۵۷۵ کسو پاڅون والو ته مرګ ژوبله واوښته، ۴۶۰ تنو ښځو او ماشومانو د تېښتې پرمهال په واوره کې د یخنۍ او لوږې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۶۰۰۰ څاروي او ډېر غنیمت ترلاسه شو. بېرته راستنېدونکي ځواکونه په بریالي توګه جلال آباد ته را رسېږي ، امیر او موریې ګلان ورباندې شیندي. د مې په ۲۵ مه، ۶۰ تنه پاڅون وال چې غالباً غلجي وو، د امیر د فرمان له مخې ووژل شول. امیر له دغه پاڅون وروسته، خپلو اصلاحي طرحو ته دوام نه ورکوي او هېواد په دودیز ډول پرېږدي. نوموړی ځان د خپل پوځ د وړتیاوو په لوړولو بوختوي، د هوايي ځواکونو په برخه کې پينځوس تنه افغان ځوانان زده کړې کوي او له روسیې څو الوتکې اخلي او د هندوستان له لارې زیاته اندازه وسلې او مهمات راوړي.
د شوروي حکومت په افغانستان کې د نفوذ پراختیا لپاره له جدي هڅو سره، د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګریز کنوانسیون لپاره خبرې پیلیوي او روسیه په کراره او پرله پسې توګه، د هرات په شا اوخوا او د افغانستان په ترکستان کې د نفتو د موندلو لپاره هڅو ته دوام ورکوي. د افغانستان حکومت دغو فعالیتونو ته په ښه سترګه نه ګوري او د دسمبر میاشتې په وروستیو کې د روسیې طرحه په بشپړ ډول روښانه کېږي، ځکه چې روسي ځواکونه د آمو سیند پرغاړه د درقد په نوم یو ټاپو چې تل د افغانستان خاوره ګڼل کېده، د افغانستان د دوو پوستو له منځه وړلو وروسته نیسي.
جون – اګست
[سمول]«پېښه» رامنځ ته کېږي، چې د افغانستان او ایټالیا ترمنځ اړیکې د څه وخت لپاره ترینګلې کوي. د داریو پیپیرنو په نوم یو ایټالوي انجینیر چې په کابل کې اوسېده، د یوه افغان پولیس د وژنې په تور، چې هڅه یې کوله هغه د یوه جرم له امله ونیسي، په مرګ محکومېږي. وروسته له هغې چې د ایټالیا دولت د دیت«خون بهاء» د ورکولو وړاندیز کوي، ژمنه ورکول کېږي چې، نوموړی به خوشې شي، خو وروسته له هغې چې دیت هم په ټاکلي وخت ورکول کېږي، ایټالوي وګړی د جون په ۲ مه اعدامېږي. بنیتو موسولیني Benito Mussolini له هغې وروسته په رسمي توګه د دغه اعدام پروړاندې خپل مخالفت اعلان کړ او په روم کې د افغانستان سفیر ته یو یادښت ورکوي، په دغه یادښت کې نوموړی غوښتنه کوي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیرباید په خپله په کابل کې د روم له سفیر سره اړیکه ټینګه کړي او د دغې پېښې په اړه دې خپله پېښماني وښيي. دغه راز، د افغان سرتېرو یو ټولی دې د ایټالیا بیرغ ته پوځي سلامي وکړي.
په دې سربېره، غوښتنه کوي چې د تاوان(غرامت او دیت) په بېرته ورکړې سربېره دې، د افغانستان حکومت ۷۰۰۰ یورو تاوان ورکړي. دافغانستان حکومت په خپل ځواب ویلو کې دومره نن او سبا کوي چې د ایټالیا حکومت زغم پای ته رسېږي او د ډيپلوماټیکو اړیکو د پرې کېدو احتمال رامنځ ته کېږي، خو د اګست په ۱۷ مه روم ته تلګرام رسېږي چې په کې ویل شوي، د افغانستان حکومت د دوی شرایط مني. په بله ورځ اعلانېږي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د بښنې غوښتلو لپاره په کابل کې د ایټالیا سفیر ته ورغلی او څه باندې ۶۰۰۰ یورو دیت یې بېرته هغه ته سپارلی دی. له دغه کار وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ ښې اړیکې بیا پیلېږي.
زوکړه
[سمول]- ناڅرګنده نېټه ــ محمد حسن شرق، سیاستوال