اسلامي بیداري ( احیا)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اسلامي بیداري (عربي: تجديد تجديد، لفظ چې د«بيا پيدايښت، تجديد» په معنا ده؛ همدارنګه الصحوة الإسلامية aṣ-Ṣakhwah l-ʾIslāmiyyah،«اسلامي بیدارۍ») د اسلام د دین بیا ژوندي کولو یا ژوند بښنې ته اشاره کوي، چې مذهبي بیدارونکي په اسلام کې د مجدد په نامه یادېږي.

په اسلامي دود کې تجدد یا بیا ژوندي کول یو مهم دیني مفهوم دی، چې د اسلامي تاریخ په لړ کې د اسلام له بنسټیزو اصولو سره په نوې دوره کې د تازه ژمنتیا او د قرآن کریم او د اسلام د لوی پیغمبر حضرت محمد(ص)له سنتو (حدیث) سره سم د ټولنې د بیدارۍ غوښتنه کوي. د تجدد مفهوم د معاصره اسلامي حیات په نوي کېدو یا بیدارۍ کې مهم سهم لرلی دی.[۱]

په علمي ادبياتو کې«اسلامي بیداري یا احیا»داسې یوه اصطلاح ده، چې «د خوځښتونو بېلابېل ډولونه، ځینې بې رحمي او انحصاري کول، ځینې کثرت پال، ځینې د علم په ګټه، ځینې د علم ضد، ځینې په ابتدايي توګه عقیدوي او ځینې په ابتدايي توګه سیاسي، ځینې دیموکراتیک، ځینې ​​استبدادي، ځینې ارام او ځینې هم تاوتریخوالي لرونکي» مواردپه کې شامل دي.[۲]

د ۱۹۷۰یمې زېږدېزې لسیزې له وروستیو نه په ټوله نړۍ کې یوه اسلامي بیداري یا احیا راڅرګنده شوه، چې تر ډېره د سیکولري دولت ملتونو او غربي واکمنو اشرافو څخه د خلکو د ناخوښۍ له امله و، چې په تېرو لسیزو کې یې په اسلامي نړۍ تسلط درلود او په زیاتېدونکې توګه د استبدادي او غیرمؤثره حکومتونو په توګه لیدل کېده او هیڅ ډول فرهنګي اعتبار نه لري. همدارنګه هڅه او انګیزه یې «په داسې نړۍ کې د اسلام بېرته راګرځول دي، چې له خدای څخه لرې شوې نړۍ ده». دا بیداري یا احیا له اسلام نه د الهام اخیستي یا متاثره شوو بېلابېلواصلاح غوښتونکو سیاسي حرکتونو (چې اسلامپال هم بلل کېږي) له ودې او دغه راز له پورته او لاندې نه د ټولنې د «بیا اسلامي کولو» سره مل ده، چې نښې او علایم يې له شرعي اصلاحاتو، ډېرې تقوا، زیاتېدونکې ودې او د مسلمانانو په منځ کې د اسلامي فرهنګ (لکه د حج په مراسمو کې د ګډون زیاتوالی)موارد دي. په غیر اسلامي هیوادونو کې د مهاجرینو په منځ کې په دې دیني بیدارۍ کې د «مخ په زیاتیدونکي نړیوال اسلامي هویت» یا نړیوال اسلام احساس شامل دی، چې داړیکو، رسنیو او اسانه سفر په وسیله رامنځته شوی دی. همدارنګه دا دیني بیداريد بنسټپالو مبلغینو د زیاتیدونکي نفوذ او په نړیواله کچه د ځینو سخت دریځو اسلامپالو ډلو په وسیله د ترسره شووو تروریستي بریدونو سره مل وه.[۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

هغه مبلغین او عالمان چې د اسلام په تاریخ کې د مختلفو فرقو او ډلو په وسیله بیداروونکي، احیا کوونکي (مجدد) یا مجددین په توګه بلل شوي، هغه د اسلام په تاریخ کې احمد بن حنبل، ابن تیمیه، شاه ولي الله دهلوي، احمد سیرهندي، احمد رضا خان بریلوي، محمد بن عبدالعزیز، عبدالوهاب او محمد احمد شامل دي. په شلمه پېړۍ کې د سید رشید رضا، حسن البنا، ابوالاعلی مودودي، مالکم ایکس او روح الله خمیني په څېر شخصیتونه هم داسې مبلغین بیان شوي دي او اکادمیک خلک دوی ته تر ډېره د «اسلامپال» او «اسلامي احیا غوښتونکي» اصطلاحات کاروي. دغه راز د په دې برخه کې په معاصره بیا ژغورونکو بهیرونو کې اسلامي لیبرالیزم هم شامل دی،چې له عصري ارزښتونو سره د اسلامي عقایدو او باورونو د پخلاینې او تطبیق هڅه کوي. لکه نوی تصوف، چې د مسلمانانو روحانیت یا معنویت روزي، او نوې بنسټپالنه، چې د شریعت (اسلامي قوانینو) په اطاعت او اسلامي دودونو په رعایت کولو ټینګار کوي.[۱۰][۱۱]

معاصره دیني بیداري / احیا[سمول]

لاملونه[سمول]

د اسلامي بیدارۍ نړیوالې څپې د ۱۹۷۰یمې زېږدیزې لسیزې په وروستیو کې راڅرګندې شوې، چې تر ډېره د سیکولري دولت ملتونو اوغربي واکمنو اشرافو په وړاندې د خلکو د مایوسي له امله و، چې په تیرو لسیزو کې په اسلامي نړۍ واکمن و او په زیاتیدونکي توګه د استبدادي، غیر مؤثره او هر ډول فرهنګي اعتبار نه لرونکو دولتونو په توګه لیدل کیده. همدارنګه دا څپې د غربي نفوذ او تاثیراتو، لکه د انفرادیت، مصرف پلوي، په ښځو سوداګرۍ او جنس يا آزادۍ په وړاندې یو غبرګون و؛ځکه چې ټول یې د اسلامی ارزښتونو او هویت د تخریب په توګه ګڼل کېده. د سیاسي عواملو په برخه کې ایدیولوژیکي خلا هم وه، چې د سوسیالیستي نظام له زوال او د لیبرالي (غربي) ایدیولوژۍ له کمزوري کېدو وروسته رامنځته شوه.[۱۲][۱۳]

اقتصادي او دیموګرافیک عوامل، لکه: د اقتصادي پرمختګ وروسته پاتې کېدل، د عوایدو د نابرابرۍ زیاتېدل او د ټولنیز خوځښت کمېدل، د لوړ تحرک په تمه د تعلیم یافته ځوانانو څرګندېدل او ښاري ژوند کول هم په اسلامي نړۍ کې لوی رول لوبولی دی. په ټولیز ډول، په اسلامي نړۍ کې د لوړو هیلو یا لویو تمو او واقعیتونو ترمنځ واټن یو مهم لامل و. د پترو اسلام په نامه پدیده کې د فارس خلیج د تیلو پیسې هم یو لوی لامل و.[۱۴]

پورتني دلایل په عمومي توګه د اسلامي احیا یا بیدارۍ د وروستیو لاملونوپه توګه بلل شوي دي. همدارنګه ځانګړې سیاسي پیښې هم وې، چې د بیا راژوندي کېدو خبر یې ورکړ. د اسلامي بیدارۍ یا احیا په برخه کې مهم تاریخي ټکي په زماني ترتیب سره په لاندې ډول دي:

  • د ۱۹۶۷ز کال په شپږ ورځنۍ جګړه کې د عربو ماتې د زیاتره مسلمانانو په دې قانع کولو کې مرسته وکړه، چې پان عربیزم په خپلو ژمنو کې پاتې راغلی. د هغې مروجې ارزونې په اساس، چې په هغه وخت کې وړاندې شوه، «یهودیان د عربانو په پرتله خپل دین ته ډېر ژمن او وفاداره و، له همدې امله په خپل دین کې د ریښتینې بریا مستحق وو». د درون نګرۍ داخلي ارزونې او دیني خبرو اترو له یوې دورې وروسته په ۱۹۷۳ز کال کې د یوم کیپور جګړه د پان عربیزم پرځای د اسلام په نوم وشوه او د عربي لښکرو لویه بریا د دې بدلون د تایید لپاره ولیدل شوه.[۱۵]
  • په ۱۹۷۰ز لسیزه کې د انرژۍ ناورین، چې د نفتي موادود صادرونکو هېوادونوسازمان (OPEC) د جوړېدواو د تېلو د نړیوالې بیې څلور چنده کېدو لامل شو. په لومړي سر کې دا تمه د دې لامل شوه، چې د تیلو شتمني به د اسلامي تمدن د بیا راژوندي کېدو لامل شي او کله چې د دې موخې په عملي کولو کې پاتې راغلل، له سیکولري رژیمونو نه زیاتېدونکې ناهیلي د دې لامل شوه، چې زیاتره عام خلک د دیني بنسټپالنې منلو ته مخه وکړي. د ژیل کېپل په نامه عالم او څېړونکی په دې موافق دی، چې د ۱۹۷۰مې ز لسیزې په منځنیو وختونو کې د تیلو د بیې درې چنده لوړېدل او د ۱۹۷۴ – ۱۹۸۰ز کلونو په لړ کې د سعودي ارامکو تدریجي قبضه او تصرف دپورته ذکر شوې ښکارندې په برخه کې په اسلامي نړۍ کې د وهابیت یا پیترو اسلام د ډېر نفوذ سرچینه وګرځېده.[۱۶][۱۷]
  • په دوبۍ کې د لومړي اسلامي بانک پرانستل.[۱۸]
  • د ۱۹۷۰مې لسیزې په وروستیو کې په افغانستان کې د مجاهدینو ظهور، مجاهدین له پیترو اسلام نه دګټې اخیستنې یوه اصلي برخه و او بالاخره به د القاعدې د ظهور او رامنځته کېدو لامل شي.[۱۸]
  • ضیاءالحق په پاکستان کې اسلامي حقوقي نظام معرفي کوي.[۱۸]
  • په ۱۹۷۹ز کال کې ایران ته د ایت الله خمیني راستنېدل او د هغه په وسیله د اسلامي جمهوریت تاسیسول.[۱۸]
  • په ۱۹۷۹ز کال کې د لوی جومات تصرف او ضبط کول.
  • د ۱۹۸۰ لسیزې په منځنیو وختونو په ترکیه کې د ډیرو اسلامي بانکونو تاسیسول او د دولت له لوري د دې بانکونو په رسمیت پېژندل[۱۸]

څرګندونې[سمول]

د «اسلامي بیدارۍ یا احیا» اصطلاح کې «د خوځښتونو بېلابېل ډولونه، ځینې بې رحمي او انحصاري، ځینې کثرت پال، ځینې د علم په ګټه، ځینې د علم ضد، ځینې په ابتدايي توګه عقیدوي او ځینې تر ډېره سیاسي، ځینې دیموکراتیک، ځینې ​​استبدادي، ځینې سوله غوښتونکي او ځینې هم تاوتریخوالی راوړونکي» مواردشامل دي. [۱۹]

د عامو مسلمانانو په منځ کې د نوي کېدل او تجدید په زياته تقوا او داسلامي فرهنګ مخ په زیاتېدونکې منلو کې څرګند شوی دی. په ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰لسیزو کې زیاتره حجاب لرونکې ښځې په واټونو کې وې. یوه ښه بېلګه یې د حج په مراسمو یعنې د مکې په کلني زیارت کې د ګډون زیاتوالی دی، چې په ۱۹۲۶ز کال کې له ۹۰.۰۰۰ تنو نه په ۱۹۷۹ز کال کې ۲ میلیونه تنو ته لوړ شو.[۲۰][۲۱][۲۲]

سرچينې[سمول]

  1. Haddad, Yvonne Yazbeck (1991). The Contemporary Islamic Revival: A Critical Survey and Bibliography. Greenwood Publishing Group. د کتاب پاڼي 24–25. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780313247194. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Lapidus, Ira M. (2014). A History of Islamic Societies. Cambridge University Press (Kindle edition). د کتاب پاڼي 521–523. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-51430-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Brown, Daniel W. (1996). Rethinking tradition in modern Islamic thought. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 109. د کتاب نړيواله کره شمېره 0521570778. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Kepel, Gilles, Jihad: on the Trail of Political Islam, Harvard University Press, 2002, p. 75
  5. Roy, Failure of Political Islam, 1994: pp. 126–27
  6. Lapidus, Ira M. (1997). "Islamic Revival and Modernity: The Contemporary Movements and the Historical Paradigms". Journal of the Economic and Social History of the Orient. 40 (4): 444–460. doi:10.1163/1568520972601486. JSTOR 3632403. The terms commonly used for Islamic revival movements are fundamentalist, Islamist or revivalist. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Lapidus, p. 823
  8. Lapidus, p. 828
  9. described by the French Islam researchers Gilles Kepel and Olivier Roy
  10. Lapidus, Ira M. (1997). "Islamic Revival and Modernity: The Contemporary Movements and the Historical Paradigms". Journal of the Economic and Social History of the Orient. 40 (4): 444–60. doi:10.1163/1568520972601486. JSTOR 3632403. The terms commonly used for Islamic revival movements are fundamentalist, Islamist or revivalist. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. R. Habeck, Mary (2006). Knowing the Enemy: Jihadist Ideology and the War on Terror. London: Yale University Press. د کتاب پاڼې 27. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-300-11306-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Lapidus, Ira M. (2014). A History of Islamic Societies. Cambridge University Press (Kindle edition). د کتاب پاڼي 521–523. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-51430-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Leonid Grinin, Islamism and Globalization, Journal of Globalization Studies, Vol. 11, No. 2 (2019), pp. 21–36
  14. Jean-Paul Carvalho. "A Theory of the Islamic Revival" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۹ اگسټ ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ مې ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Sacred Rage: The Wrath of Militant Islam By Robin Wright, pp. 65–66
  16. Wright, Sacred Rage, p. 66
  17. interview by Robin Wright of UK Foreign Secretary (at the time) Lord Carrington in November 1981, Sacred Rage: The Wrath of Militant Islam by Robin Wright, Simon and Schuster, (1985), p. 67
  18. ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ ۱۸٫۲ ۱۸٫۳ ۱۸٫۴ Jean-Paul Carvalho. "A Theory of the Islamic Revival" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۹ اگسټ ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ مې ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Lapidus, Ira M. (2014). A History of Islamic Societies. Cambridge University Press (Kindle edition). د کتاب پاڼي 521–523. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-51430-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Haddad, Yvonne Yazbeck (1991). The Contemporary Islamic Revival: A Critical Survey and Bibliography. Greenwood Publishing. د کتاب پاڼې 24. د کتاب نړيواله کره شمېره 0313247196. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ ډيسمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Lapidus, p. 823
  22. Kepel, Gilles, Jihad: on the Trail of Political Islam, Harvard University Press, 2002, p. 75