محمد رحيم الهام

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کانديد اکاډميسين پوهاند ډاکټر محمد رحيم الهام د پښتو او دري ژبو پوخ ليکوال، حساس شاعر او ښه کره کتونکی و.

مخينه[سمول]

محمد رحيم الهام د فضل الدين خان زوی دی او په ۱۳۱۰ ل. = ۱۹۳۱ ز. کال کې د کابل د چهاردهي په قله فتوح کې زېږېدلی دی. نوموړی په خټه مومند، پښتون و.

زده کړې[سمول]

محمد رحيم الهام په ځانگړې توگه د پښتو او دري ژبو ادبيات، د فقې، تفسير، حديث، د کلام د علم، صرف، نحوې او د اسلامي تصوف مقدمات له خپل تره الحاج صدرالدين نه په کور کې لوستلي وو. خپلې رسمي زده کړې يې په سيستماتيکه توگه د سر آسياب په ښوونځي کې د نوي کابل په لېسه او د غازي لېسه کې ترسره کړي، چې په ۱۳۳۲ ل. = ۱۹۵۳ ز. کال کې له غازي لېسې نه فارغ او د هغې مينې له امله چې له اديبانو سره يې درلوده، د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي کې شامل او په ۱۳۳۵ ل. = ۱۹۵۶ ز. کال کې يې له دغه پوهنځي نه د لېسانس بريليک ترلاسه کړ. په ۱۳۴۳ ل. = ۱۹۶۴ ز. کال کې يې د امريکې له مشيگان پوهنتون نه د هنرونو په څانگه کې خپل د ماسټرۍ ډيپلوم واخيست. د (A Pashto English Contractive Phonemic) تر سرليک لاندې يې د تيزس نه دفاع وکړه او همدارنگه د ياد شوي پوهنتون لخوا ورته د انگرېزي د تخصص تصديقنامه ورکړل شوه.

محمد رحيم الهام سره له دې چې لوړه پوهنتوني رتبه (پوهاند) يې درلوده او همدارنگه د افغانستان د علومو اکاډمي د کانديد اکاډميسيني د رتبې په وياړ هم ور په برخه و. په پاخه عمر کې هم آرام نه و ناست او د خپلې تحصيلي سويې د لوړولو هڅه يې کوله چې بالاخره دا ارمان يې هم ترسره شو او په ۱۳۶۷ ل. = ۱۹۸۸ ز. کال کې يې د اساسات مېتودولوژيک دستورهای زبان دري په نامه يې د خپل تيزس نه بريالی دفاع وکړه او د پخواني شوروي اتحاد د تاجکستان له جمهوريت نه يې د دوکتورا سند ترلاسه کړ. همدا رنگه يې د انگرېزي ژبې او د ادبياتو مطالعه د يوه کال له پاره د برتانيې د جنوبي وېلز د ساينس او تکنالوژي په انستيتيوت کې هم کړې ده.

دندې[سمول]

پوهاند الهام د افغانستان په بېلابېلو دولتي ادارو کې ۳۴ کاله رسمي چوپړ کړی دی. د کابل او ننگرهار د پوهنتونونو په بېلابېلو پوهنځيو کې دنده سر ته رسولې. په ۱۹۶۶ ز. کال کې د عدليې وزارت د خپرونې د مدير په توگه هم دنده ترسره کړې. په ۱۳۵۶ ل. کال کې د امريکا د متحده ايالاتو د نبراسکا په پوهنتون کې د ښوونکي په توگه هم پاتې شوی. د ښوونې تر څنگ يې د وږمې مجله او له ۱۳۶۰ ل. نه تر ۱۳۶۲ ل. کال پورې د اجتماعي علموم د مجلې چلوونکی هم پاتې شوی. په ۱۳۶۳ ل. کې په خپله خوښه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د ژبو او د ادبياتو د مرکز د ريس په توگه ټاکل شوی او د ۱۳۶۹ ل. کال د تلې تر مياشتې يې همدا دنده پرمخ بيوله. د افغانستان د علومو اکاډمۍ لخوا په ۱۳۶۵ ل. کال کې د کانديد اکاډميسين رتبه ترلاسه کړې.

ځانگړي وړتوبونه[سمول]

د پوهاند محمد رحيم الهام مورنۍ ژبه پښتو وه خو د دې ژبې برسېره د دري ژبې پوخ ليکوال هم و، همدارنگه په انگرېزي ژبه کې يې هم تخصص درلود او ليکنې او ژباړې يې پرې کولې. د اوسني ليکوال د مؤلف عبدالرؤف بېنوا د وينا پر بنسټ پوهاند الهام د فرانسوي او سنسيکرېت له ژبو سره هم بلديت درلود.

ليکلي آثار[سمول]

  1. د ژبې پر قواعدو مقدمه
  2. تيوري های نحو (د ژبپوهنې بحثونه)
  3. بحث انتقادي در دستور زبان دري
  4. د علي بن عثمان جلابي غزنوي احوال او آثار
  5. تاريخچه مطالعات لساني
  6. ثقافت و فرهنگ افغاني در هند
  7. تاثير ادب دري بر عربي
  8. د پښتو گرامر طرح
  9. د ژبپوهنې بنسټونه
  10. دشت (شعري ټولگه)
  11. گزيده از کلاسيک های شعر دري
  12. تصوير در شعر دري و پيوند ان با زندگي و زبان
  13. په دري ژبه د ۷۰۰ پښتو لنډيو منظومه ژباړه
  14. د فونيمي جوړښت تحليل
  15. تطبيقي ادب
  16. د پښتو او انگرېزي ژبې مقابله يي فونيم پېژندنه
  17. خج څېړنه (ژباړه)

سرچينې[سمول]

  • د آريانا دايرة المعارف - ۵۷۲ مخ