ابراهيم بېټنی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ابراهيم بېټنی د افغانستان له مورخينو څخه و چې د هند د گورگانيانو په دوره کې يې ژوند کاوه او پر «مخزن افغاني» کتاب باندې الحاقات لري چې په هغو کې يې ځينې داسې پېښې چې په مخزن کې نه وې د نظام الدين احمد له تاريخ نظامي او نورو څخه راوړي دي او عباس خان سرواني تاريخ شېرشاهي يې د نوموړي کتاب سره يوځای کړي دي چې ددې تاريخي مجموعې قلمي نسخه د نعمت الله او عباس خان او پخپله د ابراهيم په ليکنه ليدلی شوی. يوه نسخه يې په ۱۱۳ هـ کال په کندهار کې ليکل شوې ده.

ماخذونه

تاريخ افغانستان در عصر گورگاني هند - ۲۱۴ مخ