فريد احمد مزدک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
فريد احمد مزدک

فريد احمد مزدک (۱۹۵۸ ز. - ) (په انگرېزي: Farid Ahmad Mazdak) د ډاکتر نجيب الله د واکمنۍ پر مهال د وطن گوند دمرستيال ريس او د سياسي بيرو غړی و.دی هم د خلق، پرچم په پېر کې د کيڼ اړخو مارکسيسټ پاله پرچمۍ ډلې کمونيسټ غړی دی. د ده ټوله کورنۍ د ببرک کارمل د حکومتولۍ څخه تر نجيب الله پورې په سياسي، پوځي او ټولنيزو چارو کې ښکېله وه او وروڼه ېې هم د کمونيسټي بيرو غړي و چې د نورو وروڼو نومونه ېې يار محمد يار، رفيع اله ، فردين ، فولاد او بنياد په نوم ياد شوي.

مخينه

فريد مزدک د فقير محمد زوی دی.

زده کړې

دندې

سیاسي لوری

په کودتاه کې لاس

فرید احمد مزدک د ډاکتر نجیب الله په حکومت کې یو لوړ پوړی گوندي چارواکی ، د وطن گوند مرستیال د ۱۳۷۱ لمریز کال په وري میاشت کې له خپلو نورو گڼ شمېر گوندي ، حکومتي او پوځی چارواکیو سره یو څای د سولې پلان پرضد راپورته شو او د ډاکتر نجیب الله د حکومت پرضد يې کودتاه وکړه . ده په دغه کودتاه کې کارنده برخه درلوده . د ډاکتر نجیب الله په حکومت کې د نورو هغو لوړپوړيو چارواکيو ، چې د ملگرو ملتو د سولې پلان د شنډولو لپاره راپورته شول او پر کودتاه يې لاس پورې کړل ، نومونه دا دي : د وطن گوند د مرکزي گومېټې د سیاسی بیرو غړی محمود بريالی ، د وطن گوند د مرکزي کومېټې د سیاسی بیرو غړی نجم الدین کاویاني ، د بهرنیو چارو وزیر عبدالوکيل ، د دفاع وزیر مرستیال او د کابل گارنیزون بولندوی ستر جنرال محمد نبي عظیمي ، د ۵۳ فرقې بولندوی برید جنرال عبدالرشيد دوستم ، جنرال عبدالحق علومي ( اوس مړ شوی دی ) تورن جنرال محمد عزیز حساس ، جنرال اصف دلاور ، د ځانگړي گارد بولندوی جنرال سید اعظم سید ، جنرال امیر محمد ، د دولتي امنیت وزارت مرستیالان جنرال یار محمد او جنرال باقر فرین ، د وطن گوند د مرکزی کومېټې غړی شفیق الله توده يي ، ډاکتر ضمیر ، انجنیر نعمت، ادینه سنگین او ځینې نور . دوی د ۱۳۷۱ ( ۱۹۹۲ ز ) کال د وري په میاشت کې د ډاکتر نجیب د حکومت پرضد کودتاه ترسره کړه او د ملگرو ملتو د سولې پروگرام يې ناکام کړ .

له کودتاه وروسته حالت

د ډاکتر نجیب الله او د سولې پروگرام پرضد کودتاه په پایله کې د نظار شورا واک و ځواک ته ورسېده . جهادي مشران د دې پر ځای چې په هېواد کې کورنۍ جگړې ته پایټکی کېږدي ، خپلمنځي اختلافات لرې کړي او په غمځپلي افغانستان کې د سولې لپاره هلې ځلې وکړي ، دوی په خپلو منځو کې د واک و ځواک پر سر په جگړو لاس پورې کړ . د هېواد په بېلابېلو برخو کې جگړې روانې وې ، هر تنظیم هڅه کوله چې د خپل اغېز ساحه پراخه کړي . د هېواد په پلازمېنه کابل کې د په لسگونو زرو بې گناه افغانانو وینې وبهېدې . ښځې کونډې ، ماشومان یتیمان او سپین ږیري په بې رحمۍ سره د ټوپکونو ، ماشینگڼو او د توپونو گولیو خوراک شول . د خلکو په ناموس تېری وشو . ژبنيو تعصبونو ته لمن ووهل شوه ، د پښتو او پښتون په نامه د خلکو پر سرونو مېخونه ووهل شول ، حکومتي ، د خلکو شتمنۍ او شته لوټ او تالا شوې ، داسې یو جهالت او توره دوره راغله ، چې ټوله نړیواله ټولنه ورته حیرانه پاتې شوه . جهادي مشرانو د ځینو بهرنیو هېوادو لکه ایران ، پاکستان ، اوزبکستان ، تاجکستان او روسیې په لارښوونه د خپل ولس تباه کولو او خپل هېواد لا ورانولو ته ملاوې ټینگې وتړلې . په افغانستان کې د دغې تورې دورې د راتگ یو تر ټولو ډېر مسوول کس هم فرید احمد مزدک دی .

اخځونه

  1. http://www.mashal.org/content.php?c=fauti&id=00028[مړه لينکونه]
  2. http://www.youtube.com/watch?v=MN5BcKT1HV0&feature=share