طبيعت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
طبيعت

طبيعت هر هغه څه چې د موجوداتو په يوه نوعه (په تېره په انسان کې) مور زادي او غريزي وي، دلته طبيعت د هر هغه څه ضد واقع کېږي کوم چې په فردي يا ټولينزو تجربو کسب کېږي. په دې مانا طبيعت هغه حالت دی چې انسان په کې پيدا کېږي ، د تمدن ، تفکر او هرهغه څه ضد دی چې مصنوعي يا ارادي وي هغه پرنسيب چې د يوه موجود انکشاف ترې پيدا کېږي او يوه مشخصه نوعه ځنې جوړېږي.