محمد قسيم فهيم
محمد قسيم فهيم | |||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|
د افغان ولسمشر مرستيال | |||||||
د واکمنۍ دوران د نومبر په ۱۹ د ۲۰۰۹ – ۹مارچ ۲۰۱۴ | |||||||
ولسمشر | حامد کرزی | ||||||
| |||||||
د دفاع وزیر | |||||||
د واکمنۍ دوران سپتمبر۲۰۰۱ – ډسمبر ۲۰۰۴ | |||||||
ولسمشر | برهان الدين رباني حامد کرزی | ||||||
| |||||||
د شخص مالومات | |||||||
اصلي نوم | محمد فهیم | ||||||
پيدايښت | 1957 پنجشېر , افغانستان | ||||||
مړینه | ۹ مارچ ۲۰۱۴ (۵۶ کال کلن) کابل, افغانستان | ||||||
د مړینې لامل | د زړه حمله (ناروغي) | ||||||
تابعیت | افغانستان | ||||||
پټنوم | مارشال فهیم | ||||||
مذهب | سنی اسلام | ||||||
ګوند | جمعیت اسلامي (افغانستان) | ||||||
اولاد | ۱۲ | ||||||
عملي ژوند | |||||||
کار/مسلک | |||||||
پوځي خدمت | |||||||
وفاداري | افغانستان | ||||||
برخه | افغان ملي پوځ | ||||||
مقام | مارشال | ||||||
مشرتوب | شمالي اتحاد د بهرنیو چارو د امنیت اداره | ||||||
جګړه/جګړې | د افغانستان او روس جګړه د افغانستان داخلی جګړه (۱۹۹۶–۲۰۰۱) د طالبانو په وړاندې جګړه | ||||||
سمول |
محمد قسيم فهيم په ۱۹۵۷ ز کال کې په پنجشېر کې زېږېدلی او د دې ولسوالۍ د عبدالمتين زوی و چې تر دې مهاله يې عمر ۵۳ کاله و. وېل کېږي چې فهیم قسیم د پخواني کمونستي رژيم د(خلق او پرچم) په څانگه کې د خاد استخباراتي غړی هم پاتې شوی چې وروسته د کمونيستي حکومت د ړنگېدو څخه ېې د جميعت او بيا ېې د شورای نظار سره کار پیل کړ. نوموړی د بون د تړون له مخې د موقت حکومت د دفاع وزير وټاکل شو چې بيا له ۲۰۰۲ ز. تر ۲۰۰۴ ز. پورې د ولسمشر حامد کرزي لومړی مرستيال و. نوموړی د جهاد په مرحله کې او بيا وروسته د کورنۍ جگړې په مهال د شورای نظار قوماندان و چې په کورنۍ جگړه کې د رول له امله په جنگي جنايتونو هم تورن و.
قسيم فهيم د طالبانو خلاف د احمدشاه مسعود سره اوږه په اوږه جگړه وکړه او په افغانستان يې د امريکا د بريد په مهال د امريکايانو سره ملگری شو چې په موقت حکومت کې د دفاع وزير وټاکل شو. قسيم فهيم د حامدکرزي په لومړۍ دوره کې په اپوزيسيون خو په دويمه دوره کې بيا لومړی مرستيال شو چې د مرگ تر لحظې په همدې دننه بوخت و.
نوموړي او کورنۍ یې د امريکايانو له بري وروسته اقتصادي امپراتورۍ جوړولو ته مخه کړه. د طالبانو خلاف له امريکا څخه په لسگونه مليونه ډالر یې او نورې مجهول المصدر پيسې یې په کار واچولې، او په حيرانونکي توگه دی او ملگري يې د سلگونو مليونونو ډالرو څښتنان شول.
د نوموړي ورور په دې تورن دی چې په کابل بانک کې شريک دی او له خپل بانک څخه یې د عوامو سل مليونه ډالر قرض اخيستي دي چې له قوانينو سرغړونه او څرگند فساد دی.
- هغه مخونه چې دوه اړخیزه استدلالونه د کينډۍ په خبرتيا کي کاروي
- د ويکيډاټا توکو کاروونکي مخونه
- د وفات کيدو سببونه د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P27
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P102
- د ويکيډېټا په کينډيو کې تېروتنې
- د ويکيپېډيا کينډۍ
- د عسكري معلومات د ويکيډاټا څخه
- مخونه چي ځينې سرچينې يې شاید د منلو وړ نه وي
- د شورای نظار غړي
- افغان تاجکان
- افغان جنگسالاران