ببرک کارمل
| لطفاً د دې ليکنې په غځولو سره دا ليکنه پياوړې کړۍ. د دې ليکنې په اړه نور مالومات تاسې د خبرواترو مخ کې موندلی شی. |
| بشپړ نوم | ببرک کارمل |
|---|---|
| د زېږېدو نېټه | ٦ د جنوري، ١٩٢٩ |
| د زېږېدنې ځای | کابل |
| د مړينې نېټه | ٢٧ د سېپتمبر، ١٩٩٦ |
| د مړينې ځای | مسکو |
| د کار موده | ډېسمبر ١٩٧٩ – اکتوبر١٩٨٦ |
| مخکينی ولسمشر | حفيظ الله امين |
| وروستنی ولسمشر | ډاکټر نجيب الله |
| سياسي اړخ | (د پرچم ګوند لومړی مشر) |
ببرک کارمل(په انګرېزۍ کې: Babrak Karmal)د افغانستان پخوانى ولسمشر و.
نيوليک |
مخينه
ببرک کارمل د ١٩٢٩ز کال د جنورۍ په ٦مه، زېږېدلی او د ١٩٩٦ د ډسمبر په ٣مه مړ شو. نوموړی د ١٩٨٠ نه تر ١٩٨٦ پورې د افغانستان د کمونستي رژيم درېيم ولسمشر و. هغه په ژبه کې ډېر تکړه ممثل، او يو ډېر ماهره مشمشه ګر و. کارمل په مارکسيستي لارښوونې کې ډېر نوم درلود.
وروسته له دې چې د روسانو لخوا په قدرت کېنول شو، خو هغه بيا پدې و نه توانېدو چې د خپل واک پياوړی کړي او په همدې توګه په ١٩٨٦ کال کې يې ډاکټر نجيب الله ځای ناستی شو. وروسته له دې چې د ولسمشرۍ د دندې نه ګوښه شو بيا نو ببرک کارمل چا د افغانستان په سياسي سټېج کې و نه ليده او د ولسمشرۍ نه وروسته ده هم افغانستان پرېښود او مسکو کې پاتې شو. بيا په ١٩٨٩ کال کې يو ځل بيا کابل ته راستون شو، خو د ژوند وروستۍ شېبې يې په مسکو کې تېرې کړې او په هماغه ښار کې ومړ.
پخواني وختونه او ژوند
ببرک کارمل د افغانستان د يو پوځي جنرال زوی و، که څه هم چې په يوې شتمنې تاجکې کورنۍ چې اصل او نصب يې کشمير دی، د کابل ختيزې خوا ته پروت کلی، کمري کې زېږېدلی. په ماشومتوب کې يې چې کله مور مړه شوه نو ده هم ډېرې سختې شپې او ورځې تېرې کړې.
د ځوانۍ د وختونو په لېسه کې يو عام زده کوونکی و او وروسته د فارغېدو نه د کابل پوهنتون د حقوقو په پوهنځي کې خپلې زده کړې ترسره کړې او ډېر ژر د ژبني فصاحت او تمثيل له مخې د پوهنتون په زده کړه پالو کې نوم ووېسته او د زده کړه پالو په ټولنه کې هم ډېر کوانده او فعال وه. بيا وروسته د مارکسيستي اندونو خاوندانو سره د تړاو له مخې د هغوی د سياسي ګوند غړی شو او په همدې توګه په سياسي چارو کې د فعاليت پخاطر پينځه کاله په بندي شو.
په بنديخانې کې کارمل د يوې نوي سياسي څېرې، مير اکبر خېبر سره اشنا شو. دده درېيم ملګری مير محمد صديق فرهنګ هم د روس پلوی کيڼ لاسی وه او د ببرک کارمل هم انده سړی. وروسته له دې چې د پوهنتون نه خلاص شو ببرک کارمل د پلان په وزارت کې دنده درلوده او هغو کسانو سره چې د کمونېزم په هکله يې مالومات درلودل خپلې اړيکې وساتلې، پدغو کې يو مير محمد صديق فرهنګ او بل علي محمد زهما، د کابل د پوهنتون يو پروفېسر وه.
سياسي ژوند
د جمهوريت ولسمشر
قدرت له لاسه ورکول
د کارمل د ولسمشرۍ په وخت کې حکومت يواځې د کابل په ښار، د ولايتونو مرکزونه او هغه ستراتيژيک ځايونه او سيمې چېرته چې روسي او افغاني پوځيان او ملېشې ګومارل شوي وې، بشپړ واک
انځورتون
| Preceded by: حفيظ الله امين |
د افغانستان ولسمشر December 1979 – November 1986 |
Succeeded by: حاجي محمد څمکنی |
| Preceded by: حفيظ الله امين |
د افغانستان لومړی وزير December 1979 – June 1981 |
Succeeded by: سلطان علي کشتمند |
| Preceded by: حفيظ الله امين |
د افغانستان د خلق ډيموکراتيک ګوند عمومي منشي December 1979 – May 1986 |
Succeeded by: ډاکټر نجيب الله |
| Preceded by: حفيظ الله امين |
د انقلابي شورا ريس ډېسمبر1979 – October 1986 |
Succeeded by: ډاکټر نجيب الله |
دا هم وګورۍ
|
|
|
|---|---|
| سردار محمد هاشم خان · سردار محمد داود خان · محمد يوسف · محمد هاشم ميوندوال · عبدالله يکتا · محمد نور احمد اعتمادي · شريفي عبدالظاهر · محمد موسى شفيق | |
| نور محمد ترکی · حفيظ الله امين · ببرک کارمل · سلطان علي کشتمند | |
| محمد حسن شرق · سلطان علي کشتمند · فضل حق خالقيار | |
| عبدالصبور فريد کوهستاني · ګلبدين حکمتيار · ارسلا رحماني · احمد شاه احمدزی · ګلبدين حکمتيار | |
| محمد رباني · عبدالکبير | |