ابان بن عثمان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ابو سعید ابان بن عثمان بن عفان امیه (؟ - ۷۲۳ م ) یو مسلمان فقیه ، مفسر ، حدیث پوه ، تاریخ لیکونکی ، تابعی او د عثمان بن عفانؓ او ام عمرو بنت جندب بن عمرو زوی وو. اموي خلیفه عبدالملک بن مروان نوموړی د مدینې د والي په توګه وټاکه او له ۷ کلونو حکومت کولو وروسته بیرته لیري سو. د ابان شهرت د امویانو په حکومت کي د هغه د خدمت له امله نه بلکي په اسلامي احادیثو کي د پوهي له امله وو. نوموړي په تاریخ کي لومړنی ژوند لیکونکی ګڼل کیږي. ویل کیږي چي هغه خپل ټول لیکونه سلیمان بن عبدالملک ته وسپارل او سلیمان هم له منځه یوړل. ابان د یزید بن عبدالملک د واکمنۍ پر مهال د مغزي د سکتې سره مخ او په مدینه منوره کي وفات سو. [۱]