د امریکا متحده ایالات

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
بيرغ نښان
نخشه
موقعيت
پلازمېنه واشنګټن ډي سي
لوی ښار نیویارک
حکومت فدرالي جمهوریت
د وگړو شمېر
 -  مارچ, 2006 estimate 298,290,000 (دریم)
GDP (PPP) 2006 اټکل
 -  ټولټال $13.049 trillion (1st)
 -  Per capita $43,555 (3rd)
HDI (2003) 0.944 (high) (10th)
د وخت سيمه (UTC-5 to -10)
 -  اوړی (DST)  (UTC-4 to -10)
د انټرنټ مخکښ شپول .us .gov .edu .mil .um
پيل گڼ 1

د امریکا متحده ایالتونه یا (متحده ایالتونه، امریکا، آمریکا) په انګلیسی کی (United States of America, the U.S., USA, America) یو فدرالي جمهوری هېواد دی چی له پنځوسو ایالتونو او یو فدرالي ولسوالۍ څخه جوړ شوی دی. د دې هیواد ډیری برخه د شمالی امریکا پر لویه وچه کی پرته ده. د دې هېواد اته څلویښت ایالتونه او یوه فدرالي ولسوالۍ د اتلاس (Atlantic) او ارام اقیانوس (Pacific) سمندرنو تر منځ پراته دي. دا هېواد شمال کی له کاناډا او په سویل (جنوب) کې له مکسیکو هیواد سره ګډه پوله لري. د الاسکا ایالت د شمالي امریکا د لويې وچی په شمال ختیځ کی موقعیت لري چی روسیه یی لویدیځ کی پرته ده. د هواای (Hawaii) ایالت د ارام اقیانوس په منځ کی موقعیت لري چی هر کال د نړۍ ډیر سیلانیان د تفریح لپاره دی ایالت ته راځي. ۳،۷۹ میلیون مربع مکعب مساحت او څه باندی ۳۰۸ میلیونو وګړیو په درلودلو سره د امریکا متحده ایالتونه په نړۍ کی دریم یا څلورم لوی هیواد دی. دا یو له هغه هیوادونو څخه دی چی پکی بیلابیل ډول کلتورونه او د نړی له مختلفو هیوادونو څخه کډوال شته. ددی هیواد لمړني اوسیدونکی د اسیا د لویې وچی استوګن ول. له اروپا سره د جنګونو او ناروغیو له امله د امریکا اصلی اوسیدونکو تعداد کم شو. د امریکا متحده ایالتونه د بریتانی دیارلسو مستعمرو په حلو ځلو کشف شوه. د ۱۷۷۶ کال د جولای میاشت په ۴ مه هغوی خپلواکي اعلان کړه چی وروسته په دې وتوانیدل چی یوه هماهنګه اتحادیه تاسیس کړي. د امریکا په انقلاب کی چی لمړې بریالې جګړه وه دغو یاغی ایالتونو وشو کولای چی د بریتانی امپراتوری ته ماتې ورکړي. د امریکا اوسنی اساسي قانون د۱۷۸۷ کال د سپټمبر د میاشتی پر ۱۷ مه نیټه ترتیب شو. په ۱۹ مه پیړی کې امریکا وشو کولای چی د فرانسی، هسپانیا، بریتانا، مکسیکو او روسیې څخه ځمکه وګټی او د ټکساس او هواای جمهوریتونو سره یی ضمیمه کړي. د ایالتونو د حقوقو پر سر او د مریتوب د سیستم د پراخولو پر سر د شمال او سویل (جنوب) ایالتونو د مناقشو په نتیجه کی د امریکا د ۱۸۶۰ کال کورنۍ جګړې پیل شوې. دغه جګړی د شمال په ګټه پای ته ورسیدې چی له امله یی د مریتوب سیستم او دایالتونو د بیلولو پلانونه د تل لپاره له منځه ولاړل. د امریکا بریالیتوبونو د هسپانیی او امریکا په جګړه کی او په لومړۍ نړیواله جګړه کې دې هېواد ته د نړۍ د پیاوړو پوځي هېوادونو په لیست کی ځای ورکړ. دویمې نړیوالې جګړې څخه د نړۍ لومړۍ اتومی اسلحه لروونکی هېواد په توګه راووت او د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کی یې د تل لپاره غړیتوب واخیست.