آرکټيکوګل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

آرکټيکوګل (روسي: Арктикуголь)، يعنې د آرکټیک ډبرو سکاره) يو روسی د ډبرو سکرو کان کیندنې واحد سوداګرۍ شرکت دی، کوم چې د سوالبرد د سپيتسبرګين په ټاپوګانو کي عمليات ترسره کوي.

دا شرکت د روسیې د حکومت ملکيت دی، آرټیکوګول دا مهال په بارینتسبورګ کې خپله کان کيندنه محدوده کړې ده. دې شرکت د کان کیندنې عملیات ترسره کړل او تراوسه یې د پيراميدن او Grumant په نامه د کوشني ښارګوټو په شمول د Colesbukta بندر د ملکيت واګې په لاس کې دي. د شرکت مرکزي دفتر په مسکو کې دی او يوه داسې اداره ده چې له لارې يې پخواني شوروي اتحاد او اوسنی روس د سوالبرد لپاره خپله پالیسي ټاکي.

دا کمپنۍ د اکتوبر پر ٧مه په کال ١٩٣١ کې رامځته سوه، ترڅو په سوالبرد کې د شوروي اتحاد د کان کیندنې ټولې ګټې په پام کې ونیسئ. په هغه وخت کې Grumant او پيراميدن وپیرل شول، که څه هم یوازې د Grumant څخه ګټه اخيستل کيدله. آرکټيکوګل د ډچ انټرسټ څخه د بارینتسبورګ ښارګوټي په نامه سيمه هم رانيول. دې شرکت په بارینتسبورګ او Grumant کي هم تر ١٩۴۱ کال پورې عملیات ترسره کړل، وروسته بيا ټول کارمندان د وسپنيزي دسکلې عمليات (Gauntlet Operation) برخې په حیث اصلي ځمکې ته واستول سول. کانونه په کال ١٩۴٧ کې بیا فعاله سوه او کان کيندنې په کال ١٩۵۵ کي د پيراميدن څخه پیل سوې. د ډبرو سکرو د زیرمو د کمیدو په پایله کې په کال ١٩۶١ کې Grumant وتړل سو.

د ١٩۶۰ او ١٩٨٠ کلونو په اوږدو کې آرکټيکوګل په دې ټاپوډله کې د تیلو د برمه کولو یو لړ لړۍ ترسره کړه، خو هیڅکله هم د ګټورو زیرمو په موندلو کې بریالي نسوه. د ١٩٩٠ کلونو راهیسې، دې شرکت خپل ډیری دولتي مرسته له لاسه ورکړې، ورسره د تولیداتو کچه هم را ټيټه سول، په پایله کې يې په کال ١٩٩٨ کې پيراميدن هم وتړل سو. شرکت د تنوع هڅه کړې ، پرته له بریا. دې کمپنۍ د نوو کړنو د ترسره کولو کوښښ کړی دی، خو البته بريا يې ترلاسه نه کړل.

دا هم وګورئ[سمول]

سرچينې[سمول]