افريقا
 |
| سيمه |
۳۰٬۲۲۱٬۵۳۲ کيلو متر مربع |
| د وګړو شمير |
۱٬۰۲۲٬۲۳۴٬۰۰۰ |
| د وګړو ګڼه ګوڼه |
۳۰،۵۱ کسه په هر کيلو متر مربع کې |
| هېوادونه |
۵۴ هېوادونه |
| ژبې |
د ژبو ژبو لړليک |
| ستر ښارونه |
د ښارونو لړليک |
افریقا له آسیا راوروسته د نړې دویمه ستره پراخه او دویمه ګڼ وګړیزه لویه وچه ده. چې پراخوالی یې ۳۰٬۲۲۱٬۵۳۲ کیلو متر مربع ده او د ځمکې د ټولې وچې ۲۰٫۳ سلنه جوړوي. د دې لویې وچې اوږدوالی ۸۰۰۰ کیلو متره له شمال څخه سویل لور ته دی او د ۷۴۰۰ کیلومتره له ختیځ څخه د لویدیځ لور ته دی. د ۲۰۰۵م کال د سر شمېرنې له مخې په دې لویه وچه کې د وکړو شمېر یو ملیارده کسانو ته رسیږي چې په ۶۱ هیوادونو او سیمو کې ترسره شوې،