نجم الدين کاوياني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
نجم الدين کاوياني

نجم الدين کاوياني (په انگرېزي: Najmudeen Kawyani) ( بشپړ نوم يې نجم الدين اخگر کاوياني ) د ولسمشر ډاکټر نجيب الله د واکمنۍ پر مهال د وطن گوند د مرکزي کومېټې د سیاسي بیرو غړی وو. دی هغه سړی دی ، چې پر ۱۳۷۱ ل ( ۱۹۹۲ ز ) کال يې د پرچميانو د مشر ببرک کارمل په لارښوونه له خپلو نورو ملگرو لکه د وطن گوند د مرکزي کومېټې د منشي مرستیال او د سیاسی بيرو غړي فريد احمد مزدک ، د وطن گوند د مرکزي گومېټې د سیاسی بیرو غړي محمود بريالي ، د بهرنيو چارو وزير عبدالوکيل ، د دفاع وزير مرستيال او د کابل گارنېزون بولندوی ستر جنرال محمد نبي عظيمي ، تورن يا ډگر جنرال نورالحق علومي ، د ۵۳ فرقې بولندوی جنرال عبدالرشيد دوستم ، جنرال عبدالحق علومي ( اوس مړ دی ) تورن جنرال محمد عزيز حساس ، جنرال اصف دلاور ، جنرال سيد اعظم سيد ، جنرال امير محمد ، د دولتي امنيت وزارت مرستيالانو جنرال يار محمد او جنرال باقر فرين ، د وطن گوند د مرکزی کومېټې له غړيو شفيق الله توده يي ، ډاکتر ضمير ، انجنير نعمت ، ادينه سنگين او ځينو نورو سره په گډه د نجيب الله د واکمنۍ پرضد کودتاه وکړه او له شمال ټلوالې سره يو ځای شو . دوی پر دغې کودتاه سره هممهال د ملگرو ملتو سازمان د سولې پروگرام له ناکامۍ سره مخ کړ .

اخځونه

  1. http://www.wlonga.com/index.php?option=content&task=view&id=595
  2. http://books.google.com/books?id=cd85ioPsz6cC&pg=PA182&dq=Ghulam+Dastagir+Panjsheri&hl=no#v=onepage&q&f=false
  3. http://sporghay.com/index.php?option=com_content&view=article&id=1663:2010-03-01-23-06-20&catid=34:2010-01-31-16-17-42&Itemid=56
  4. http://www.youtube.com/watch?v=MN5BcKT1HV0&feature=share
  5. http://www.hezbe-watan.com/dokumente/aziz%20asas.html Archived 2016-03-05 at the Wayback Machine.