اشکاشم، افغانستان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اشکاشم (په انګلیسي: Eshkashem یا Ashkāsham) د افغانستان په بدخشان ولایت کې سرحدي ولسوالۍ ده. دغه ولسوالۍ شاوخوا ۱۲۱۲۰ تنه اوسېدونکي لري او ښار یې د اشکاشم ولسوالۍ د مرکز په توګه پېژندل کېږي. په همدغه نامه بل ښار د پنج سیند بلې غاړې ته د تاجکستان هېواد په ګورنو- بدخشان سیمه کې موقعیت لري، همدا دی چې دغه ښار تر ډېره د هغه په تاجکي ګړدود یا اشکوشم یادېږي. هغه پل چې دغه دوه ښارونه له یوبل سره نښلوي په ۲۰۰۶ زکال کې بېرته ورغول شو. [۱][۲][۳][۴]

اشکاشم په یوه حاصلخیزه دره کې چې د سمندر له سطحې ۳۰۳۷ متره (۹۹۶۴ فوټه) لوړوالی لري موقعیت لري. په دغه دره کې له دې سره چې خلکو ۲۰ جلا ځایه د ځان لپاره استوګنځي جوړ کړي، خو دې ته په پام چې د دوی کروندې له یوبل سره تړلې دي، کولای شو هغه د واحدې او لویې آبادۍ په توګه په پام کې ونیسو. په دغه دره کې غنم او جوار کرل کېږي چې په کال کې یو فصل حاصل ورکوي. همدارنګه په کې د چنار او صنوبر ونې وده کوي، خو خځلې یا هیزم په کې ډېر لږ شنه کېږي. [۵][۶]

اشکاشم له شمال لویدیځ لوري د واټ په لرلو له بهارک څخه په تېرېدو له فیض آباد سره نښلېږي. دغه ښار له سویل لویدیځ لوري له زیباک او له شمال ختیځ لوري له خندود سره نښتی دی. دغه دره ډېر مهم ستراتیژیک موقعیت لري ځکه چې د فیض آباد، شغنان او واخان ترمنځ د لارې په اوږدو کې موقعیت لري او د ژمي پر مهال یادو سیمو ته همدغه لار د لاسرسي وړ وي. دغه ښار کوچنۍ هټۍ، هوټلونه، میلمستونونه، ښوونځي او دولتي ودانۍ لري چې د افغان سرحدي پولیسو یو مرکز هم په کې شاملېږي.

تاریخچه[سمول]

اشکاشم او واخان د سامانیانو د سترواکۍ پر مهال په اسلامي ښارونو واوښتل. له دې وروسته دغه برخې د غزنویانو او غوریانو لاس ته ولوېدلې. دغه سیمې هغه مهال د افغانستان د معاصر دولت رسمي برخې وګرځېدې کله چې د چین د چینګ لړۍ واکمنانو د افغانستان د وروستۍ سترواکۍ د بنسټګر احمدشاه دراني سره د دغو سیمو اړوند هوکړه لاسلیک کړه. دغه حدودو د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې بیاځلي د عبدالرحمن خان د واکمنۍ پر مهال له مورتیمور ډېورنډ سره د ډیورنډ فرضي کرښې پر سر د نوموړي د هوکړې له امله تغیر وکړ. په دې سره افغانستان د هغه مهال د روسیې د سترواکۍ او بریتانوي هند ترمنځ حائل هېوادو وګرځېد. اوس مهال په دغه سیمو کې د افغانستان د اسلامي امارت ځواکونه چې د ناټو له خوا د روزل شوو افغان ملي ځواکونو څخه یې د دغو سیمو مسئولیت نیولی، ګزمې کوي. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

د هوا حالات[سمول]

په دغو سیمو کې هوا په معمول ډول یخه ده، خو د واخان په څېر نورو ګاونډیو سیمو څخه ډېره ګرمه ده. اشکاشم نیمه قطبي هوا لري (د کوپن طبقه بندۍ له مخې) چې لنډ او د خوښې وړ اوړی او یخ له واورو ډک ژمی لري. په اشکاشم کې د تودوخې منځنۍ کچه منفي ۰.۳ سانتي ګراد درجې (۳۱.۵ فارنهایت درجې) ده. په دغه سیمه کې د اورښت کلنۍ کچه شاوخوا ۶۲۸.۲ میلي متره (۲۴.۷۳ انچه) ده.

وګړیز جوړښت[سمول]

دري ژبه په اشکاشم کې کارېدونکې رسمي ژبه ده. د دغې سیمې ډېری اوسېدونکي تاجک او ازبکان دي. له تاریخي پلوه په کې نزاري اسماعیلیه مسلمانان ژوند کوي چې هغو ته اشکاشمي ویل کېږي. یو شمېر وګړي کېدای شي له دري ژبې سربېره په اشکاشمي ژبې هم خبرې وکړي. [۱۲]

سرچينې[سمول]

  1. (په 7 August 2021 باندې). Analysts Predict Decrease in Govt Revenue as Border Town Falls. TOLOnews.
  2. "NGA GeoName Database". National Geospatial Intelligence Agency. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ مې ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مې ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "News: Aga Khan and President Rahmonov inaugurate reconstructed bridge in Ishkashim". Asia-Plus. October 31, 2006. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ سپټمبر ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مې ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Population of Ashkāsham, Afghanistan Archived 2009-07-03 at the Wayback Machine.
  5. Population of Ashkāsham, Afghanistan Archived 2009-07-03 at the Wayback Machine.
  6. Salopek, Paul (October 16, 2017). "Walking the Wild Rim of War". National Geographic. د لاسرسي‌نېټه October 17, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Dupree, Nancy Hatch (1970). An Historical Guide to Afghanistan. First Edition. Kabul: Afghan Air Authority, Afghan Tourist Organization. د کتاب پاڼې 263. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ ډيسمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Shahrani, M. Nazif (2002). The Kirghiz and Wakhi of Afghanistan: Adaptation to Closed Frontiers and War (الطبعة 2nd). University of Washington Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-295-98262-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. (په February 18, 2019 باندې). In Central Asia’s forbidding highlands, a quiet newcomer: Chinese troops. The Washington Post
  10. (په 5 July 2021 باندې). Over 1,000 ANA soldiers in Badakhshan flee to Tajikistan. Pajhwok Afghan News.
  11. Pascual Juanola, Marta (23 July 2021). "The Taliban conquest of a thin strip of land could change Afghanistan". Sydney Morning Herald. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Salopek, Paul (October 16, 2017). "Walking the Wild Rim of War". National Geographic. د لاسرسي‌نېټه October 17, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)