آر دړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د يوه ورونپاسي سولگر آر دړه (ښی)

آر دړه چې د مادر بورډ (Mother board) او سيستم بورډ (System Board) په نامه هم ياديږي، دسيستم د برخې په دننه کې ځای په ځای شوې ده. پراسسر،اصلي حافظه، بسونه،پراختيايي درزونه (Expansion Slots )او پراختيايې کارتونه(Expansion Cards) د اصلي دړې د پاسه ځای لري.

درايوونه (Drives) او د کمپيوټر اړخيز وسايل لکه ليکمن (Keyboard) ،موږک (Mouse)،د چاپگر (Printer) او مانيتور (Monitor) هم له دې دړې سره وصل دي . ټول هغه وسايل چې له دې دړې سره وصل شوي په حقيقت کې يو له بله اړيکې لري.

اصلي دړه د کمپيوټر د سيستم مهمه برخه ده.که څه هم د کمپيوټر په سيستم کې نورې مهمې برخې هم شته ،کوم چې له دې برخو پرته د کمپيوټر سيستم نشي کولای چې کار وکړي، مگر اصلي دړه دا ټولې برخې يو له بله سره يوځای کړې.

په ټوليزه توگه نوې اصلي دړې د شنه ځانگړيتوب لرونکې دي.شين خاصيت هغه خاصيت دی چې د هغه پر بنسټ اصلي دړه کولای شي چې کله له کمپيوټره څخه کار نه اخلو او کمپيوټر روښانه وي د ډيرو مصرف کوونکو وسايلو لکه مانيتور،کلک ډيسک،او CPU د بريښنا مصرف لږوي.

نو که چېرې کارن (User) له يوه ټاکلي وخت وروسته ،چې هغه هم د کارن User پواسطه ټاکل کېږي ،له ليکمن (Keyboard) او موږک (Mouse) څخه کار وانخلي نو اصلي دړه د تصوير سگنالونه غوڅوي د کلک ډيسک (Hard Disk) ماشين له کاره غورځوي او همدارنگه CPUته د ننه ايستلو د گړۍ تپيدا قطع کوي او کمپيوټر په نيمه فعال حالت بدليږي.مگر د ليکمن (Keyboard) د يوې کلۍ په فشار ورکولو سره ټول څيزونه خپل عادي حالت ته راگرځي او کمپيوټر بيرته خپل فعال حالت نیسي.