سمیع الدین افغاني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سمیع الدین افـغاني (زوکړه ۱۳۳۳ لمريز لېږدي کال، د لغمان ولايت - مړینه د ۱۳۹۹ لمريز لېږدي کال د مرغومي ۲، جرمني) د ټول افغانستان يو پښتو ژبی ليکوال او شاعر دی.

مخينه[سمول]

سمیع الدین افـغاني د ارواښاد مولوی محمد سعید (سعید افغاني) زوی، د خدای بښلي مولوي عبدالمجید لمسی، پر ۱۳۳۳ ل ل کال د لغمان ولایت د عمرزیو د سيمې په خیراباد کلي کې زیږیدلی وو. لومړنۍ زده کړې یې د لغمان ولایت د حیدر خانیو په کليوالي ښوونځۍ، د مهترالمک لومړني ښوونځي او د پير روښان پـه ليسه کې سرته رسولې دي. پر ۱۳۵۹ ل ل کال د لوړو او مسلکي زده کړو د تر لاسه کولو لپاره بهر ته واستول شو او په ۱۳۶۴ ل ل کال په کورنیو چارو وزارت کې د ډگروالۍ تر پوړۍ (رتبې) رسیدلی دی.

خدای بښلی سمیع الدین افغاني لیکوال او د پرگنو شاعر دی چـې څلور شعري ټولگې یې (د وطن یادونه، پر دیس خیالونه، داغلي زړونه او نړیدلې جونگړې) په نومونو چاپ شوې دي. ډیـره برخه لیکنې او شعرونه یې د هېواد په مجلو او مهالنيو کې خپاره شـوي او همدارنگه گڼ شمېر شعرونه یې د هېواد د وتـلو شاعرانو او لیکوالو پـه پوهنغونډو (علمي سیمــینارونو) او مشاعــرو کې دکلمه او یـو شمېر نور یې د هېواد د خوږژبو سنـدرغاړو پـه غږونو کې کمـپوز شوی دي، لکه د وطن په یاد، بنجاره ماما، پـل دې بختور شـه، همت، افغان یـم، دا افغانستان دی، یـاره ستا پـه اننگو کې، میروم لغمان جان، د برکلي گودر او ډیر نور چې زمونږ د هېوادوالو د پاملرنې وړ گرځېدلي دي.

همدارنگه په سلگونو پاړکي شعرونه او په لسگونو څیړنیزې علمي، ټولنيزې، سیاسي مقالې او لیکنې یې د هېواد په رسنیو او انترنیټي ویب پانو کې چاپ او خپرې شوې دي.

له هېواده کډوال کېدل[سمول]

په هېواد کې د ډاکتر محمد نجيب الله د واکمنۍ تر راپرځېدا وروسته او د جهادي تنظيمونو واک و ځواک ته تر رسېدو وروسته په هېواد کې کورنۍ جگړه نوره هم تاوجنه شوه. سمیع الدین افـغاني د نورو گڼ شمېر افغانانو په څېر دې ته اړوت چې له هېواده ووځي او کډوال شي. نوموړی لومړی څه موده په روسیه کې اوسېده او بیا وروسته جرمني ته کډوال شو او د ژوند تر پايه هلته اوسېده.

مدني اکر او کورنۍ[سمول]

سمیع الدین افغــاني واده کړی وو او پېنځه اولاده ترې پاتې دي.

د شعر بېلگې يې[سمول]

مړينه[سمول]

سمیع الدين افغاني چې د المان په مونش گلادباخ کې ميشت وو، له څه مودې راهيسې ناروغ وو او د ۱۳۹۹ ل ل کال د مرغومی پر ۲ (د ۲۰۲۰ ز کال د ډيسمبر پر ۲۲) وفات شو او جنازه يې د ډسمبر پر ۲۳ په ياد ښار کې خاورو ته وسپارل شوه. اروا يې ښاده او جنت يې ځای شه.

چاپ شوي نښيرونه يې[سمول]

۱ - د وطن یادونه (لومړۍ شعري ټولگه).

۲ - زمونږ کلي او بانډې (نثر).

۳ - بازگشت (لنډ داستان).

۴ - پردیس خیالونه (دویمه شعري ټولگه).

۵ - شين خالۍ (ناول) چې د لنډو کيسو په ډول هم خپور شوی دی.

۶ - داغلي زړونه (درېيمه شعري ټولگه).

۷ - نړېدلې جونگړې (څلورمه شعري ټولگه).

۸ - غوره شعرونه او نظمونه (د شعرونو دیوان).

اخځليک[سمول]

۱- په فېسبوک کې پخپله د سميع الدين افغاني له پاڼې څخه.

۲- https://www.nunn.asia/178744/%D9%84%D9%8A%DA%A9%D9%88%D8%A7%D9%84-%D8%A7%D9%88-%D8%B4%D8%A7%D8%B9%D8%B1-%D8%B3%D9%85%D9%8A%D8%B9-%D8%A7%D9%84%D8%AF%D9%8A%D9%86-%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D9%8A-%D9%88%D9%81%D8%A7%D8%AA-%D8%B4/

۳-