مقتدی الصدر

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
50px
مقتدی الصدر
MOQTADA AL-SADR.jpg
زېږېدنه ۱۲ اګست ۱۹۷۳
هېواد Flag of Iraq.svg عراق
دین د اثنى عشرى شیعه

سید مقتدی الصدر د شیعه ګانو عراقی مذهبی او سیاسی مشر دي چی د عراق په سیاست کی مهم رول لوبوي. سید مقتدی الصدر د ۱۲ اګست په ۱۹۷۳ کال کی زېږېدلی دی. پلار یی دآیت الله محمّد صادق الصدر، کاکا یی آية الله العظمى السيد محمد باقر الصدر وو او نیکه یی لبناني آیت الله اسماعيل الصدر. د مقتدی الصدر پلار دآیت الله محمّد صادق الصدر د شیعی روحانیانو څخه تر ټولو مشهور او محترم شخص وو چی د صدام حسین د حکومت په وخت کی ووژل شو.

د صدام حسین سقوط

په ۲۰۰۳ کال کی امریکا پر عراق برید وکړ او عراق یی ونیول. مقتدی صدر غوښتل چی په عراق کی د اسلام ديمو كراسى د سیاسی نظام جوړ کړي. په دی وخت کی په بغداد کی یی یوه نوی پوځی ډله جوړه کړه چی په اوس وخت کی د مهدی پوځ په نوم یادېږي. دغه پوځی ډله د شیعه ګانو سره مرسته کاوه او د هغو شیعه ګانو څخه یی هم دفاع کاوه. مقتدی الصدر نوی حکومت ډیر نیوکه کول او د غربی تلویژن په یوه مرکې کی یی وویل: صدام حسین یو کوچنۍ مار وو مګر امریکا یو ستر مار دي.