Jump to content

اسلام او سیکولریزم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


سیکولریزم – د مذهب/دین او د دولتي او مدني چارو ترمنځ د جلاوالي په معنی – په اسلامي سیاسي تفکر کې، د یو لړ تاریخي لاملونو او د دغې ګړنې د ګونګ‌توب له کبله، یو لانجمن مفهوم پاتې شوی دی. په اسلامي نړۍ کې، تر بهرنۍ ولکې لاندې هېوادونو کې په سیاسي او حقوقي برخو کې د اسلامي ارزښتونو له‌منځه وړل او همدا راز د ځینو سیکولر ملي دولتونو له لورې د عمومي مذهبي بیانونو د تحدیدولو لپاره د هڅو له امله، دغه مفهوم ګڼ‌شمېر ناوړې ضمني معناوې پیدا کړې دي. نو له‌دې امله، په ټولیز ډول، سیکولریزم د یرغلګرو له‌خوا یوې بهرنۍ تحمیل شوې اېډیولوجۍ په توګه انګېرل کېږي، چې تر ښکېلاک وروسته حاکمې طبقې له لورې یې دوام موندلی او په ټوله کې، په ناسمې انګېرنې سره، د بې‌دینۍ یا دین سره دښمنۍ په توګه ګڼل کېږي.[۱][۲][۳][۴][۵]

په ځانګړې توګه، د نولسمې پېړۍ له وروستیو څخه د شلمې پېړۍ تر نیمایي پورې، د روسیې، برېټانیې او فرانسې ښکېلاک پر وړاندې د اسلامي نړۍ د پياوړې کولو په موخه، ځینو اسلامي مفکرینو له سیکولریزم څخه ملاتړ ښودلی دی. ځینو له سیکولریزم څخه د داسې یوه سیاسي نظام په توګه، چې د شریعت هېڅ واحد تفسیر نه‌تحمیلوي، دفاع کړې ده (علي عبدالرازق او محمود محمد طٰه)؛ استدلال کېږي چې د سیکولریزم په څېر سیاسي نظام، اسلام نه‌نقضوي (عبدالله سعید)؛ او که چېرې له مشروطیت او بشري حقونو سره یوځای شي، د اسلام له تاریخ سره، د یوه اسلامي دولت له نومهالو لیدلورو په پرتله، په لا زیاتې همغږۍ کې واقع کېږي (عبداللهي احمد النعیم). د اسلام اورتودُکس عالمان او د اسلام‌پالنې (سیاسي اسلام) پلویان، اعتقادي مسایلو ته د اسلام له تحدیدولو سره په کلکه مخالف دي او له هغه اسلام څخه چې په کې د وګړو د ژوند قانوني، سیاسي، اقتصادي، هڅوبي او داسې نور اړخونه په پام کې نیول شوي، په ټینګه ملاتړ څرګندوي. مخکښ اسلام‌پال – ابو الاعلىٰ مودودي – ادعا کوي چې د سیکولرانو موخه په څومذهبي ټولنو کې د شخړو او اختلافاتو له‌منځه ول نه‌دي، بلکې د هغوی موخه له «اخلاقي او الهي لارښوونو له قیوداتو» څخه مخنیوی، او په پایله کې یې د «ټولنې له کنترول کوونکو جوړښتونو څخه د واړو هڅوبي، اخلاقي او انساني آدابو» له‌منځه وړل دي.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

په اسلامي نړۍ کې یو لړ نومهالو ولسونو د مذهبي او سیاسي واکمنۍ ترمنځ جلاوالی تر یوه بریده ښودلی دی، ان که د هغه دولت د نومهال مفهوم پر وړاندې یې دریځ هم نه‌درلود، چې مذهبي او یا د دین پر بنسټ رامنځ‌ته شوي رسمي قوانین نه‌لري. اوس‌مهال، د مطلق اکثریت اسلامي هېوادونو وګړي ځانونه سیکولر ګڼي. ګڼ‌شمېر یې دوه‌ګونی حقوقي نظام لري چې هلته مسلمانان کولای کورنۍ او مالیاتي لانجې شرعي محکمو ته (چې په بېلابېلو هېوادونو کې یې صلاحیتونه سره توپير لري) وړاندې کړي، خو دغه لانجو کې، په ټولیزه توګه، نکاح، طلاق، میراث او قیمومیت شامل دي.[۱۲][۱۳]

تعریف

[سمول]

سیکولریزم یو ګونګ جاج دی چې کېدای شي یوشمېر سیاستونو او مفکورو ته تړاو ورکړل شي — روحانیت‌ځپنه، بې‌دیني، دین په اړه د دولت بې‌پلوي، د دین او دولت جلاوالی، له عمومي سیمو څخه د مذهبي نښو لېرې کول، بېلَونه (د کلیسا او دولت بېلوالی، که څه هم اسلام د «کلیسا» له دغه مفهوم سره په مطابقت کې کوم بنسټ نه‌لري). سیکولریزم دوه ډوله دی: «کلک» یا «قاطع/ډاډمن» او «نرم» یا «عاطل/زغمونکی». «کلک» سیکولریزم بې‌دیني ده، دین نامشروع ګڼي او د امکان تر بریده له مذهبي ایمان څخه د زړه تورولو د هغه په کمزوره کولو کې هڅه کوي (بېلګه یې به کمونستي دولتونو کې لېدل کېږي). «نرم» سیکولریزم پر زغم، «په عقیده کې د دولت له هر ډول لاسوهنې» څخه پر مخنیوي او بې‌پلوي، او د «له دولتي ځواک او امکاناتو څخه د هر ډول عقیدې ملاتړ کوونکو/خاوندانو له کارونې» څخه پر ډډه کولو باندې ټینګار لري. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

په عربي، پښتو، پاړسي یا ترکي کې هېڅ داسې کومه ګړنه/وییکی نشته چې د انګلیسي «secularism» ګړنې معنی افاده کړي [په پښتو کې که څه هم ښاغلي پوهاند ډوکتور مجاور احمد زيار دغه ګړنه په «ازاد دیني» بڼې ژباړلې ده، خو په ټولیزه توګه، په پښتو کې د «سیکولریزم» پور اخېستل شوې ګړنه د موندلو وړ ده]. منصور عالم وایي چې، د سیکولریزم ګړنې «متداوله او مروجه» معنی د مسلمانانو په څلور سترو ژبو – عربي، پاړسي، اردو[؟] او ترکي – کې «لادیني» یا «غیرمذهبي» ده، چې د «بې‌دینۍ» او «بې‌مذهبۍ» معنی افاده کوي [منصور عالم، پاکستانی ډیپلوماټ دی او خپلې زده‌کړې یې د حقوقو په څانګه کې د کراچۍ په پوهنتون کې ترسره کړې دي]. عالم وایي چې د دغو ژباړو پر خلاف، په «لوېدیځو ژبو» کې د سیکولریزم په موندل شویو تعریفونو کې څرګندېږي چې د ګړنې معنی د مذهب ازادي او په دین کې د دولت مداخله نه‌کول او برعکس ده. نادر هاشمي، د اسلامي نړۍ په آکسفورد پوهنغونډ کې، دوه نور وییکي وړاندې کوي چې په ټولیزه توګه، په عربي ژباړو کې د موندلو وړ دي: علمانیة (عربي کې د ساینس له معنی څخه اخېستل شوې ګړنه) او عالَمانية (په څرګنده توګه، په عربي کې د «نړۍ» له معنی څخه اخېستل شوې ګړنه). وروستۍ ګړنه د لومړي ځل لپاره، د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې، د لبناني مسیحي څېړونکي – بوتروس البوستاني – په محیط المحیط قاموس کې راغلې ده. په پاړسي کې د «سکولاریسم» پور اخېستل شوې ګړنه د موندلو وړ ده؛ په ترکي کې بیا د «سیکولریزم» د ژباړې په توګه، د laiklik ګړنه کارول کېږي چې د دغې ګړنې وروستۍ نیمایي (_lik) ترکي وروستاړی او لومړۍ نیمایي یې په خپل وار سره له فرانسوي ګړنې – laïcité – څخه اخېستل شوې ده.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

د ګړنې آر په مقدس کتاب کې

[سمول]

منصور عالم (چې د اسلامي دولتونو لپاره «کلک سیکولریزم» د یوه سیاست په توګه، ردوي) وایي چې، د قرآن‌کریم ځیني آیتونه «په روښانه او پرته له کوم ابهام څخه» د مذهب/دین له ازادۍ څخه ملاتړ کوي او انسانانو باندې د اسلام د تحمیل کولو پر ځای، بشریت ته د «څښتن تعالی پیغام رسولو» دنده حضرت محمد (ص) ته ورکوي؛ او دا هم بیانوي چې هر وګړی «د خپل اعمالو او کړنو پر وړاندې» شخصي مسوولیت لري. د دغو آیتونو ژباړه په لاندې ډول ده: [۲۳]

  • بېشکه هغه کسان چې ایمان یې راوړی دی او هغه کسان چې یهودان شوي دي، او نصرانیان او بې‌دینان؛ هر هغه چا (له دوی ځنې) چې ایمان راوړی دی په الله او په ورځ د قیامت باندې او عمل یې کړی دی د نېکو (سم له محمدي شریعت سره) نو وي به دوی ته ثواب په نزد د رب د دوی، او نه به وي (هېڅ قسم) وېره په دوی باندې او نه به دوی هېچېرې خپه کېږي (په وخت د جزا کې). (البقرة:۶۲)[۲۳]
  • ووایئ (اې مؤمنانو!) چې ایمان راوړی دی مونږ په الله او په هغه (قرآن) چې نازل کړل شوی دی په مونږ او په هغو (صحیفو) چې نازل کړل شوې دي، ابراهیم ته، او اسماعیل، او اسحاق، او یعقوب، او اولادې (د دوی) ته، او په هغو (کتابونو او معجزاتو) چې ورکړل شوي موسی ته، او (ورکړل شوي دي) عیسی ته، او (پر) هغو (کتابونو) چې ورکړل شوي دي (نورو) انبیاوو ته د دوی د رب له‌خوا، حال دا چې نه‌کوو فرق په منځ د یوه تن له دوی ځنې (په نبوت او نه‌نبوت سره) او مونږ الله ته غاړه اېښودونکي یو. (البقرة:۱۳۶)[۲۳]
  • لَآ اِکْرَاهَ فِـي الدِّیْنِج: نشته هېڅ زور په (منلو) د دین کې. (البقرة:۲۵۶).[۲۳]
  • ووایه (اې محمده! چې) اې کافرانو! نه کوم زه (فې‌الحال) عبادت د هغه شي چې تاسې یې عبادت کوئ (اې کافرانو چې بُتان دي). او نه یئ تاسې (اې کافرانو فې‌الحال) عبادت کوونکي د هغه ذات چې زه یې عبادت کوم. او نه یم زه عبادت کوونکی (په وروستۍ زمانه کې) د هغه شي چې عبادت یې کوئ تاسې. او نه یئ تاسې (اې کافرانو په وروستۍ زمانه کې) عبادت کوونکي د هغه ذات چې زه یې عبادت کوم (چې الله دی). تاسې لره دین ستاسې دی (د شرک)، او ما لره دین (د توحید، اسلام) زما دی. (الکافرون: ۱-۶)[۲۳]
  • (ووایه اې محمده! دوی ته) په تحقیق راغلي دي تاسې ته واضح دلایل له طرف د رب ستاسې؛ نو هر څوک چې وویني (دغه واضح دلایل او ایمان پرې راوړي) نو نفع یې د خپل ځان ده، او هر څوک چې ړوند شو (له دغو دلایلو او ایمان پرې رانه‌وړي، نو ضرر یې) په ده (بار) دی، او نه‌یم زه په تاسې ساتونکی (چې ستاسې اعمال به ساتم، او بیا به تاسې ته پرې جزا درکوم، بلکه زه رسول الله یم، او پر ما تش تبلیغ دی). (الأنعام: ۱۰۴)[۲۳]
  • او هغه کسان چې نیولي یې دي بې له دغه (الله نور) دوستان (معبودان چې عبادت یې کوي) الله ښه ساتونکی دی پر دوی (او ټول احوال یې ورمعلوم دي چې جزا به ورکړي)، او نه‌یې ته پر دوی وکیل (مسلط کړل شوی). (الشوریٰ: ۴۲)[۲۳]
  • او که اراده فرمایلې وای الله (د عدم شرک د دوی)؛ نو شرک به نه‌وی کړی دوی. او نه‌یې ګرځولی موږ ته پر دوی ساتونکی (څارونکی د اعمالو د دوی)، او نه‌یې ته پر دوی وکیل (کتونکی چې په ایمان یې مجبور کړې). (الأنعام: ۱۰۷)[۲۳]
  • او هرچا ته مقرر کړی موږ له تاسې (اې امتونو!) یو شریعت (اصول) او لاره روښانه. او که اراده فرمایلې وای الله نو خامخا به یې ګرځولي وی تاسې یو امت (متفق په یوه دین). (المآئدة: ۴۸)

جاکر الفاروقي او محمد  رکن‌الزمان صدیقي د حضرت محمد (ص) د مدینې تړون (چې د مدینې اساسي قانون په نوم هم پېژندل کېږي) د «سیکولر اساسي قانون» په توګه یادوي.[۲۴][۲۵]

سرچینې

[سمول]
  1. Henri Lauzière (2013). "Secularism". The Princeton Encyclopedia of Islamic Political Thought. Ed. Gerhard Böwering, Patricia Crone. Princeton University Press. 
  2. "Secularism". The Oxford Dictionary of Islam. (2014). Ed. John L. Esposito. Oxford: Oxford University Press. 
  3. John L. Esposito. "Rethinking Islam and Secularism" (PDF). Association of Religion Data Archives. p. 3. Archived from the original (PDF) on March 29, 2015. نه اخيستل شوی April 20, 2019. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  4. Nader Hashemi (2009). "Secularism". The Oxford Encyclopedia of the Islamic World. Ed. John L. Esposito. Oxford: Oxford University Press. کينډۍ:Subscription required
  5. Abdullah Saeed (2017). "Secularism, State Neutrality, and Islam". The Oxford Handbook of Secularism. DOI:10.1093/oxfordhb/9780199988457.013.12. ISBN 978-0-19-998845-7. کينډۍ:Subscription required
  6. John L. Esposito. "Rethinking Islam and Secularism" (PDF). Association of Religion Data Archives. pp. 13–15. Archived from the original (PDF) on March 29, 2015. نه اخيستل شوی April 20, 2019. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  7. Adams, Charles J. (1983). "Maududi and the Islamic State". In Esposito, John L. (ed.). Voices of Resurgent Islam. Oxford University Press. pp. 113–4. [Maududi believed that] when religion is relegated to the personal realm, men inevitably give way to their bestial impulses and perpetrate evil upon one another. In fact it is precisely because they wish to escape the restraints of morality and the divine guidance that men espouse secularism.
  8. Adams, Charles J., "Mawdudi and the Islamic State," in John L. Esposito, ed., Voices of Resurgent Islam, (New York: Oxford University Press, 1983), p. 113
  9. Bale, Jeffrey M. (2009-06-01). "Islamism and Totalitarianism". Totalitarian Movements and Political Religions. 10 (2): 73–96. doi:10.1080/14690760903371313. ISSN 1469-0764. S2CID 14540501.
  10. Abdullah Saeed (2017). "Secularism, State Neutrality, and Islam". The Oxford Handbook of Secularism. 195–196. DOI:10.1093/oxfordhb/9780199988457.013.12. ISBN 978-0-19-998845-7. کينډۍ:Subscription required
  11. John L. Esposito. "Rethinking Islam and Secularism" (PDF). Association of Religion Data Archives. pp. 13–15. Archived from the original (PDF) on March 29, 2015. نه اخيستل شوی April 20, 2019. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  12. Ira M. Lapidus (October 1975). "The Separation of State and Religion in the Development of Early Islamic Society", International Journal of Middle East Studies 6 (4), pp. 363-385
  13. "Islam: Governing Under Sharia". Council on Foreign Relations (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2021-09-10.
  14. Henri Lauzière (2013). "Secularism". The Princeton Encyclopedia of Islamic Political Thought. Ed. Gerhard Böwering, Patricia Crone. Princeton University Press. 
  15. Davies, Lynn. "Religion is risky; secularism safeguards". ucl-ioe-press.com. Archived from the original on 19 November 2021. نه اخيستل شوی 19 November 2021. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  16. Kosmin, Barry A. "Hard and soft secularists and hard and soft secularism: An intellectual and research challenge." (PDF), archived from the original (PDF) on March 27, 2009, نه اخيستل شوی 2011-03-24
  17. Al Faruki, Jakir; Siddiky, Md. Roknuzzaman (July 2017). "Secularism and the Muslim World: An Overview July 2017 Authors". Journal of Social Science, Rajshahi College. 1 (1): 20. نه اخيستل شوی 23 November 2021.
  18. Nader Hashemi (2009). "Secularism". The Oxford Encyclopedia of the Islamic World. Ed. John L. Esposito. Oxford: Oxford University Press. کينډۍ:Subscription required
  19. Keane, John. "The Limits of Secularism." In Islam and Secularism in the Middle East, edited by Espasito, Jon L. and Tamimi, Azzam. New York: New York University Press, 2000. p. 35.
  20. Bustānī, Buṭrus ibn Būlus. Muḥīṭ al-Muḥīṭ:qāmūs muṭawwal al-lughah al-ʻArabīyah/taʼlīf Buṭrus al-Bustānī. Beirut:Maktabat Lubnān, 1977.
  21. Nader Hashemi (2009). "Secularism". The Oxford Encyclopedia of the Islamic World. Ed. John L. Esposito. Oxford: Oxford University Press. کينډۍ:Subscription required
  22. Alam, Mansoor (July 2013). "Islam and Secularism". Pakistan Horizon. Pakistan Institute of International Affairs. 66 (3): 37–49 (page 1–2). JSTOR 24711502.
  23. ۲۳٫۰ ۲۳٫۱ ۲۳٫۲ ۲۳٫۳ ۲۳٫۴ ۲۳٫۵ ۲۳٫۶ ۲۳٫۷ Alam, Mansoor (July 2013). "Islam and Secularism". Pakistan Horizon. Pakistan Institute of International Affairs. 66 (3): 37-49 (pages 39-40). JSTOR 24711502.
  24. Ali, Ashgar E., (2000). Islam and Secularism. Secular Perspective.
  25. Al Faruki, Jakir; Siddiky, Md. Roknuzzaman (July 2017). "Secularism and the Muslim World: An Overview July 2017 Authors". Journal of Social Science, Rajshahi College. 1 (1): 23. نه اخيستل شوی 23 November 2021.