تونس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
الجمهورية التونسية
al-Jumhūriyya at-Tūnisiyya
[République Tunisienne] Error: {{Lang}}: text has italic markup (help)
بيرغ نښان
د تونس
نخشه
موقعيت
حکومت
 -  ولسمشر موقف مارزوکی
 -  لومړی وزیر مهدی جمعه
جوړښت
 -  from Vichy فرانسه مارچ له فرانسی ۲۰, ۱۹۵۶ 
ارتوالی
 -  ټولټال ۱۶۳۶۱۰ کيلومتر2 (۹۲nd)
۶۳۱۷۰ sq mi 
 -  اوبه (%) ۵.۰
د وګړو شمېر
 -  جون ۱, ۲۰۰۹ estimate ۱۰,۴۳۲،۵۰۰[۱] (79th)
 -  ۲۰۰۴ census ۹,۹۱۰,۸۷۲[۱] 
نا خالص داخلي تولید (PPP) ۲۰۰۹ اټکل
 -  ټولټال $86.086 billion[۲] 
 -  پر کس $۸,۲۵۴[۳] 
GDP (nominal) ۲۰۰۹ اټکل
 -  ټولټال $۴۰.۱۶۸ میلیارده[۳] 
 -  پر کس $۳,۸۵۱[۲] 
Gini (۲۰۰۰) ۳۹.۸ (medium
بشري پرمختيا (۲۰۰۷) 0.769[۴] (medium) (۹۸th)
د وخت سيمه (UTC+۱)
 -  اوړی (DST) not observed (UTC+۱)
د موټر چلولو لوری right
د انټرنټ مخکښ شپول .tn
پيل ګڼ ۲۱۶

د تونس جمهوري هېواد د افریقا په شمالي کې پروت دی. دغه هېواد په شمالي افریقا کې د مغرب سیمې برخه ده، په لویدیځ او سویل لویدیځ کې یې الجیریا، په سویل ختیځ کې یې لیبیا ، شمال او ختیځ کې یې مدیترانې سمندرګۍ موقعیت لري، چې د ۱۱ میلیونه وګړو نفوس په لرلو سره ۱۶۳ زره ۶۱۰ کیلومتر مربع (۶۳ زره ۱۷۰ مایل مربع) مساحت لري. په دغه هېواد کې د اطلس غرونو ختیځ پای شاملېږي او شمال یې بیا د افریقا تر لویې صحرا رسېږي، چې پاتې نور ډېر قلمرونه یې کرنیزې ځمکې دي. په ۱۳۰۰ کیلومتره (۸۱۰ مایله) ساحلي کرښو کې یې د مدیترانې حوزې ختیځ او لویدیځ افریقايي پیوند شاملېږي. تونس د افریقا د تر ټولې لرې شمالي څوکې کپ انجلا کور دی؛ پلازمېنه یې تونس، د دغه هېواد تر ټولو لوی ښار دی، چې په شمالي ختیځو سواحلو کې موقعیت لري او د خپل هېواد (تونس) نوم یې خپل کړی دی.[۵]

د لرغوني پېر له لومړیو نه په تونس کې بربر بومي وګړي استوګن و. له میلاد نه په مخکنۍ دولسمه پېړۍ کې فینیقیان دغه سیمې ته راورسېدل او څو ښارګوټي یې آباد کړل، چې کارتاژ ښار یې له میلاد نه په مخکنۍ اوومه پېړۍ کې ډېر پیاوړی راڅرګند شو. کارتاژ چې یوه لویه سوداګریزه سترواکي او د روم جمهوریت نظامي سیال و، له میلاد نه ۱۴۶ کاله وړاندې د رومیانو له خوا ماته وخوړه او د راتلونکو ۸۰۰ کلونو لپاره تونس د روم تر نیواک لاندې راغی. هغوی هلته عیسویت دود کړ او د آمفي تیاتر الجیم (amphitheatre of El Jem) په څېر د معمارۍ آثار یې هلته پرېښودل. له ۶۴۷ ز کال راهیسې، له څو هڅو وروسته، مسلمانانو تر ۶۹۷ ز کال پورې ټول تونس ونیو او د هغه ځای سیمه ییزو خلکو ته یې اسلام او عربي کلتور وروړ. عثماني سترواکي په ۱۵۴۷ ز کال کې په دغه ځای کنترول ترلاسه کړ او تر هغه مهاله چې فرانسویانو په ۱۸۸۱ ز کال کې تونس ونیو، له ۳۰۰ نه د زیاتو کلونو لپاره یې دلته واکمني وکړه. تونس د حبیب بورقیبه تر مشرۍ لاندې خپلواکي ترلاسه کړه، هغه په ۱۹۵۷ ز کال کې د تونس جمهوریت رامنځته کړ. تونس په شمالي افریقا کې کوچنی هېواد دی، فرهنګ او هویت یې د پېړیو په ترڅ کې په مختلفو کلتورنو او قومیتونو کې رېښه لري.[۶][۷][۸][۹]

په ۲۰۱۱ ز کال کې د تونس انقلاب، چې د زین العابدین بن علي تر مشرۍ لاندې ۲۴ کلنې ولسمشرۍ دوره کې د دیموکراسۍ او آزادۍ له نشتوالي یې سرچینه اخیستې وه، د هغه رژیم یې چپه کړ او په ټوله سیمه کې یې پراخ عرب پسرلی وهڅاوه. آزادې څو ګوندي پارلماني ټاکنې ډېر ژر ترسره شوې؛ دغه هېواد د ۲۰۱۴ ز کال د اکتوبر په ۲۶ مه یوځل بیا پارلمان او د همدغه کال د نومبر په ۲۳ مه یې ولسمشر ته رایه ورکړه. تونس یو موټی په استازولۍ نیمه ریاستي دیموکراتیک جمهوریت پاتې شو، چې د شمالي افریقا یوازنی هېواد دی چې د آزدۍ کور بنسټ له خوا د «آزاد» هېواد په توګه طبقه بندي شوی او ایکونومېسټ انټېلجنس واحد د دیموکراسۍ د شاخص له مخې یوازنی عرب دیموکراتیک هېواد بللی. دغه هېواد په افریقا کې د انساني ودې د شاخص له مخې د لوړ ځای لرونکو محدودو هېوادونو نه یو دی، چې په ټوله لویه وچه کې لوړ سړي سر عاید لري .

تونس په ډېره ښه توګه له نړیوالې ټولنې سره یوځای شوی. دغه هېواد د ملګرو ملتونو سازمان، فرانکفوني سازمان (د فرانسوي ژب ویونکو هېوادونو نړیوال سازمان دی)، عربي ټولنې، اسلامي همکاریو سازمان، افریقايي اتحادیې، ناپېیلي غورځنګ، نړیوالې جنایي محکمې، ۷۷ ډلې او نورو غړیتوب لري. دغه هېواد له ګڼ شمېر اروپايي هېوادونو سره نږدې اقتصادي او سیاسي اړیکې لري، په ځانګړې توګه له فرانسې او ایټالیا سره چې له جغرافیايي پلوه سره نږدې دي. تونس له اروپايي اتحادیې سره د همکارۍ هوکړه لري او له  متحده ایالاتو سره د ناټو غړو هېوادونو له ډلې پرته د پیاوړي متحد ځای ته لاسرسی موندلی دی.[۱۰][۱۱][۱۲]

دولت او سیاستونه

تونس د یوې استازولۍ دیموکراسي ډول جمهوریت دی چې ولسمشر یې د دولت په سر کې ځای لري، لومړی وزیر د حکومت مشر دی، یو جرګه لرونکی پارلمان او د مدني حقونو قضايي سیستم لري. د تونس اساسي قانون، د ۲۰۱۴ ز کال د جنوري په ۲۶ مه تصویب شو چې د ښځو حقوق تضمینوي او زیاتوي چې: د ولسمشر دین «باید اسلام» وي. له عرب پسرلي وروسته، د ۲۰۱۴ ز کال په اکتوبر میاشت کې د نوي اساسي قانون له مخې لومړۍ ټاکنې ترسره شوې دي. تونس په شمالي افریقا کې یوازنۍ دیموکراسي ده.[۱۳][۱۴]

له انقلاب راهیسې په تونس کې د قانوني سیاسي ګوندونو شمېرد پام وړ پراختیا وکړه، چې اوس مهال له ۱۰۰ زیات قانوني ګوندونه په کې شته، چې په پخواني رژیم کې شته څو ګوندونه هم په کې شاملېږي. د بن علي د واکمنۍ پر مهال یوازې درې خپلواکو ګوندونو: PDP، FDTL او تجدید ګوند (Tajdid) د اپوزیسیون په توګه عمل کاوه. په داسې حال کې چې یو شمېر پخوانيو ګوندونو، په ښه توګه خپل ځایګی ثابت کړی او کولای شي، له خپل پخواني جوړښت کار واخلي، خو له ۱۰۰ نه زیات ګوندونه د ۲۰۱۲ ز کال تر فبروري میاشتې پورې ډېر کوچني وو.[۱۵]

له انقلاب وړاندې د پارلمان په دوو جرګو کې ښځو نږدې ۲۰ سلنه چوکۍ لرلې، چې په عربي نړۍ کې دا ډېره بې سارې وه. تونس د اروپایي اتحادیې د اروپايي ګاونډیتوب په پالیسي(European Neighbourhood Policy) کې شامل دی، چې موخه یې د اروپایي ټولنې او د هغو د ګاونډیو نږدې کول دي. له عرب پسرلي وروسته، د ۲۰۱۴ ز کال د نومبر په ۲۳ مه د تونس لومړنۍ ولسمشریزې ټاکنې ترسره شوې.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د تونس قضایي سیستم د فرانسوي مدني قانون تر سخت اغېز لاندې دی، په داسې حال کې چې د شخصي احوالو قانون یې د اسلامي قانون پر بنسټ دی. شرعي محکمې په ۱۹۵۶ ز کال کې لغوه شوې.[۲۰]

د شخصي احوالو کوډ چې په ۱۹۵۶ ز کال کې له خپلواکۍ وروسته ډېر ژر تصویب شو، د نورو چارو په خوا کې یې ښځو ته بشپړ حقوقي ځای ورکړ( اجازه یې ورکړه چې سوداګري وکړي، بانکي حساب ولري او په خپل واک د پاسپورت غوښتنه وکړي). د دغه کوډ له مخې څو ودونه او ښځې ته له طلاق ورکولو نه د مېړه د انکار حق غیر قانوني اعلان کړ. د ۱۹۹۳ ز کال په اصلاحاتو کې دغه مقررات هم شامل وو چې تونسي ښځو ته یې اجازه ورکوله، له یوه بهرني وګړي سره د واده کولو او په بهر کې د ژوند کولو پر مهال خپل تونسي تابعیت له ځان سره ولري. د شخصي احوالو یاد کوډ، د ټولو تونسي وګړو اړوند له هر ډول مذهبي تبعیض پرته یو ډول پلی کېږي. دغه کوډ په شمالي افریقا او مسلمانه نړۍ کې د مدني کوډونو په برخه کې تر ټولو پرمختللی کوډ ګڼل کېږي.[۲۱][۲۲][۲۳]

پوځ

په ۲۰۰۸ ز کال کې تونس ۲۷ زره تنه پوځي پرسونل درلود چې په ۸۴ لویو او ۴۸ سپکو ټانګونو سمبال و. سمندریز ځواک یې ۴۸۰۰ کسه پرسونل درلود چې د ګزمې ۲۵ بېړۍ او ۶ نورې پوځي بېړۍ یې اداره کولې. د تونس هوايي ځواک ۱۵۴ پوځي الوتکې او ۴ بې پیلوټه الوتکې لري. ملیشه ځواکونه یې له ۱۲۰۰۰ کسیز ملي ګارد نه جوړ دی. په ۲۰۰۶ ز کال کې، د دغه هېواد د ناخالصو ملي تولیداتو ۱.۶ سلنه یې په پوځي لګښت کې راتله. پوځ د ملي دفاع او داخلي امنیت مسئولیت پرغاړه لري. [۲۴][۲۵]

پوځ د تاریخ په اوږدو کې د بهرنیو ګواښونو پر وړاندې له هېواد نه د دفاع په برخه کې خپل حرفوي او غیر سیاسي رول لوبولي دی. د ۲۰۱۱ ز کال له جنوري راهیسې، پوځ د اجرائیه قوې په لارښوونه، د داخلي امنیت او انساني جرایمو پېښو ته دلاسرسي زیات شوی مسئولیت هم پرغاړه اخیستی دی.[۲۶]

اداري وېش

تونس په ۲۴ ولایتونو وېشل شوی، چې په وارسره په ۲۶۴ «معتمدیو» یا ولسوالیو او له هغو وروسته په ښارولیو او په نورو کوچنیو برخو (امداتونو) وېشل شوی دی.[۲۷][۲۸]

تاریخ

کلتور

جغرافیه

اقتصاد

سرچينې

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ "National Statistics Online". National Statistics Institute of Tunisia. July 2009. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جنوري ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) کينډۍ:Ar icon
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ "Tunisia". International Monetary Fund. د لاسرسي‌نېټه ۲۰۱۰-۰۴-۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |accessdate= (مساعدة)
  3. ۳٫۰ ۳٫۱
  4. "Human Development Report 2009. Human development index trends: Table G" (PDF). The United Nations. د لاسرسي‌نېټه ۲۰۰۹-۱۰-۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |accessdate= (مساعدة)
  5. "EMBASSY OF THE REPUBLIC OF TUNISIA". EMBASSY OF THE REPUBLIC OF TUNISIA (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۳۰ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. (په 25 June 2014 باندې). Tunisie : les législatives fixées au 26 octobre et la présidentielle au 23 novembre.
  7. (په 23 November 2014 باندې). Tunisia holds first post-revolution presidential poll. BBC News.
  8. "Tunisia | Country report | Freedom in the World | 2020". freedomhouse.org. 2020. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Democracy Index 2018". The Economist. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Tunisie – France-Diplomatie – Ministère des Affaires étrangères et du Développement international. Diplomatie.gouv.fr. Retrieved on 5 September 2015.
  11. کينډۍ:In lang Pourquoi l'Italie de Matteo Renzi se tourne vers la Tunisie avant l'Europe | JOL Journalism Online Press Archived 10 August 2018 at the Wayback Machine.. Jolpress.com (28 February 2014). Retrieved on 5 September 2015.
  12. Ghanmi, Monia (12 September 2014) "La Tunisie renforce ses relations avec l'Italie". Magharebia
  13. (په 26 October 2014 باندې). Tunisia holds first election under new constitution. BBC News.
  14. "EIU Democracy Index 2019". infographics.economist.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Tunisia (03/09/12)". US Department of State. 9 March 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) کينډۍ:PD-notice
  16. Inter-Parliamentary Union. "TUNISIA. Majlis Al-Nuwab (Chamber of Deputies)". Inter-Parliamentary Union. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جنوري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. (په 28 October 2011 باندې). 49 femmes élues à l'assemblée constituante : 24% des 217 sièges.
  18. (په 29 April 2014 باندې). Tunisie: Selma Znaidi, une femme de plus à l'Assemblée.
  19. (په 23 November 2014 باندې). Tunisia holds first post-revolution presidential poll.
  20. "Tunisia" (PDF). Reunite International. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۹ اپرېل ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ فبروري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "State Department page on Tunisia". State.gov. 19 March 2009. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مې ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Major Trends Affecting Families: A Background Document. United Nations Publications. 2003. د کتاب پاڼې 190. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-92-1-130252-3. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ فبروري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Tamanna, Nowrin (December 2008). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Personal status laws in Morocco and Tunisia: a comparative exploration of the possibilities for equality-enhancing reform in Bangladesh"]. Feminist Legal Studies 16 (3): 323–343. doi:10.1007/s10691-008-9099-9. 
  24. International Institute for Strategic Studies (February 2008). The Military Balance 2008. Taylor & Francis Group. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-85743-461-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Tunisia – Armed forces". Nationsencyclopedia.com. 18 January 2011. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جنوري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Tunisia (03/09/12)". US Department of State. 9 March 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) کينډۍ:PD-notice
  27. "Tunisia Governorates". Statoids.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مې ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Portail de l'industrie Tunisienne" (په فرانسیسی ژبه کي). Tunisieindustrie.nat.tn. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ جنوري ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جنوري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)