اباسين سېلاب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اباسین سېلاب د کونړ ولایت د وټپور ولسوالۍ په یوه روشن فکره پښتنه کورنۍ کې له نن نه ۲۵ کاله مخکې دې نړۍ ته سترگې پرانیستي. کله چې افغانان جگړو وڅپل او دې ته یې اړ کړل؛ څو د سر پنا لپاره له هېواده بهر لاړ شي، د سېلاب پلار هم دې ته اړ شو چې گاونډي هېواد پاکستان ته کډه وکړي. د وړکتوب خاپوړې یې یې هلته وکړې او له هغې وروسته، یې پلار د یو ښه را تلونکي د جوړولو په خاطر په یو ښونځي کې ورته داخله واخیسته. کله چې د ښونځي له لومړي پړاوه ووت یعنې د منځی ښونځی یې پیل شو، ورسره یې په ښونځي کې د معارف پېژندې، ستاینې، او داسې نورې ترانې، نعتونه او د نورو شاعرانو شعرونه به یې د سټیچ په سر ویلې. کله نا کله به یې د سټیچ نطاقي هم کوله، چې د ښې کارکردگې له امله یې ښوونکوي د یو تکړه او با استعداده شاگر په سترگو ورته کتل. د ورځو په تېرېدو سره اباسین سېلاب په د ترانې په گروپ کې لا پرمختگ وکړ، د ترانې سرټیم او له هغې وروسته د ټول سټیچ کنترولوونکی او جوړونکی شو. له هغه وخته یې دې شعر له لوستلو سره ډېره مینه پېدا شوه، د ډېرو ښاغلو شاعرانو شعرونه به یې لوستل او خوند به یې ترې اخیسته. په همدې ترتیب یې ښونځی تر دولسم ټولگي پورې ورساوه او د فراغت سند یې تر لاسه کړ. کله چې بېرته خپل گران هېواد افغانستان ته را ستانه شول، د پخوا په څېر یې له شعر او شاعرې سره مینه وه، د سندرو اورېدلو ته به یې هم ډېر وخت ورکاوه. د وخت په تېرېدو سره یې په رسنیو کې کار پیل کړ. د نورو کارنو ترڅنگ یې ځینې تفرېحي خپرونې او ورسره یې د شعرونو په دیکلومه کولو کې هم ونډه اخیسته. د شعر په دېکلومه کولو کې ډېره ښه وړتیا لري، خدای ج ورته د ښې څېرې سره ښکلې ځواني او ښکلی اواز هم ورکړی، چې د اواز او لیدلو مینه والو یې خورا زیات دي. له همدې ځایه وو چې د شعر او شاعرې ډگر ته یې را ودانگل، ډېرې شعرونه او غزلې یې ولیکلې، خو په وینا یې زړه یې پرې اوبه نه دې څښلي، څو یې د کتاب چاپلو لپاره انتخاب کړي. خو اراده لري چې په راتلونکي کې به ضرور چاپ شوي اثار ولري، یوازې دومره وخت پاتې چې خپل شعرونه د شعر په ټگر کې وتلي او تل شاعرانو او استادانو ته وښایي. د هغوې د خوښې مطابق به انتخاب کوي، لوستونکو او مینه والو ته به یې وړاندې کوي. د تلویزیون په پرده ډېر ځله د شعر په دیکلومه کولو، او نورو تفریحي خپرونو په وړاندې کولو سره لیدل شوی. له اکټ کارې سره یې ځانگړې مینه وه، چې دې مینې او علاقې تر دې را ورساوه، چې باید په راتلونکی کې په فلمو نو او ډرامو کې هم کار پیل کړي، او فعاله ونډه پکې واخلي. له فلمي ستورو او د هغوې له حرکتونو سره یې زړه پورې توب خورا زیات وو، همېشه به یې هڅه کولا له ځانه سره داسې اکټونه وکړي، څو په دې مطمین شي، چې کولای شي په فلمونو او ډارمو کې هم کارو کړي، لیدونکو او ننداره کونکو ته ځان د یو تکړه اکټر په بڼه رو وپېژني نه یوازې فلمونو او سریالونو سره مینه یې وه ورسره د روانو حالاتو انځورونو هم دې ته و هاڅاوه، چې بالاخره د فلمي حرکاتو په لوبولو سره هېوادو الو ته د وخت انځورنه روښانه کړي او د خلاصي لارې چارې یې ورته په گوته کړي. سېلاب له دې وروسته په پېښور کې د په دوه ډرامو کې کار وکړ، دا چې د کار کولوو او شوټینگ پایلې یې تر ډېره ورته مثبتې وې، د لیدونکو لخوا ورته د ستاینې صحنه څرگنده شوه، ښه به جورت سره یې وویل چې زه به نور د فلم په جوړولو کې هېڅ ځنډ نه کوم. د ملاله او سوره په نامه یې په دوه تلویزیوني سریالونو کې کار کړی، په لیدو یې په مینه والو کې خورا زیات والې را غلی. له دې وروسته یې د ښه کار په پایله دا ورته څرگنده شوه چې اوس کولای شي په هر ډول فلم کې هره صنحه چې ورک ول کېږي په بریالیتوب سره یې تر سره کړي، نه یوازې دا چې په سمه توگه به یې ترسره کړې وي. ورسره به د مینه والو لخوا ډېر وستایل شي. اباسین سېلاب وايي تر اوسه د افغانستان د سینمایي فلمونو لپاره هېڅ کار نه دی شوې، سېلاب هیله لري څو په را تلونکي کې د خپل هېواد سینما ته هم پام وکړي، څو د نورهېوادونو په شان زمونږ د فلم هنر هم وده وکړي. اباسین سېلاب چې غواړي یو تکړه او مشهور فلمي ستوری شي، د تلویزیوني سریالونو سره زیاته علاقه لري چې پکې ولوبېږي. په سینمايي فلمونو کې لوبېدل خو ورته د خوب ریښتیا کېدل ښکاري او هڅه کوي، څو په هر قېمت چې وي په سینمايي فلم کې د یو غوره اگټر په بڼه کار وکړي. په را تلونکي نژدې وخت کې به په دې وتوانېږي چې د افغانستان لپاره هم سینمايي فلمونه جوړ کړي. سېلاب په دې هڅه کې دی چې څنگه وکولای شي، د افغانستان سینما ته وده ور کړي. او په را تلونکي کې په افغانستان کې د ښه سینمايي فلمونو ننداره کول پیل او ډېر مینه والو را پیدا کړي. د نومړي د خوښې فلموي ستوري په هندي فلمونو کې شاروخان او په پښتو فلمونو کې، جهانگیر خان په گوته کوي. د هغوی ټول اگټونه ورته په زړه پورې دي، کله یې چې نوی فلم را شي د دوی په خاطر یې ضرور گوري، خوند او پند ترې اخلي. او کولای شي په ډېر کم وخت حتی په یوځل لیدو هم د دوی تقلید له ځانه سره وکړي. خو اباسین سېلاب وايي. دا یې یو لوی ارمان دی چې په فلمي نړۍ کې د ستوري په شان وځلېږي او مینه وال یې د اوس په پرتله لا زیات شي. ورسره د تمثیل په بارک کې هم ډېره خوشبینې ښيي او وايي: که وشول په را تلونکي وخت کې به د خپل تمثیل کولوو ته لا ډېر وخت وکړي. سېلاب اوس په شمشاد تلویزیون کې ځینې تفرحي خپرونې په مخ وړي، چې زیاته برخه یې په کې د تمثیل کول دي، او دی هم له تمثیل کولو سره ډېره مینه لري، د داسې تمثیل کولو وړتیا لري چې ډېرې تمثیل کونکي او د د تمثیل مینه وال به یې ځای و نه نیسي. په اوس وختو کې یې ډېر وخت تمثیل ته ورکړی. نه یوازې تمثیل او فلم جوړلو سره مینه او علاقه لري، ورسره د گڼ شمېر شاعرانو ښکلي نظمونه غزلې او شعرونه هم دېکلومه کوي، چې په دې سره یې لا د اواز مینه والو په څو برابره زیات شوي، تل هڅه کوي داسې انتخاب وکړي، چې له احساس ډگ پیغام ولري، تر ډېره یې خلک خوښ کړي، لومړۍ پرې د ده او بیا د اورېدونکو او مینه والو زړه پرې اوبه وڅښي. د شعر په ټوله مانا، ترڅ او ډیزاین غور کوي. ښه په شوق یې له ځانه سره په څو څو ځله تکراروي، کله چې په دې وپوهېږي چې اوس یې اورېدونکي د زړه له تله خوښوي، یو ډول اثر پرې کولای شي. مخکې له دې چې انتخاب یې کړي، له هغه شاعرانو ملگرو سره پرې مشورې کوي، چې په شعر او شعارې ډېر ښه پوهېږي، د هغوی په انتخاب او بیا یې د ویلو ترڅ په خپله روته برابروي. په داسې انداز یې وایي لکه څرنگه چې د شعر له لوستلو سره ښايي. ډېر زیات شعرونه یې دېکلومه کړي، چې اختر په نامه دېکولمه کړی شوی شعر یې ډېر زړه جزبونکی، او د دې د ښې وړتیا ثابونکی دی. د دې شعر دېکلومې په مینه والو او اورېدونکو څه بیل شان اغېز وکړ، ډېرېو خلکو د یو رېښتنې صحنې لیدل انځورول، او خورا مینه یې ورسره پېده کړه. دېته ورته ډېر نور شعرونه یې هم په ډېر لوړ او مناسب انداز سره دېکلومه کړي، چې د هر یو خوند یې د یو بل په پرتله زیات دی. د خلکو په زړونو کې یې ځای نیولی او د بیا ځل اورېدو لېوالتیا یې ښيي. همدا دی چې ډېرۍ شاعران د افغانستان جنگ له اباسین نه مشر گڼي او بیا وايي چې: دی په ښه طریقه کولای شي، د تېرو بدامنو وختونو انځورنه مینه والو ته په شه شان سره وړاندې کړي، دا ورته وښایي چې دغې ناخوالو افغانان څنگه کړولي، ورسره دا هم ورته ښايي، چې څنگه کولای شو دې جنگ جگړو ته د پای ټکی کېږدو، او سوله را ولي. لکه مخکې چې مو یادونه وکړه، اباسین سېلاب هم فلمي ستوری دی ورسره یو تکړه سندرغاړی هم دی، د سندرو ویلو پوره وړتیا لري؛ خو دا چې تر اوسه یې ډېرې کمې سندرې ویلي، علت یې د وخت نشتوالو ښي. دا چې په رسنیو کې هم کار کوي ورسره شاعر او دېکلومه کونکی هم دی، نه شي کولای په یو وخت کې ټول کارونه سرته ورسوي، که څه هم محلویشت به یې ورته جوړ کړی وي. خو وايي چې د رسمي چارو د زیاتېدو له امله د سندرو ویلو ته لاس رسی نه شي کولای. ځوان شاعر طاهر شرر صاپی یو ښکلې غزل یې په خپل خوږ اواز او د موسیقۍ په ساز او سرور سره، پوښلې اورېدونکو ته وړاندې کړه. د سندرو په هنر کې همدا سندره وه چې سېلاب یې په یو ستر شهورت ونازاوه. دا غزل چې شرر صیب: په کوم انداز لیکلی او څه انځور یې پکې نغښتې، سېلاب بیا اورېدونکو ته داسې روښان کړی، چې په همغه انداز چې شاعر به غوښتل زمزمه کړی. چې مطله یې داسې ده، ځواني دې رانه وخوړه لونگه ځوانیمرگه غنم غوندې رېبې مې ړنگه بنگه ځوانیمرکه کله چې خلکو دا سندره واورېده په زړه کې یې د اباسین سېلاب د دې هنر د پرمختگ لپاره هېلې زیاتې شوې، داسې را تونکی یې ورته انتخاباوه چې نوموړی به په ډېرو سندر غاړو کې د غوره سندرغاړي لقب خپل کړي. شاعران او هنر مندان یې د دې لومړي قدم په اخیستو ډاډ ورکوي، که دی لا د خپل دې هنر ته وخت ورکړي، بې له شکه چې هنر به یې وده کوي، پرمختگ به کوي. او خپلو اهدافو ته په ډېر ژر ورسېږي، هخه خوب چې ېې د دې هنر په اړه لیدلی وي، تر ډېره به یې تعبیر ته ورنژدې شي، حتی پوره به شي. اباسین سېلاب ۲۵ کاله عمر لري، اوس لا نوی ځوان دی، واده یې نه دی کړی؛ خو بیا هم په خپل هنر کې د پرمختگ لپاره یې پلار او ورونه ډاډگېرنه ورکوي او تشویقوي یې.