احسان الله درمل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


ډاکتر احسان الله درمل Dr.Ihsanullah darmal د طبي زده کړو تر څنګ په پښتو ادبیاتو کې یوه پېژندل شوې څېره ده، چې د شعر کره کتنې په برخه کې یې ځینې اثار لیکلي دي.

مخینه[سمول]

ډاکټر درمل په ( ۱۳۶۷ل) کال کې د جان وکیل کره زېږيدلی دی. ډاکټر درمل قبایلي سیمې کورمې ایجنسۍ کې نړۍ ته سترګې غړولې. د نوموړي کورنۍ د پکتیا ولایت له ځاځي اریوب ولسوالۍ نه کورمې ته کډوال شوي وو.

زده کړې[سمول]

ډاکټر درمل لومړۍ زده کړې په کورمه کې د مهاجرو په يوه ابتدايي ښوونځي کې کړي دي او هملته یې ليسه هم لوستې ده.

په ۱۳۸۲ل کال کې د کانکور له لارې د کندهار پوهنتون د طب پوهنځي ته بريالی شوی او په ۱۳۸۹ل کال کې ترې فارغ شوی.

په ۱۳۹۰ ل کې له طب پونځي او په ۱۳۹۴ ل د عمومي داخله ناروغیو په برخه کې د تخصص له پروګرامه فارغ شو. په ۱۳۹۵ ل کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د طبي علومو د مرکز غړی شو.


مدني حالت[سمول]

ډاکټر احسان الله درمل واده کړی او یوه لور لري.

ادبي او هنري فعاليت[سمول]

په شعرستان کې لیکوال د شعر پر کره کتنه غږېدلی
شعرستان

یز کتاب خپور شوی، چې د شعر پر مهمو نخنیکونو او هنري میکانیزمونو بحثونه پکې شوي دي.

ښاغلي درمل د طبي کتابونو او مقالو تر څنګ ګڼ شعرونه، مقالې، څېړنیز اثار هم لیکلي،د ۱۳۹۵ کال په لیندۍ کې یې د شعرستان په نامه یو ۷۰۰ مخیز کتاب خپور شوی، چې د شعر پر مهمو تخنیکونو او هنري میکانیزمونو بحثونه پکې شوي دي.[۱]

د شعر یوه بیلګه[سمول]

ما ژوند د خدای په نعمتونو کې شمېر کړی نه دی

ما خو تېر کړي زهر ما خو ژوند تېر کړی نه دی

هو! دا مې هېر مه شه چې زه يې په ياد نه يمه نور خو دا دې ياد لري چې ما هغه هېر کړی نه دی

هغه وروستۍ نښه ده ستا د لاس، په خپل حال دې وي

ما خپل مات شوی زړه تر اوسه کوشېر کړی نه دی

خوب کې مې ټوله شپه وي دار ولې چاپېر له غاړې

ما خو لا لاس د چا له غاړې چاپېر کړی نه دی

چا مو چې زړه غوښتی ورکړی مو دې زړه په مينه

پدغه يو کار کې موږ هيڅ زور و زېر کړی نه دی

موږه درمله يو د مرګ ارزو ژوندي ساتلي

هو! نو، زمونږ عمر د ژوند اوبو ډېر کړی نه دی

سرچينې[سمول]

افغان ادبي بهیر

شعرستان

http://lomritob.com/%D8%A7%D8%AD%D8%B3%D8%A7%D9%86-%D8%A7%D9%84%D9%84%D9%87-%D8%AF%D8%B1%D9%85%D9%84/[مړه لينکونه]

http://www.baheer.com/baher/modules.php?name=News&file=article&sid=45

  1. https://www.facebook.com/Sheristaan/?fref=ts
https://twitter.com/darmal4442