واشنګټن ډي سي
د ويکيپېډيا لخوا
واشنګټن ډي سي (انګريزي: Washington, D.C) چی د کولمبیا د ولسوالۍ په نوم هم یادیږی د امریکا د متحده ایالاتو پلازمېنه ده چی د ۱۷۹۰ کال د جولای په ۱۶ تاسیس شوی دی. د امریکا اساسي قانون دې ته اجازه ورکړی چی یوه ځانګړې ولسوالۍ دی د تل لپاره د امریکا پلازمینه شي نو له دی امله دا ولسوالۍ په کوم ایالت پوری اړه نه لري او په سیده ډول د فدرالی حکومت تر کنترول لاندی ده. دا ولسوالۍ د ولسمشر جورج واشنګټن په ویاړ نومول شوې ده.