كپېړ
|
|
||||||
|---|---|---|---|---|---|---|
| Scientific classification | ||||||
|
||||||
|
|
كپېړ یا ( ناکه ) ، جمع كپېړان ، ښځه (كپېړه)، په پارسي كې ( تمساح ) ، ( Crocodylia, يا Loricata ) د اوبو له هغو شمزنو (فقاريه) ژويو څخه دى، چې د خاپوړنو ژويو په ډله كې شمېرل كيږي او په افریقا، امریکا، اوسترالیا کې په سیندونو کې ژوند کوی. تماسح په افریقا کې د نیل په سیند کې او په امریکا کې د میسیسیپی په سیند کې ژوند کوی. . كپېړ په يوناني ژبه كې د ( κροκόδειλος ) په نامه ياديږي ، چې د (( ځيږه چينجي )) يا (( شډل پوست لرونكي چينجي )) مانا لري . داسې ګڼل كيږي ، چې كپېړان يوسلوشل ميليونه كاله پخوا، په ميلوي پېر كې راپيدا شوي دي . په اوسنيو ژونديو موجوداتو كې د دوى نږدې خپلوان مرغان دي . اوسني ټول كپېړان د دوه ژونديو ژويو په ډله کې هم شمېرل کېږي. په بله وينا کپېړ د نيم وچې او نيم اوبو ژوند لرونكي داړونكی ژوی دی ، چې په اوبو كې ، اوبو ته نږدې او يا هم په هغو نورو ژويو بريدونه كوي ، چې د اوبو څښلو لپاره اوبو ته نږدې كيږي .
د کپېړ بدن
کپېړ يو خاپوړن دی چې ځواکمنه لکۍ لری. کوپړۍ يې لويه ده او هډوکي يې خالي دي. د کپېړ بدن د پوستکي سپر پوښولی کېږی.
د کپېړ زړه
د کپېړ زړه دوه دهلیزونه او دوه د زړه بطونه لری. د تمساح د وینو د جریان جهاز تړلی سیستم دی. د کپېړ د بدن حرارت دايمي دی. کپېړ د تيورو ځناورانو، کبانو او نورو خاپوړنو ژويو ښکار کوي.
د کپېړ جنس
کپېړ په دوو جنسونو تقسيم کېږی. د کپېړ ښځينه هر کال نژدې ۱۵ هګۍ اچوي. کپېړ تر پيدايښ وروسته په سيند کې لامبلای شي.
د کپېړ ډولونه
- کپېړ
- اليګاټور
- Gavialidae