محمد حسن ضمير ساپی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
محمد حسن ضمير ساپی

محمد حسن ضمير ساپی (زوکړه ١٣٠٨ لېږديز لمريز کال د لغمان ولايت)-مړينه د ۱۳۸۷ ل ل کال د مرغومي لومړۍ) د افغانستان يو پښتو ژبی ليکوال، د ادب او تاريخ په څانگه کې يو نوميالی پوهاند وو.

زده کړې

پوهاند محمد حسن ضمير ساپی د عبدالظاهر ساپي زوی، د حاجي میرزا محمد مکمل اخوندزاده لمسی په ۱۳۰۸ لېږديز لمریز کال کې د لغمان ولایت د علي خېلو په کلي کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې په خپل کلي کې سرته ورسولې او په۱۳۳۰ لمریز کال د کابل له عالي دارالمعلمین څخه فارغ شو. هغه تر دې کچې په زده کړو بسنه ونه کړه او خپلو زده کړو ته یې د کابل پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو د پوهنځي د تاریخ او جغرافیې په څانگه کې دوام ورکړ او په ۱۳۳۴ لمریز کال له دغه پوهنځي څخه د لیسانس په درجې سره فارغ شو. پوهاند ضمیر ساپي د امریکې د متحدو ایالتونو په هاروارد او جورج ټاون پوهنتونونو او بیا د هند هېواد په علیگړ پوهنتون کې لوړې زده کړې وکړې.

نوموړي هغه مهال چې په متحده ایلاتو کې زده کړې کولې، په ویتنام کې د امریکا جگړه روانه وه. هغه په یوه مقاله کې دغه جگړه وغندله او د یوه ځوان افغان محصل په توگه یې د خپل ویښ ضمیر په حکم له دغې جگړې سره خپل مخالفت څرگند کړ، چې د امریکایي چارواکيو له سخت غبرگون سره مخامخ شو.

دندې

پوهاند ضمیر بېرته خپل هېواد ته راستون شو او د خپلو خلکو چوپړ ته یې ملا وتړله. هغه د ۱۳۳۵ لمریز کال په وري میاشت کې د کابل ښار د دارالامان په ښوونځي کې د ښوونکي سپېڅلې دنده پیل کړه او د هېواد د بچیانو په ښوونه او روزنه بوخت شو. استاد ضمیر ساپي د ښوونځي له دورې څخه له لوستلو او لیکلو سره ځانگړې مینه درلوده. هغه مهال یې شعر یې وایه، مقالې یې لیکلې او د هېواد په ډله يیزو رسنیو کې یې خپرولې.

هغه په ۱۳۳۶ لمریز کال د پښتو ټولنې د ادبیاتو د څانگې د مدیر په حیث وگومارل شو، چې خپل ټول فکري توان او علمي استعداد یې د پښتو ادبیاتو د غوړېدو او سمسورتیا چارې ته څانگړی کړ.

پوهاند ضمیر په ۱۳۴۱ لمریز کال کې د ادبیاتو او بشري علومو په پوهنځي کې د استاد په توگه په کار پیل وکړ چې وروسته بیا په ۱۳۵۷ ل ل کال کې د همدغې پوهنځی رییس شو. په ۱۳۵۹ ل ل کال کې، هغه مهال کله چې شوروي پوځ پر افغانستان یرغل کړی وو، پوهاند ضمیر په دې اړه هم انتقادي دریځ غوره کړ، پټ او ښکاره یې ددغه یرغل غندنه وکړه او د هغه وخت له سیاسي او ټولنیزو ناخوالو سره یې څرگند مخالفت کاوه.

رښتیا هم څنگه کېدای شو، هغه چا چې یو وخت په ویتنام کې د امریکې جگړه غندله او خپل تحصیلي امتیازونه یې له خطر سره مخامخ کول، اوس په خپل هېواد کې د پردیو لښکرو شتون وزغمي او پټه خوله پاتې شي؟ له همدې کبله وو چې غوره یې وبلله ریاست پریږدي او بېرته بیا په کابل پوهنتون کې داستادۍ سپېڅلې دنده پرمخ بوځي او له دې لارې خپل هېواد او هېوادوالو ته خدمت وکړي.

پوهاند ضمیر ساپی لا تنکی ځلمی وو چې له سیاست او سیاسي مبارزې سره آشنا شو. هغه د خپل رنځېدلي ولس درد احساس کړ او د خپل ویښ وجدان په حکم له ټولنیزو ناخوالو او بې عدالتیو سره د مبارزې په مقصد د هېواد د بادرده او منورو ځوانانو له هېوادپال غورځنگ سره یو ځای شو. هغه د ویښ ځلمیانو له غورځنگ سره ملگری شو او تر پایه نه یواځې ددغه غورځنگ ارمانونو ته ژمن پاتې شو. بلکې د ویښ ځلمیانو په روشنگرانه فعالیتونو کې یې هراړخیزه ونډه واخیسته.

استاد ضمیر ساپي د خپل ژوند په اوږدو کې هېڅکله هم د زور او زرو په وړاندې سر ټیټ نه کړ او تل یې په سیاسي او ټولنيزو مسایلو کې خپلواک او مستقل دریځ درلود. هغه هېڅکله هم سپین ته تور او تور ته سپین و نه ویل او د مقام او څوکۍ د لاس ته راوړلو لپاره یې د خپلې عقیدې او ارادې پر خلاف گام وانه خیست. هغه د پوهنې په ډگر کې په لویه مینه او لېوالتیا کار کاوه او په علمي او څېړنيزو کارونو کې هېڅکله هم نه ستړی کېده.

پوهاند ساپي په کابل پوهنتون کې د استاد په حیٍث په زرگونو شاگردان وروزل او د هېواد د ډېرو ځوانانو په زړونو کې د پوهې، معرفت او هېوادپالنې ډیوې بلې کړې. ده نه یوازې پخپله سترې علمي او څېړنيزې پروژې پرمخ بوتلې، بلکې د تاریخ څانگې د ډېرو څېړونکو لارښود هم وو.

د ارواښاد پوهاند ضمیر ساپي تر ۲۰۰ زیاتې مقالې، شعرونه،مرکې، علمي او څېړنيزې لیکنې په هېواد کې دننه او له هېواده بهر په بېلابېلو ژبو او رسنیو کې خپرې شوې دي. ارواښاد ساپي په لسگونو ملي، سیمه ایزو او نړیوالو سیمینارونو او کنفرانسونو کې گډون کړی او خپلې علمې لیکنې او مقالې یې پکې لوستلې دي.

په شپېتمو زېږدي کلونو کې، هغه مهال چې پوهاند ضمیر د افغانستان د علومو اکادیمۍ د تاریخ څانگې مشر وو، د کوشانيانو د دورې د هنر او تمدن په برخه کې ارزښتناکې څېړنې وکړې. همدا راز هغه مهال چې یونسکو د منځنۍ آسیا د هنر او تمدن پر تاریخ څېړنې کولې، استاد ضمیر ساپی یې د پروژې مشر وټاکه. هغه سر بېره پردې چې په کابل کې یې په دې اړه څېړنې کولې او د کوشانیانو د تاریخ کتاب یې ولیکه، هر کال به یې یو ځل پاریس ته سفر کاوه او هلته یې د نوموړي کتاب د سمون چارې پر مخ بیولې.

استاد ضمیر اووه اولادونه درلودل چې یو یی د هیواد او هیوادوالو د هوسایی او سوکالۍ په لاره کې قربان کړ. دی په کورنۍ کې د خپلې مېرمنې صمیمي ملگری، د خپلو اولادونو مهربان پلار او د دوستانو غمخور دوست او د کار او تدریس په ساحه کې یو زړه سواند او کره همکار او لارښود وو. له ده نه چا ترخه خبره نه ده اورېدلې.

ده له خپل هېواد سره بې سارې مینه درلوده، له هېواده لیري والی یې نه شو زغملای، نو ځکه د امکان تر وروستي بريده پورې بهر ته لاړ نه شو او چې لومړنی امکان ورته مساعد شو، نو یې په بهر کې له خپلو اولادونو او کورنۍ سره گډ ژوند ته د هېواد د مور په غیږه کې مړينې ته ترجیح ورکړه او هېواد ته راستون شو.

مړينه

استاد محمد حسن ضمير ساپی، چې د افغانستان يو له نومياليو ملي، پوهنیزو او ادبي شخصيتونو څخه وو، د د ۱۳۸۷ ل ل کال د مرغوني په لومړۍ، د يکشنبې پر ورځ (د ۲۰۰۸ ز کال د ډيسمبر پر ۲۱) د ۷۹ کالو په عمر په حق ورسېد. د هغه جنازه د همدغه کال د سې شنبې پر ورځ د مرغومي پر ۳ له ډيلي څخه کابل ته ولېږدول شوه او د لغمان ولايت د علي خېلو په کلي کې پخپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شوه. 

ليکلي آثار

څرگنده ده چې په دغه لنډ یادښت کې د ارواښاد پوهاند ضمیر ساپي د ټولو علمي او تحقیقی هستونو یادول ناشونی کار دی، ځکه ده تر اویاوو (۷۰) زیات کتابونه لیکلي، ترجمه کړي او یا یې تدوین کړي دي. موږ دلته یوازې د ځینو آثارو لنډه یادونه کوو:

  1. د تاریخ په باره کې، پښتو ټولنه، د ۱۳۳۷ ل ل کال چاپ.
  2. نظري بر مبادی تاریخ، کابل، چې د عبدالحی گردیزي جایزه یې گټلې ده.
  3. هند در تحت تسلط کوشانیان، د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د ۱۳۵۷ ل ل کال چاپ.
  4. د کابل صوبه له ۱۵ نه تر ۱۷ پیړۍ پورې، د علومو اکادمۍ، د ۱۹۸۷ ز کال چاپ.
  5. کندهار له ۱۵ تر ۱۷ پېړۍ پورې، د علومو اکادمي، د ۱۹۸۷ ز کال چاپ.
  6. د کوشانیانو هنر او تمدن، د افغانستان د علومو اکادډمي، د ۱۳۶۱ ل ل کال چاپ.
  7. د کوشانیانو د هنر او تمدن البوم، په انگلیسي ژبه، د یونسکو چاپ.
  8. په هندوستان کې د افغانانو تاریخ، کابل پوهنتون، د ۱۳۶۳ ل ل کال چاپ.
  9. د یونسکو د منځنۍ اسیا د هنر او تمدن د البوم د ادیتور په توگه.
  10. د پښتو ادبیاتو تاریخ، دوهم ټوک، کابل، د اهتمام په برخه کې.
  11. پښتنې سندرې، دوهم ټوک د ۱۳۳۷ کال، کابل، د اهتمام په برخه کې.
  12. پښتني دودونه، ۱۳۳۷ کال، کابل، د اهتمام په برخه کې.
  13. د ملنگ جان خوږې نغمې، ۱۳۳۵ کال، د اهتمام په برخه کې.
  14. لودي پښتانه، ۱۳۳۶ کال، د اهتمام په برخه کې.
  15. پښتو متلونه، د تدوین او اهتمام په برخه کې.

اخځليک

  1. http://www.h-obaidi.com/afghanasamai-obaidi.com-ausgabe10/Sapi-biography.htm
  2. http://database-aryana-encyclopaedia.blogspot.com/2010/08/blog-post_06.html