لیبیا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له لېبيا نه مخ گرځېدلی)
الجماهيرية العربية الليبية الشعبية الإشتراكية العظمى
Al-Jamāhīriyyah al-Arabiyyah al-Lībiyyah aš-Šabiyyah al-Ištirākiyyah al-Uthmā
بيرغ
د لیبیا
نخشه
موقعيت
پلازمېنه
(او لوی ښار)
ترابلس
۳۲°۵۴′ شمال ۱۳°۱۱′ ختیځ / 32.900°شمال 13.183°ختيځ / 32.900; 13.183
حکومت People's Congress
 -  لارښود
 -  ولسمشر فایز السراج
جوړښت
 -  تاریخ ډسمبر ۲۴ ۱۹۵۱ 
د وګړو شمېر
 -   estimate ۵,۸۵۳,۰۰۰1 (۱۰۵th)
نا خالص داخلي تولید (PPP)  اټکل
 -  ټولټال $۶۷.۲۴۴ میلیار ده (۶۷th)
 -  پر کس $۱۱,۶۳۰ (۵۸th)
بشري پرمختيا  ۰.۷۹۹ (medium) (۵۸th)
د وخت سيمه (UTC+۲)
 -  اوړی (DST) not observed (UTC+۲)
د انټرنټ مخکښ شپول .ly
پيل ګڼ ۲۱۸

ليبيا رسمي نوم يې د ليبيا دولت (دولة ليبيا) د شمالي افريقا په مغرب سيمه کې پروت هېوادی، چې شمال لور ته يې د مديترانې سمندر، ختيځ ته يې مصر، سويل ختيځ ته يې سوډان، سويل ته يې چاد، سويل لويديځ ته يې نيجر، لويديځ ته يې الجزاير، شمال لويديځ ته يې تونس پراته دي، له مالټا او ترکيې سره سمندري پوله لري. دا خپلواک هېواد له درې تاريخي سيمو جوړ شوی دی: طرابلس، فزان او برقة. د ۷۰۰۰۰۰ ميل مربع (یو اعشاريه اته ميليونه کيلو متره) سیمې په لرلو سره، ليبيا په افريقا کې څلورم ستر هېوا دی، له الجزاير وروسته په عربي نړۍ او عرب اتحاديې کې څلورم ستر هېواد او په نړۍ کې شپاړسم ستر هېواد دی. ليبيا په ټوله نړۍ کې په لسمه شمېره د تیلو ثابتې زېرمې لري. ددغه هېواد، ستر ښار او پلازمېنه طرابلس دی، دا ښار د ليبيا په لويديځ کې موقعيت لري، د ليبيا د اووه ميليونه خلکو له ډلې، له درې ميليونو نه زيات يې په دې ښار کې ژوند کوي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

په ليبيا کې بربريان د ژېړو له پړاو نه ژوند کوي، دوی د Iberomaurusian ا و Capsian د کلتورونو زوزات دی. په لرغوني پړاو کې فنیقيانو د ليبيا په لويديځ کې ښاري دولتونه او سوداګريز مرکزونه جوړ کړل، په داسې حال کې چې په ډېرو وروستيو وختونو کې عثمانيانو د ليبيا شمالي ساحلي ليکې په خپل واک کې لرلې. مخکې تر دې چې دا ټوله سيمه د عثماني طرابلس برخه شي، د ليبيا پر يو شمېر سيمو په بېلا بېلو وختونو کې د کارتاژنيانو، پارسيانو، مصريانو او مقدونيانو له خوا حکومت شوی. ليبيا د مسيحيت لومړی مرکز و. د لويديځې رومي سترواکۍ تر ړنګېدو وروسته، تر اوومې پېړۍ پورې، کله چې يرغلونو دې سيمې ته اسلام راوړ، ليبيا تر ډېره بريده د ونډاليانو له خوا نيول شوې وه.  په شپاړسمه پېړۍ کې هسپانوي سترواکۍ او سينټ جان طرابلس ونيو، تر دې چې په ۱۵۵۱ز کال کې عثماني واکمني پيل شوه. ليبيا د اتلسمې او نولسمې پېړۍ په بربري جګړو کې ښکېل هېواد و. په دې سيمه کې عثماني واکمنۍ تر هغه وخته دوام پيدا کړ، تر څو د ايټاليې او ترکانو جګړه پيل شوه، چې په پايله کې يې ايټاليې ليبيا ونيوله او دوه مستعمرې يې رامنځ ته کړې، ايټالوي طرابلس او ايټالوي سرنايکا (۱۹۱۱-۱۹۳۴ز)، وروسته همدا سيمې، بيا د متحدې ايټالوي ليبيا د مستعمرې په توګه راڅرګندې شوې (۱۹۳۴-۱۹۴۷ز).[۸]

د دويمې نړيوالې جګړې په اوږدو کې، ليبيا د شمالي افريقا په جګړو کې د جنګ ډګر و. له دې وروسته ايټالوي حضور کم شو. په ۱۹۵۱ز کال کې ليبيا د پاچهي نظام په توګه خپلواکي تر لاسه کړه. د معمرالقذافي په مشرۍ يو ائتلاف په ۱۹۶۹ز کال کې يوه سپينه کودتا تر سره کړه، پاچا ادريس لومړی يې له واکه لرې کړ او جمهوريت یې رامنځ ته کړ. ناقدينو قذافي ته د ديکتاتور په سترګه کتل، نوموړي په داسې حال کې چې د شاهي کورنۍ غړی نه و، بيا يې هم په نړيواله کچه تر ټولو زياته واکمني وکړه، د دوه څلوېښتو کلونو لپاره واکمن و. هغه په ۲۰۱۱ز کال کې د ليبيا د کورنۍ جګړې پر مهال له واکه وغورځول شو او ووژل شو او د ليبیا واک عمومي ملي کانګرس ته ولېږدول شو. په ۲۰۱۴ز کال کې، دوو سيالو مقاماتو، د ليبيا د واکمنۍ ادعا وکړه، هېواد يې بې ثباته کړ او دویمه کورنۍ جګړه رامنځ ته شوه، ليبيا د دوو دولتونو تر منځ ووېشل شوه، چې يو يې طبرق او بل يې په طرابلس کې مېشت دی، خو په ورته وخت کې ګڼې قومي او اسلامي ملېشې هم شته. په جګړه کې ښکېلو دوو اړخونو، د ۲۰۲۰ز کال د اکتوبر په دروېشتمه نېټه د دایمي جنګ بندۍ تړون لاسلیک کړ او یو ائتلافي حکومت واک په لاس کې واخيست.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

ليبيا د ملګرو ملتونو (له ۱۹۵۵ز) نه، د بې پری خوځښت، عربي اتحاديې، اسلامي همکاريو سازمان او اوپیک غړی دی. د دې هېواد رسمي دين اسلام دی، د ليبيا شپږ نوي اعشاريه شپږ ميليونه وګړي سني مسلمانان دي.

رېښه

د «ليبيا» نوم، په لومړي ځل د دويم رعمسيس په ډبرليک کې څرګند شوی، په هيروغلف ليک د «rbw» په بڼه ليکل شوی. دا نوم د ختيځې ليبيا د بربريانو، افريقايي خلکو او هغو قبيلو د يووالي عامې شوې پېژندګلو نه اخیستل شوی، چې د سيرنايکا «Cyrenaica» او مارماريکا «Marmarica» د اوبو لرونکو سيمو په شا اوخوا کې اوسېدلې. د ۴۰۰۰۰ نارينه وو يو پوځ او د قبايلو یو اتحاد چې «د ليبو ستر مشران» په نوم پېژندل کېده، مشري يې پاچا ميريايا کوله او په پنځم (له زېږد مخکې ۱۲۰۸) کې يې د ميرنيپت فرعون پر ضد جګړه وکړه. دې جګړې ته د هغه د پړاو په پنځم او شپږم کال کې، په لويديځه ډلټا کې په ستر کارنات ډبرليک کې اشاره شوې، په دې جګړه کې ميريايا ماتې خوړلې وه. د ستر کارنات ډبرليک تر مخې، دا پوځي ائتلاف له ميرشميش، لوکا او «سمندر د خلکو» نه جوړ شوی و، چې د ايکويش، ټيريش، شيکليش او شيرډن په نوم پېژندل کېدل.[۱۶]

په ستر کانارک ډبرليک ليکلي:

«...درېيم پړاو وايي: د ليبيا بدمرغه غورځېدلی مشر، ميريايا د ډيډ زوی، له خپلو قوماندانانو شيردن، شيکلين، ايکويش، لوکا، تريش په ملتيا د تهنو پر هېواد راپرېوت. د خپل هېواد هر غوره جنګيالی او هر غوره سړی يې له ځانه سره اخستي وو. هغه خپله مېرمن او بچيان هم راوړي وو؛ د مرکز مشران او هغه د پيري په ميدانونو کې لويديځې پولې ته ورسېده».

د ليبيا اوسنی نوم د « Libu» يا « Libúē» د نوم اوښتې بڼه ده (له يوناني نه چې په Libyē بڼه لېکل کېږي)، په عمومي توګه د سايرينيکا او مارماريکا سيمې خلک هم په کې رانغښتل کېږي. داسې برېښي چې د « Libu» يا « Libúē» نوم په کلاسيکه نړۍ کې د شمالي افريقا د سيمې د اصلي اوسېدونکو لپاره کارول کېده. په ۱۹۳۴ز کال کې يو ځل بيا دا نوم له لرغوني يوناني ټکي (Libúē) نه راژوندی او د ايټالوي ليبيا لپاره يې کارول پيل شول. موخه دا وه چې دا اصطلاح د عثماني طرابلس لپاره وکارول شي، هغه ساحلي سيمه چې نن ليبيا بلل کېږي او هغه مهال د عثماني سترواکۍ له خوا له ۱۵۵۱ نه تر ۱۹۱۱ز کال پورې اداره کېده او «ايالت طرابلس» يې باله، په ۱۹۰۳ز کال کې يو ځل بيا د ايټالوي جغرافيه پوه «فډريکو مينوتيلي» له لوري د ليبيا نوم کارول پيل شول. [۱۷][۱۸]

ليبيا په ۱۹۵۱ز کال کې«د ليبيا متحده پاچهي» په نوم خپلواکي تر لاسه کړه (المملکة الليبية المتحدة)، په ۱۹۶۳ز کال کې يې خپل نوم بدل او «د ليبيا سلطنت» باندې واړاوه (المملکة الليبية). په ۱۹۶۹ز کال کې د معمر القذافي له خوا د يوې عملي کودتا نه وروسته، د هېواد نوم يو ځل بيا بدل او «د ليبيا عربي جمهوريت» شو (عربي: الجمهورية العربية اللبية). له ۱۹۷۷ نه تر ۱۹۸۶ز کال پورې يې رسمي نوم «د ليبيا د خلکو سوسيال عرب جمهوريت» و (الجماهيرية العربية الليبية الشعبية الاشتراکية)، همدا نوم له ۱۹۸۶ نه تر ۲۰۱۱ز پورې په «د ليبيا د خلکو ستر سوسيال عرب جمهوريت» بدل شو (الجماهيرية العربية الليبية الشعبية الاشتراکية العظمی).[۱۹][۲۰]

په ۲۰۱۱ز کال کې ملي انتقالي شورا جوړه شوه، دا مهال دې هېواد ته یوازې د «ليبيا» نوم ورکول کېده. د ۲۰۱۱ز کال د سپتمبر په مياشت کې ملګرو متلونو د ۲۰۱۱ز کال د اګست مياشتې د درېيمې نېټې د ليبيا لنډ مهالی د اساسي قانون اعلاميې په استناد، د ليبيا د دايمي ماوريت د غوښتنې پر بنسټ دا هېواد يوازې د «ليبيا» په نوم په رسميت وپېژاند.  د ۲۰۱۱ز کال د نومبر په مياشت کې ISO 3166-1 بدلون وموند، تر څو د ليبيا د نوي نوم ښودنه وکړي. په انګليسي کې دا نوم په "Libye بڼه لېکل کېږي، خو په فرانسوي ژبه کې بيا په بدلون سره په "Labye بڼه لېکل کېږي.[۲۱][۲۲]

د ۲۰۱۷ز کال د دسمبر په مياشت کې د ملګرو ملتونو لپاره د ليبيا دايمي ماموريت، ملګري ملتونه خبر کړل چې د دې هېواد رسمي نوم به، له دې وروسته «د ليبيا هېواد» وي؛ ليبيا يې يوازې د رسمي لنډ نوم په توګه پاتې شو او دا هېواد اوس هم د الفبا په فهرست کې ترلام لاندې ليکل کېږي.[۲۳]

لرغونی تاریخ

لیبیا د ۷۴ کال ( ق.م.) څخه تر ۵ پیړۍ پورې د رومان د ولایتونو څخه یو ولایت وو. په ۷ پېړۍ کی لببیا د خلیفې لاس ته ورغله. په ۱۶ پېړی کی ترکی اردو پر لیبیا برید وکړه او د ۱۹۱۱ کال څخه تر ۱۹۴۳ کال بورې لیبیا د ایټالیا مستمره وه. په ۱۹۶۳ کال کی د پوځ تر انقلاب وروسته معمر القذافي د لیبیا ولسمشر شو. د ۱۹۶۹ کال څخه د لیبیا حکومت په آفریقا کی د قیام کوونکی ډلو ملاتړ وکړه. په ۱۹۷۰ کال کی لیبیا پر چاد برید وکړ او شمالی چاد د لیبیا د پوځ لخوا نیول شو. په ۱۹۸۶ کال کی د لیبیا پوځ د فرانسی پوځ لخوا ماته شوه او شمالی چاد خپلواک شو. ‎

رومي ليبيا

دسيپتيموس سيفيروس څلی

روميانو طرابلس په ۱۰۶ مخزېږدي کې ونيوله . په هغه پېر کې ېې نوم ټريپوليټانيا و . پطليمون دلرغوني يونان وروستنی واکمن و چا چې د سايرنايکه سيمه د يو رسمي تړون په لړ کې روم ته په ۷۴م مخزېږدي کې پرېښوده . نوموړې سيمه د روم يو ولایت په توگه کرېټا سره ونښته. په کال ۶۴م مخزېږدي کې ویل کېږي چې جوليوس سېزار پوځي غونډ ددغې سيمې دنده په غاړه درلوده، او روميانو ځکه وکولای شول چې د ليبيا ټول درې زونونه يوځای کړل . د روميانو د ولایت په توگه ليبيا په هغه پیر کې ډېره هوسا او بډايه وه . همدا رنگه په ۲مې او ۳مې مخزېږدي کې کله چې د لپټس مگنا ښار د کلونو ځلانده مهال يادېږي ، په همدې پیر کې لېبيا د سمسورتيا لوړو پولو ته رسېدلې وه.

ایداري وېش

تڼۍ

جغرافیه

اټاليايي کالوني او د دوهمه نړېواله جگړه

خپلواکي او د ليبيا باچايي

لېبيا د قذافي په ولکه کې

سياست

باندنۍ اړيکې

د لېبيا بېدياوې

  1. "Member States". United Nations. مؤرشف من الأصل في ۲۹ جون ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ فبروري ۲۰۲۱. On 22 December 2017, the Permanent Mission of Libya to the United Nations formally notified the United Nations that the government is changing the official name of Libya to ‘State of Libya.’ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Publications Office – Interinstitutional style guide – Annex A5 – List of countries, territories and currencies". Europa (web portal). مؤرشف من الأصل في ۰۵ اگسټ ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "The World Factbook". Cia.gov. مؤرشف من الأصل في ۰۹ جنوري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "The World Factbook – Central Intelligence Agency". cia.gov. مؤرشف من الأصل في ۰۹ جنوري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Demographic Yearbook (3) Pop., Rate of Pop. Increase, Surface Area & Density" (PDF). United Nations Statistics Division. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۴ نومبر ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ فبروري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "World proven crude oil reserves by country, 1980–2004". Opec.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ جولای ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ فبروري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Libya Demographics Profile 2014". Indexmundi.com. 30 June 2015. مؤرشف من الأصل في ۰۴ مارچ ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. J. Desanges, "The proto-Berbers", pp. 236–245, especially p. 237, in General History of Africa, vol. II: Ancient Civilizations of Africa (UNESCO 1990).
  9. (په 1 September 1969 باندې). 1969: Bloodless coup in Libya.
  10. "Libyan dictator Muammar al-Qaddafi is killed". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په 25 August 2014 باندې). Rival second Libyan assembly chooses own PM as chaos spreads. Reuters.
  12. Chris Stephen . Libyan parliament takes refuge in Greek car ferry.
  13. (په 7 August 2015 باندې). Peace talks between Libyan factions to take place in Geneva. Sun Herald.[مړه لينکونه]
  14. (په 6 August 2015 باندې). Libyan government offensive in Benghazi stalls as Islamists dig in. Reuters.
  15. "Libyan Civil War: Two warring factions sign 'permanent' ceasefire". The Daily Star. 24 October 2020. مؤرشف من الأصل في ۱۵ اپرېل ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Roberts, Peter (2006). HSC Ancient History. Pascal Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781741251784. مؤرشف من الأصل في ۳۱ مې ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Preservation of the Libyan culture". Tafsuit.com. 6 June 2011. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ مې ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ ډيسمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Bibliografia della Libia"; Bertarelli, p. 177.
  19. "Great Socialist People's Libyan Arab Jamahiriya: Libya". Geographical Names. مؤرشف من الأصل في ۱۸ جنوري ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ نومبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "الجماهيرية العربية الليبية الشعبية الاشتراكية: Libya". Geographical Names. مؤرشف من الأصل في ۲۴ جولای ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ فبروري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "ISO 3166-1 Newsletter VI-11: Name change for Libya" (PDF). International Organization for Standardization. 8 November 2011. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۷ جنوري ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ ډيسمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "United Nations interoffice memorandum dated 16 September 2011 from Desmond Parker, Chief of Protocol, to Shaaban M. Shaaban, Under-Secretary-General for General Assembly and Conference Management, attaching memorandum from Stadler Trengove, Senior Legal Officer". United Nations. 16 September 2011. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ جنوري ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ فبروري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. ""State of Libya" in UNTERM (United Nations terminology database)". United Nations. مؤرشف من الأصل في ۰۵ جنوري ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جنوري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)