د ملګرو ملتونو امنيت شورا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د ملګرو ملتونو امنيت شورا
ملګرو ملتونو امنيت شوار
په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا خونه چې د ناروې خونې په نوم هم یادیږي.
جوړښت1946
ډولمرکزي دفتر
قانوني بڼه
فعاله
مرکزنيويارک
مشر
د غړو له خوا ټاکل کیږي
وېبپانهhttp://un.org/sc/

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ( انګريزي:United Nations Security Council لنډيز (UNSC)) د ملګرو ملتونو تر ادارې لاندې دوهم لوی سازمان دی چې په نړۍ کې د سولې او امنیت مسولیت په غاړه لري. دا 15 غړي هېوادونه لري چې 5 یې دایمي غړي دي. دا دايمي غړي د لغوه کولو حق لري، په دې مانا چې د امنيت په شورا کې د هرې موضوع د حل لپاره، د ساده اکثريت په لرلو سره، دا ضروري ده چې ‎ پنځه دايمي غړي په دې موافقه وکړي، که نه نو رايه نه شي ورکولاى. پر د دې واکونه د ملګرو ملتونو په منشور کې تعریف شوي او د امنیت شورا پرېکړه لیکونو له لارې کارول کیږي. واکونه د سوله ساتو عملیاتو، د نړیوالو بندیزونو د لګولو او د پوځي اقدام د اختیار لپاره کارول کیږي.

دایمي غړي[سمول]

هېواد اوسنی استازی اوسنی استازی هېواد د هېواد پخوانی استازی
چینچين لي باوډونګ [۱] کينډۍ:بېرغ نښهچین (۱۹۷۱ – تراوسه) کينډۍ:بېرغ نښه تائیوان (۱۹۴۶-۱۹۷۱)
فرانسفرانسه ګرارډ اراوډ [۲] کينډۍ:بېرغ نښهفرانسه(۱۹۴۶-تراوسه)
روسيهروسيه ویتالي چرکین [۲] شوروي اتحاد(۱۹۹۲-تراوسه)  شوروي اتحاد (۱۹۴۶-۱۹۹۱)
بريتانيهبرېتانيا سر مارک لایل ګرانټ [۲] کينډۍ:بېرغ نښهبرېتانيا(۱۹۴۶-تراوسه)
د امريکا متحده ايالاتد امريکا متحده ايالات سوسن رایس [۲] کينډۍ:بېرغ نښهد امريکا متحده ايالات(۱۹۴۶-تراوسه)

غیر دایمي غړي[سمول]

په نورو غیر دایمي غړو کې 3 غړي له افریقا، 2 غړي له لاتینې امریکا، 2 غړي له غربي اروپا ، 1 غړي له ختیځې اروپا ، 2 غړي له اسیا څخه دي. نن ورځ، بورکینا فاسو، کوسټاریکا، کروشیا، لیبیا، ویتنام، اتریش، جاپان، مکسیکو، ترکیه او یوګانډا غیر دایمي غړي دي.

1-جنوري 2011 دسمبر 31-2012
هېواد سيمه ييز يووالی خپلواک استازی
کينډۍ:بېرغ نښهکولمبيا لاتينه امريکا او کارابين نيسټر اوسوريو لنډونو
کينډۍ:بېرغ نښهجرمني لوېديځه اروپا او نور پيټر وټګ
کينډۍ:بېرغ نښههند اسيا هرديپ سينګ پوري
کينډۍ:بېرغ نښهپرتګال اسيا جوز فيلپ مورايس کابرال
کينډۍ:بېرغ نښهسوېلي افريقا افريقا باسو سنکو
1-جنوري 2012 دسمبر 31-2013
کينډۍ:بېرغ نښهآذربايجان
ختيځه اروپا اګشين مهدي ايو
ګواتيمالا لاتينه امريکا او کارابين ګرټ روزنتهال
مراکشمراکش افريقا او عرب ليګ محمد لاولچکي
پاکستانپاکستان اسيا عبدالله حسين هارون
کينډۍ:بېرغ نښهټوگو
افريقا کوجومينن

د دایمي غړیتوب لپاره نوماند هېوادونه[سمول]

جاپان، جرمني او برازیل د دغه سازمان د دایمي غړیتوب لپاره نوماندان دي.

انتقاد[سمول]

د لغوه کولو حق د ادارې وقار په جدي توګه زیانمن کړی او د لویو قدرتونو د وسیلې په توګه بدل شوی چې روسیه 123 ځله، امریکا 82 ځله، بریتانیا 32 ځله، فرانسې 18 ځله او چین لږ څه مسؤلیت لري، دا حق یوازې 6 ځله کارول شوی. په داسې حال کې چې ‎ کوي روسیې او امریکا په وار وار له دغه حق څخه په غیر مسوولانه ډول استفاده کړې ده. د دوی د بې مسؤلیتۍ پایله دا ده چې د کشمیر او فلسطین مسله تر نن ورځې پورې حل شوې نه ده. د دریمې نړۍ په ځانګړې توګه د اسلامي نړۍ ‎ دایمي استازیتوب نشته.

نور وګوره[سمول]

  • G4
  • د قهوه کلب

سرچينې[سمول]

بهرنۍ اړیکې[سمول]