اتحاد مشرقي جريده

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اتحاد مشرقي جريده په ۱۲۹۸ هـ. ل. کال کې د شمس الدين خان قلعتکي په اداره پيل شوې جريده وه. دا جريده د افغانستان د ننگرهار ولايت نه خپرېده. دغه جريده د افغانستان د لومړنيو رسنيو په کتار کې راځي. په پيل کې دا جريده په اونۍ کې يو وار چاپېدله چې لومړنۍ گڼه يې په ۲ د جمادي الثاني ۱۳۳۸ هجري سپوږميز يا ۱۲۹۸ لمريز کال کې چاپ شوې. د دې رسنۍ بنسټ د افغانستان پخواني پاچا محمد نادر شاه لخوا ايښودل شوی چې دا هغه مهال و چې نادرشاه د افغانستان سپه سالار و. دا چاپي رسنۍ په پيل کې په څلورو مخونو کې چاپېدله چې د وروستي مخ په پای کې د دې رسنۍ د بنسټگر لاسليک هم و. د لومړني کال د خپرونو يو څه موده وروسته مرزا شاه رخ خان د دې چاپي رسنۍ پازوال شو چې څه وخت وروسته يې مديريت او ليکوالي د برهان الدين خان کشککي په غاړه شو او تر څلور کالونو پورې يې د دې رسنۍ چارې پر مخ بېولې. د ۱۳۰۲ لمريز کال د ليندۍ په مياشت کې محمد بشير خان د دغې جريدې مدير مسؤل شو او تر اوه نورو کالونو پورې په پښتو ژبه مطالب هم پکې خپرېدل او عبدالجبار خان او محمد امين خوگياڼی يې وياړلي مرستيالان و. د اووم کال په پای کې محمد امين خوگياڼی د دغې رسنۍ مشر پازوال شو او په مستقله توگه يې ورته خپرونې کولې. په اتم او نهم کال کې په افغانستان کې د يو ډول کورنيو کړکېچونو په پايله کې يې خپرونې وځنډېدلې. د ۱۳۰۸ لمريز کال د کب د مياشتې په ۸ مه نېټه يې بېرته د دغې جريدې د خپرېدو چارې پيل شوې او دا ځل يې پازوال شمس الدين خان قلعتکي و.