آلکسی کاسیګین
| آلکسی کاسیګین | |
|---|---|
| [[language|]]: Алексей Николаевич Косыгин | |
| د شخص مالومات | |
| پيدايښت | ۸ فېبروري ۱۹۰۴[۱][۲] سینټ پیټرزبورګ [۳][۴] |
| مړینه | 18 ډېسمبر 1980 (76 کاله)[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۲] مسکو [۱۲] |
| تابعیت |
|
| ګوند | د شوروي اتحاد کمونيست ګوند (۱۹۲۷–۱۹۸۰) |
| عملي ژوند | |
| کار/مسلک | سياستوال |
| کاروونکې ژبه | روسي ژبه [۱۳] |
| پوځي خدمت | |
| مقام | جگتورن |
| جګړه/جګړې | ختیځه جبهه (دویمه نړیواله جګړه) |
| وېبپاڼه | |
| مخ پر IMDB باندې | |
| سمول |
|
الکسي نیکولایویچ کاسیګین (زوکړه: د ۱۹۰۴ زکال د فبروي ۲۱ مه – مړینه د ۱۹۸۰ زکال د ډسمبر ۱۸ مه) د سړې جګړې پر مهال شوروي چارواکی و چې د ۱۹۶۰مې لسیزې په نیمايي کې د کمونیست ګوند د عمومي منشي لئونید برژنف په خوا کې د شوروي اتحاد له اغېزمنو سیاستوالو څخه و. [۱۴]
کاسیګین په ۱۹۰۴ زکال کې د سن پترزبرګ ښار د روسي کارګري طبقې په یوه کورنۍ کې وزېږېد. نوموړی د روسیې د کورنۍ جګړې پر مهال کارګري پوځ ته ولېږل شو او په ۱۹۲۱ زکال کې د سره پوځ د عمومي بسیج له پای وروسته یې په سایبریا کې د صنعتي مدیر په توګه په کار پیل وکړ. کاسیګین د ۱۹۳۰مې لسیزې په لومړیو کې لینینګراد ته راوګرځېد او ژر ژر لوړو پوړیو ته ورسېد. د لویې وطني جګړې (دویمې نړیوالې جګړې) پر مهال کاسیګین د دولتي دفاع د کمېټې غړی و او دنده یې دا وه چې شوروي صنایع له هغو سیمو څخه په چټکۍ وباسي چې د جرمني د پوځ له خوا نیول کېږي. نوموړی وړاندې له دې چې د کوچنیو صنایعو وزیر (وروسته د د کوچینو صنایعو او خوړو وزیر شو) شي د مالیې د وزیر په توګه یې خدمت وکړ. ستالین په ۱۹۵۳ زکال کې له خپلې مړینې یو کال وړاندې کاسیګین په سیاسي کمېټه کې له دندې ګوښه کړ او په عمدي توګه یې د کاسیګین ځایګی د شوروي په اداره کې کمزوری کړ.
ستالین په ۱۹۵۳ زکال کې ومړ او د ۱۹۵۹ زکال د مارچ په ۲۰ مه، کاسیګین د دولتي پلان جوړونې د کمیټې (ګوسپلان) مشر وټاکل شو هغه دنده چې نوموړي څه باندې یو کال وساتله. کاسیګین وروسته د وزیرانو د شورا لومړی مرستیال شو. هغه مهال چې نکیتا خروشچف په ۱۹۶۴ زکال کې له دندې ګوښه کړای شو، کاسیګین او لئونید برژنف په نوبت سره د لومړي وزیر او لومړي منشي په توګه د هغه ځای ونیو. له دې وروسته کاسیګین له برژنف او نیکولای پودګورنی سره یوځای درې کسیزه عالي شورا رامنځته کړه چې د خروشچف پر ځای یې په شوروي اتحاد واکمني کوله.
له خروشچف وروسته د دغې عالي شورا په لومړیو کلونو کې کاسیګین د شوروي په سیاست کې د اغېزمنې څېرې په توګه راڅرګند شو. نوموړي د شوروي اتحاد د جمهوریتونو د اقتصاد د مدیریت سربېره له متحده ایالاتو سره د هستوي تسلیحاتو د کنټرول کولو اړوند د خبرو اترو د رهبرۍ او همدارنګه له نورو ټولو کمونیستي هېوادونو سره په اړیکو باندې د پام له مخې د هېواد د بهرني سیاست په برخه کې پام وړ مسئولیت پرغاړه درلود. له دې سره په ۱۹۶۸ زکال کې د پراګ د پسرلي پیل د هغه د سیاستونو پر وړاندې پراخ غبرګونونه راوپارول او برژنف ته یې لار برابره کړه څو په سیاسي دفتر کې د واک لرونکي په توګه هغه تر خپل اغېز لاندې راولي. په داسې حال کې چې دی او برژنف له یو بل سره مخالف و او تر هغه مهاله چې د ۱۹۸۰ زکال د اکتوبر په ۲۳ مه د بد روغتیايي حالت له امله تقاعد ته اړ شو په خپله څوکۍ پاتې شو. نوموړی دوه میاشتې وروسته د ۱۹۸۰ زکال د ډسمبر په ۱۸ مه ومړ. [۱۵]
بهرنۍ پالیسي
[سمول]کاسیګین د خپلې واکمنۍ د لومړنیو کلونو پر مهال، له هېواده بهر له هېواد څخه د استازولۍ اړوند د برژنف حق له ستونزې سره مخ کړ، هغه دنده چې د کاسیګین په باور باید د دولت د مشر په واک کې وای هماغه ډول چې په غیر کمونیستي هېوادونو کې دود وه. دغه چارې د لنډ مهال لپاره دوام وکړ، هغه چې لامل وګرځېده هنري اې. کیسنجر په دې باوري شي چې کاسیګین د شوروي اتحاد مشر دی. کاسیګین چې په ۱۹۶۰ مه لسیزه کې له لومړۍ نړۍ سره اصلي مذاکره کوونکی و، وروسته له هغه چې برژنف خپل ځایګی په سیاسي دفتر کې تثبیت کړ او همدارنګه د بهرنیو چارو وزیر اندری ګرومیکو په خپلو په دندو کې د هغه له لاسوهنې ستړی شو؛ نور نو په ډېرو کمو مواردو کې له دوهمې نړۍ بهر لیدل کېده. [۱۶][۱۷][۱۸]
په منځني ختیځ کې شپږ ورځنۍ جګړې د شوروي او امریکا ترمنځ د همکاریو پر زیاتوالي اغېز درلود؛ په همدې موخه د متحده ایالاتو دولت د شوروي سره د اړیکو د لا ښه کېدو په موخه کوسایګن د متحده ایالاتو له ولسمشر لینډون بي. جانسون سره د ناستې په موخه په ملګرو ملتونو کې له وینا کولو وروسته وروباله. په دغه ناسته کې چې د ګلاسبورو د مشرانو د کنفرانس په توګه پېژندل کېږي، جانسون او کاسیګین د اټومي توغندیو د محدود کولو اړوند هوکړې ته سره وه نه رسېدل، خو د دغې ناستې دوستانه او پرانیستې فضا د «ګلاسبورو د ارواح» په توګه یاده شوه. د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو هغه مهال وده وکړه چې د ۱۹۷۰ زکال د مسکو هوکړه د ۱۹۷۰ زکال د اګست په ۱۲ مه د شوروي اتحاد له خوا د کاسیګین او ګرومیکو او د لویدیځ جرمني له اړخه د ویلي برانت او والټر شیل له خوا لاسلیک شوه. په ۱۹۷۱ زکال کې کاسیګین د ډیوید راکفلر په ګډون له امریکايي پلاوي سره پراخه لیدنه ترسره کړه او د متحده ایالاتو او شوروي اتحاد ترمنځ یې د اړیکو، له چاپېریال څخه د ساتنې، د وسلو د کنټرول او نورو مسایلو اړوند بحثونه وکړل. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]
کاسیګین د فنلنډ له ولسمشر اورهو ککونن سره نږدې اړیکې لرلې چې له شوروي اتحاد سره یې مرسته وکړه څو له فنلنډ سره متقابل فعاله سوداګري ولري او هغوی د سړې جګړې پر مهال له یو بل سره له مخ کېدو لرې وساتي. [۲۴]
په ۱۹۷۲ زکال کې کاسیګین د عراق له دولت سره د همکارۍ او ملګرتیا هوکړه لاسلیک کړه چې د عراق د عربي سوسیالیست بعث ګوند سره د شوروي اتحاد د پیاوړ اړیکو او همدارنګه د عراق له پخواني رهبر عبدالکریم قاسم سره د اړیکو پر بنسټ وه. [۲۵]
کاسیګین د هنګري د خلکو د جمهوریت د رهبر په توګه د یانوش کادار اقتصادي اصلاحات د شوروي د رهبرۍ له مداخلې څخه وساتل. پولنډی رهبر ولادیسلاو ګومولکا چې په ۱۹۷۰ زکال کې له خپلو ټولو دندو څخه ګوښه کړای شوی و، د ادوارد ګیرک ځای ناستی شو او هڅه یې وکړه د لومړۍ نړۍ څخه په پور اخیستو سره د پولنډ د خلکو د جمهوریت اقتصاد بېرته په پښو ودروي. [۲۶]
کاسیګین په ۱۹۶۶ زکال د هند او پاکستان ترمنځ د منځګړي رول ولوباوه او دواړه هېوادونه یې اړ کړل څو د تاشکند اعلامیه لاسلیک کړي. کاسیګین د وسلو د کنټرول په برخه کې تر ټولو مخکښ ویندوی شو. تېر ته په پام د کاسیګین همکارانو احساس وکړ چې هغه خپلې چارې په «ډېر صبر» ترسره کوي او «جدیت» په کې نه لري له همدې امله یې هېڅکله د نړیوال سیاست واقعي ذائقه وه نه څکله. [۲۷][۲۸][۲۹]
د چین او شوروي اتحاد ترمنځ جلاتوب کاسیګین ډېر خفه کړ او د یو مهال لپاره یې د هغو د نه بېرته جوړېدو څخه انکار کاوه. نوموړی په ۱۹۶۹ زکال کې د یو لنډ مهال لپاره د شوروي اتحاد او مائویستي چین ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا له امله پکن ته سفر وکړ. کاسیګین د ځانګړو کسانو په یوه غونډه کې وویل، «موږ کمونېستان یو او هغوی هم کمونېستان دي. دا به ډېره سخته وي که چېرې موږ له یو بل سره مخامخ کښېنو او یوې هوکړې ته وه نه رسېږو». له دې سره د چین اړوند د هغه لیدلوري تغیر وکړ او د بریتانیا د پخواني لومړي وزیر هارولډ ویلسون په خبره، کاسیګین چین ته د «یوې سازمان یافته پوځي دیکتاتورۍ» په سترګه کتل چې موخه یې هم د «ویتنام او ټولې اسیا» غلام کول و. [۳۰]
د افغان پلاوي سره د رسمي لیدنې پر مهال کاسیګین او آندری کریلنکو په افغان مشرانو نورمحمد ترکی او حفیظ الله امین باندې د ستالینیستي ځپونکي چلن له امله نیوکې وکړې. دوی له افغان پلاوی سره ژمنه وکړه چې لا نورې اقتصادي او پوځي مرستې به ورسره وکړي، خو د شوروي د احتمالي مداخلې اړوند هر ډول ګنګوسې یې رد کړې، ځکه د کاسیګین په خبره په افغانستان کې مداخلې له لومړۍ نړۍ په ځانګړې توګه له لویدیځ جرمني سره د شوروي اتحاد بهرنۍ اړیکې خرابولې. ورته مهال په یوه پټه ناسته کې چې کاسیګین په کې حضور نه درلود، ځکه چې هغه د هر ډول پوځي مداخلې کلک مخالف و، سیاسي دفتر د رایو په اکثریت په افغانستان کې د شوروي د مداخلې څخه ملاتړ وکړ. [۳۱][۳۲]
سرچينې
[سمول]- ↑ سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — خپروونکی: The Great Russian Encyclopedia
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ د ټولټال کار کتنه په: http://bsk.nios.ru/enciklopediya او http://letopisi54.ru/storage/detail.php?ID=379 — سمونګر: Vladimir Lamin — سرليک: Историческая энциклопедия Сибири — ISBN 5-8402-0230-4
- ↑ پیوستون : 118715194 — خپرېدونېټه: ۱۱ ډېسمبر ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ پیوستون : 118715194 — خپرېدونېټه: ۲۸ سېپتمبر ۲۰۱۵ — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Косыгин Алексей Николаевич — خپروونکی: The Great Russian Encyclopedia
- ↑ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6v99ph3 — subject named as: Alexei Kosygin — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/7378305 — subject named as: Alexei Kosygin — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ subject named as: Alexej Nikolajewitsch Kossygin — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/d57bb46ceddd448f9bb0598ff05c7fbb — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/kossygin-alexei-nikolajewitsch — subject named as: Alexei Nikolajewitsch Kossygin — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ TracesOfWar person ID: https://www.tracesofwar.com/persons/68545 — subject named as: Alexei Nikolayevich Kosygin
- ↑ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0035936.xml — subject named as: Aleksej Nikolajevič Kosygin — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپروونکی: Grup Enciclopèdia
- ↑ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000001589 — subject named as: Alexej N. Kossygin — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ پیوستون : 118715194 — خپرېدونېټه: ۳۱ ډېسمبر ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb12770443g — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması — منښتلیک: Licence Ouverte
- ↑ Tucker, Spencer C.; Roberts, Priscilla (2008). "Kosygin, Alexei". The Encyclopedia of the Arab-Israeli Conflict: A Political, Social, and Military History [4 volumes]: A Political, Social, and Military History (in انګليسي). ABC-CLIO. ISBN 978-1851098422.
- ↑ Zubok, Vladislav M. (2009) [2007]. A Failed Empire: The Soviet Union in the Cold War from Stalin to Gorbachev. Chapel Hill, NC: University of North Carolina Press. p. 194. ISBN 978-0-8078-5958-2.
- ↑ van Dijk 2008، م. 525.
- ↑ Brown 2009، م. 403.
- ↑ Elliott او Lewin 2005، م. 248.
- ↑ Shapiro, Harvey D. (1974-02-24). "Alexei Kosygin has a friend at Chase Manhattan..." The New York Times (in American English). ISSN 0362-4331. بياځلي په 2019-12-18.
- ↑ Church, Frank (1971). Interview with Kosygin: Report to the Committee on Foreign Relations, United States Senate (in انګليسي). U.S. Government Printing Office.
- ↑ Dannenberg 2008، م. 33.
- ↑ Robbins 2010، م. 73.
- ↑ Gibbons 1995، مم. 718–719.
- ↑ "Pääministeri Aleksei Kosygin oli suomalaisille tutuin neuvostojohtaja – Moskova kielsi Kekkoselta viimeisen tapaamisen". Helsingin Sanomat (in فینلنډي). 2017-04-23. بياځلي په 2019-12-18.
- ↑ Coughlin 2005، م. 106.
- ↑ Service 2009، م. 385.
- ↑ Service 2009، م. 388.
- ↑ Zubok 2007، مم. 194–195.
- ↑ Service 2009، م. 386.
- ↑ Colman 2004، م. 125.
- ↑ Brown 2009، مم. 352–353.
- ↑ Brown 2009، م. 354.
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P19
- 1980ز مړينې
- 18 ډېسمبر مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P20
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P102
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- د عسکري خدمتونو لړليک د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P607
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P227
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ليکنې چې ويوکي په کتلونيايي
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- CS1 American English-language sources (en-us)
- CS1 فینلنډي-language sources (fi)
- مخونه د اي اس بي ان جادوګر لينکونو سره
