كوچنى شاهزاده

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
كوچنى شاهزاده
(فرانسیسی: Le Petit Prince)[۱]  د (P1476) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
كوچنى شاهزاده
كوچنى شاهزاده

ليکوال ايکزوپېري
ژبه پښتو
هېواد روسیه، مسکو
د خپریدو نیټه ۶ اپرېل ۱۹۴۳[۲]  د (P577) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د خپريدو نيټه په پښتو ۱۳۸۱ لمريز/۲۰۰۲ زېږدي کال
المواقع
OCLC 22583605  د (P243) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

آرنومد_رسنۍ_ډولانځورگرد_پښتۍ_طراحد_انځور_پايڅوړوروسته_لهسکالوټولگهټول_مخونهمخکې_لهخپرندویژباړن

کوچنی شاهزاده د فرانسي ليکوال انتوان دي سينت اکسيوپيري (۱۹۰۰-۱۹۴۴) هنري اثر دی چې له روسي ژبې څخه پښتو ژبې ته ليکوال او ژباړن محمد طاهر کاڼي راژباړلی دی .

د کتاب د منځپانگې په اړه

دا له اره يوه هنري کیسه ده چې فلسفي جنبه لري . کتاب داسې ښکاري چې هم د لویانو او هم د کوچنيانو لپاره وي . دغه اثر ليکوال پر ۱۹۴۲ ز کال ليکلی او تر ننه د نړۍ په گڼ شمېر ژبو ژباړل شوی دی . په کتاب کې پخپله د لیکوال رسمونه او انځورونه کارول شوي دي . ژباړن هم د ليکوال همدغه رسمونه راکاپي کړي او د کتاب له پښتو چاپ سره یې يو ځای چاپ کړي دي . په کتاب کې يوه تېروتنه دا شوې چې د کتاب پر دوتنه پخپله د ليکوال نوم نه دی راغلی . دا اثر ټول ۱۲۴ مخه لري چې د پېنځو سوو ټوکو په شمېر پخپله د ژباړن له خوا پر ۱۳۸۱ لمريز (۲۰۰۲) زېږدي کال په مسکو کې چاپ شوی دی . د کتاب د چاپ لگښت په روسيه کې د افغان روښانفکري ملي دموکراتيک نهضت د انسجام کومېټې ورکړی دی . ددې اثر د کمپيوټر چارې افغان دوست ترسره کړې دي . کتاب «د هېواد ټولو هغو گلاليو ماشومانو ته چې د جگړې لامله یې د ټولو بې برخيو توپان ته غېږه ورکړې ده» ډالۍ شوی دی .

اخځ

  1. کوچنی شاهزاده.
  1. Prose “Le Petit Prince” - MusicBrainz — د نشر نېټه: ۶ جولای ۲۰۲۱
  2. https://www.antoinedesaintexupery.com/personne/le-petit-prince-1943-2/