ارمان لوڼی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ارمان لوڼی
محمد ابراهیم
ارمان لوڼی د خندا په حال کې
ارمان لوڼی د خندا په حال کې
ارمان لوڼی د خندا په حال کې

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۹۸۳ (۴۰–۴۱ کلن)
سنځاوۍ، زیارت ولسوالۍ، بلوچستان
مړینه 2 فبروري 2019 (35–36 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لورلايي، بلوچستان
د مړینې لامل له پاکستاني پولیسو سره د اخ و ډب پر وخت پر سر ضربه
تابعیت پاکستان
پلرنی ټاټوبی سنځاوۍ، زیارت ولسوالۍ
مذهب اسلام
وروڼه او خوندې
وړانګه لوڼۍ‎   د (P3373) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیم بلوچستان پوهنتون   د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې غړی، استاد او شاعر
کاروونکي ژبه(ي) پښتو
اوردو ژبه
انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک پښتون ژغورنې غورځنگ   د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ارمان لوڼی (پیدايښت ۱۹۸۳، سنځاوۍ) د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې غړی، او د همدې غورځنګ د وتلې غړې وړانګې لوڼۍ ورور وو. د ارمان لوڼي نوم محمد ابراهیم و، خو د شاعرۍ پیلولو سره یې ځان ارمان لوڼی کړ. نوموړی دا مهال په کالج کې د پښتو ادبیاتو استاد هم و.[۱]

د وژنې دوسيه او نور څه[سمول]

ابراهیم ارمان لوڼی د یکشنبې په ماسخوتن (٣ فبروري ٢٠١٩) په کلاسیف الله کې خاورو ته وسپارل سو. نوموړی د شنبې په ورځ (٢ فبروري ٢٠١٩) په لورلایي سیمه کې له پاکستاني پولیسو سره د اخ و ډب پر وخت پر سر د ضربې له کبله ووژل سو.

د هغه په جنازه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران لکه منظور پښتین، محسن دوړ او علي وزیر د غورځنګ د وژل سوي غړي ارمان لوڼي په جنازه کې د ګډون لپاره کلا سیف الله ته تللي وو. ددې سره سره په زرګونه نور کسان هم په جنازې کې د ګډون لپاره هلته راټول سوي وو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د جنازې ګډونوالو ته په ٣ فبروري ٢٠١٩ کي وویل، سبا دوشنبه (۴ فبروري ٢٠١٩) به په ټوله نړۍ کې د ارمان لوڼي غیبي جنازه او د سه شنبې پر ورځ (۵ فبروري ٢٠١٩) به د هغه د وژنې پر ضد نړیوال احتجاج کېږي.

نوموړي ژمنه وکړه چې په راتلونکو درېیو ورځو کې (۴-۵-۶ فبروري ٢٠١٩) به د دې پېښې په اړه د خپل راتلونکی پلان او تګلاره اعلان کړي.

له سیمې رپوټونه وويل، د ارمان لوڼي خور وړانګې لوڼۍ هم د خپل ورور په جنازه کې ګډون وکړ، او د جنازې ګډونوالو ته یې وینا هم وکړه. له دې سره سره د بلوچستان صوبې په ژوب سیمه کې هغو خلکو د امنیتي ځواکونو له پوستو سره د حکومت ضد احتجاج وکړ چې د ارمان لوڼي جنازې ته نه پرېښودل کېدل.

امنیتي سرتېرو د دوی د مخنیوي لپاره د ژوب او کوټې لویه لار د ټولو موټرو په مخ تړلې وه.

  • د پېښې یو شمېر عیني شاهدان ويلي وو: پاکستاني پولیس هلته د یو بل فعال د نیول لپاره ورغلي وو،‌ او د دواړو خواو ترمنځ د اخ و ډب پر وخت ارمان لوڼي پر سر ضربه وخوړه او ووژل سو.
  • د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پر پولیسو تور پور کړی، چې ارمان لوڼی یې د تشدد له لارې وژلی دی.
  • په خواله رسنیو کې د خپرو سویو ویډیوو له مخې، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران جنازې ته پر لاره درول سوي وو او مخکې تلو ته نه پرېښودل کېدل. وروسته دوی له موټره ښکته سول او پر پښو روان سول.

په ویډیو کې مشران او نور ملګري یې په پښو روانېږي او ګاډي پسې له شا ځي. امنیتي ځواکونو یې د مخنیوي هڅه کول او ویډیو کې غږ کېږي چې په ګاډو ډزې وکړه یو دې وواژه بل هم ووژنه

  • د ارمان لوڼي جنازې ته له ژوب او نورو سیمو خلک هم ورتلل، خو پولیسو یې مخه نیولې وه او دوی ته يې د مخته تلو اجازه نه ورکوله. د امنیتي کسانو د دې عمل پر ضد سیمه کې مظاهره هم وسوه. مظاهره چیانو دا شعارونه ور کول: ارمانه ستا په وینه انقلاب راولو- لر او بر یو افغان- کومه ترهګري چې ده د پوځ یې تر شا لاس دی.
  • بلوچستان ته د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین، علي وزیر او محسن داوړ پر تګ هم بندیز لګېدلی دی، خو دوی بیا هم هلته ځانونه ورسول. او تر دې ١ مياشت مخکې په منظور له کراچۍ په الوتکه کې کوټې ته ورسېد، خو هلته له هوايي ډګر بېرته کراچۍ ته ستون کړل سو.

منظور غوښتل د ورکو بلوڅانو د مېرمنو په مظاهره کې ګډون وکړي.

  • د هغه خور وړانګې لوڼۍ په یوه ویډیويي پیغام کې له خلکو غوښتنه کړې، چې د عدم تشدد پر لاره کلک او منظم پاتې سي.

سرچينې[سمول]

  1. بي بي سي پښتو (٣ فبروري ٢٠١٩). "ارمان لوڼی کلا سیف الله کې خاورو ته وسپارل سو". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)