فېروز خان

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

فېروز خان (هندي: फ़िरोज़ ख़ान، انګرېزي: Feroz Khan)، (سېپتمبر ۲۵، ۱۹۳۹ - اپرېل ۲۷، ۲۰۰۹)، د هند په فلمي صنعت کې يو هندی لوبګر، د فلمونو ډايرکټر، جوړونکی او سمونکی (ايډېټر) ؤ.

مخينه

فېروز خان د هند په بنګلور کې زېږېدلی ؤ، د هغه د پلار نوم صادق علي خان تنولي د افغانستان د غزني ولايت يو پښتون ؤ او مور يې فاطمه په اصل کې د ايران وه. فېروز خان درې وروڼه لري چې هر يو يې سنجی خان، سمير خان او اکبر خان نومېږي او يوه خور لري چې نوم يې دلشاد بېګم ده. کله چې فېروز خان خپل ښوونځی په بنګلور کې ولوسته، نو بيا مومبای ته ولاړ او لومړی ځل يې په ۱۹۶۰ کال کې د ديدي په نامه هندي فلم کې د دوهم اتل رول ولوباوه.

هغه د دوشنبې په ورځ د ۲۰۰۹ ز. کال د اپرېل د مياشتې په ۲۷ مه نېټه، د شپې په ۱:۳۰ بجو د سرطان د ناروغۍ له امله په بنګلور کې د ۶۹ کالونو په عمر په خپل کور کې ومړ[1]

د فلمونو پېښليک

داهم وګورئ

د هندي فلمونو د نارينه لوبګرانو لړليک

سرچينې

باندنۍ تړنې