ابوريحان بيروني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ابوريحان البېروني

ابو ريحان محمد بن احمد البیروني افغان شمېرپوه، ستورپوه، تقویمپوه، وګړپوه، هندپوه، تاریخپوه او طبیعیتپوه و چې په څلورمه او پینځمه هجري پېړۍ کې یې ژوند کاوه. البېروني په ټولو عصرونو کې د اسلامي نړۍ له سترو پوهانو او د افغانستان یو له سترو پوهانو ګڼل کېږي. دې د هندپوهنې او هندپېژندې او وګړپوهنې پلار ګڼل کېږي. دې په خوارزمي، پارسي، عربي او سانسکریټي ژبو برلاسی و. او په لرغوني یوناني، عبري توراني او سوریاني ژبو هم پوهېده. البېروني د مختلفو وګړو د آندو آند او کولتوري کړو وړو د راټولونونکي په توګه یو بې پرې تاریخ لیکوال و. البېروني چې اصلي نوم یې محمد د احمد زوی او مشهور په ابو ریحان البیروني و؛ د ۳۶۲ هـ کال د ذي الحجې په درېمه او د ۹۷۳ هـ د ستمبر په څلرمه د پنجشنبې په ورځ سهار په «بيرون» کې زېږېدلی او د ۴۴۰ هـ کال د رجب په دوهمه او د ۱۰۴۸ زېږيز کال د ستمبر په يوولسمه د جمهې د ورځې په ماښام په «غزني» کې وفات شوی او همدلته ښخ دی.

ستورپوهنه

د لمر وړانګې او د ځمکې چارچاپېر په اړه د البېروني وړاندیز شوې تګلاره

اصلي ټاټوبی

ابو ريحان البيروني د افغانستان په پوستې

د بيرون په باب بېلابېل اندونه شته زياتره مورخان «بيرون» خوارزم يو کلی گڼي ځينې بيا «بيرون» دري کلمه بولي چې د باندې = خارج مانا لري او ليکي چې خوارزميانو هر هغه سړي ته چې تر خوارزم دباندې اوسېده بيروني ويل نو ځنگه چې ابوريحان خپل زيات ژوند تر خوارزم دباندې تېر کړی ؤ ځکه په بيروني مشهور شوی دی دا توجيه عبدالکريم د محمد سمعاني زوی پخپل «کتاب الانساب» کې راوړې ده او ياقوت حموي هم ددې توجيې تاييد پخپل کتاب «معجم الادبا» کې ليکلی دی او زياتوي چې «زما په خيال ابوريحان د رُستاق يانې د ښار له دباندې خلکو څخه ؤ».

کتابونه او کړنې

د البېروني د کتاب یوه طراحي. په دې نمونه کې د میاشتې انځورونه کښل شوي دي.

البېروني په مختلفو ژبو کتابونه لیکلي چې شمېر یې له ۱۴۶ زیات ښودل شوی، چې د د ټولو کرښې یې په ټولیزه توګه ۱۳ زرو پورته اټکل شوي. سایت حوزه</ref> دده مهم اثار د التنجیم چې په شمېرپوهنه او نجوم کې یې لیکلی، اثار الباقیة په تاریخ او ځمکپوهنې، قانون مسعودي چې یو ډول پوهنغونډ یې بللی شو، تحقیق ماللهند د هند هېواد د وګړو د کړو وړو، خویي بوي، ټولنیز جوړښت، تاریخ، جغرافیې په اړه بحث کوی. البېروني خپل کتاب دانشنامه د غزنوي واکمن سلطان مسعود غزنوي په نامه کړه چې ددې کتاب په بدله کې ورته سلطان درې اوښه بار سپین زر ډالۍ وړاندې کړه چې دده له خوا رد کړای شوه. بېرته یې سلطان ته ولیکل چې کتاب یې د پوهې د پراختیا په پار لیکلی، نه د پیسو لپاره. البېروني د ابن سینای بلخي همپېره و چې په اصفهان کې پاتې کېده، او د دوي دواړو ترمنځ به هر وخت د لیکنو لېږد رالېږد ترسره کېدو. البېروني له محمود غزنوي سره د هند نیمې وچې په سوبو کې ملتیا کوله چې ددې سفر په ترڅ کې یې وکولای شول خپل مهم اثر هندپوهنه ولیکي او د هندي وګړو د روسومو، تقالیدو او مذهبي کړنو په اړه دقیقه مطالعه د قلم ژبې ته وسپاري. دده بل اثر چې د کتاب الصیدنه في الطب ته اشاره وکړو چې د درملیزو بوټو په اړه یې کښلی یاد کړو.

لیکنې

د پارس څلور خواوې، د ابوریحان بیروني کتاب

ژباړې

په عامه فرهنګ کې

دهانهٔ برخوردیِ بیرونی بر سمت پنهان ماه با دیدِ آپولو ۱۴

[۱]

کشفونې، اختراعات او وړاندیزونه

ابوریحان بیرونی ترازویی برای اندازه‌گیری وزن مخصوص جامدات و نیز تعیین مقدار طلا و نقره در اجسام مرکب اختراع کرد. این ترازوی دقیق برای این اندازه‌گیری‌ها به کار گرفته می‌شد.[۲] چگالی‌سنج از دیگر اختراع‌های او می‌باشد.[۳]

دده نور اختراعات:

  • بدست‌آوردنِ جَیب یک‍درجه
  • قاعدهٔ تسطیح کُره و ترسیم نقشه‌های جغرافیایی
  • چاه آرتزین؛ این کشف را به موسیوزله منسوب کرده‌اند اما در واقع از اکتشافت ابوریحان بوده و سال‌ها پیش در کتاب آثارالباقیه آمده بود.کينډۍ:مدرک
  • حرکت خاصه وسطی خورشید
  • خاصیت فیزیک الماس و زمرد
  • جزر و مد رودها و نهرها
  • چشمه‌های متناوب
  • اشکال هندسی گُل‌ها و شکوفه‌ها
  • امکان خلأ
  • کیفیت و چگونگی ساختن عسل توسط زنبور عسل
* رصد خسوف و کسوف

لمنلیک

کينډۍ:پانویس

سرچینې

بهرنۍ تړنې

کينډۍ:ویکی‌انبار-رده کينډۍ:ویکی‌گفتاورد

  1. http://www.unis.unvienna.org/unis/pressrels/2009/unisvic167.html
  2. هزارهٔ ققنوس: ساسانیان تا سامانیان، نویسنده: محمود کویر، صفحه ۳۱۴، انتشارات اچ‌انداس مدیا، لندن، چاپ ۱۳۹۶
  3. مرکز دائرةالمعارف بزرگ اسلامی، ۱۳۹۳