د سپاه پاسداران انقلاب اسلامی ځواک
| د سپاه پاسداران انقلاب ځواک سپاه پاسداران انقلاب اسلامی سپاه |
|
|---|---|
| نښان | [1] |
| هېواد | |
| د ځواک جوړول | ۱۹۷۹ |
| وسله والان | ۱۲۵،۰۰۰ عسکران |
| شعار | واعدوا لهم ما استطعتم من قوه |
| ژباړه | په ډېر قوت سره یی تهدید کړي |
| قوماندان | محمد علی جعفری |
| خاص ځواک | د قدس ځواک |
| د نیمه پوځی ځواک | بسیج |
| جګړې | |
| تاریخ / نیټه | جګړه |
| ۱۹۸۰-۱۹۸۸ | دفاع مقدس |
| ۲۰۰۱ | د هرات جګړه |
| ۲۰۰۶ | د لبنان جګړه |
د سپاه پاسداران انقلاب اسلامی ځواک (په پارسی کې : سپاه پاسداران انقلاب اسلامی ) د ایران د ځواکونو څخه دی چی په ۱۹۷۹ کال کی تر اسلامی انقلاب وروسته د امام خمینی په امر جوړ شو. د سپاه پاسداران انقلاب اسلامی ځواک تقریباً ۱۲۵،۰۰۰ عسکران لری او په هوایی، بحری، ځمکنی او د قدس ځواکونو تقسیمېږي. دغه وسله وال ځواک د بسیج نیمه پوځی ځواک هم رهبری کوی. د سپاه پاسداران انقلاب اسلامی ځواک د ایران د داخلی امنیت مسئولیت په غاړه لری او د ایران راکتی وسله وال سستم کنترول هم په خپل لاس کې لری. د خپلو تبلیغاتو په چو کان کی بیلو بیل نشرات کاروی. د ۲۰۰۷ کال څخه د ځواک قوماندان جنرال محمد علي جعفري دی.
تاریخ [سمول]
د سپاه پاسداران انقلاب اسلامی ځواک د خپل پیدایښت په وخت کی ۱۰،۰۰۰ عسکران لرل. په ۱۹۸۰ کال کی کله چی د خلیج جګړه پېل شوه نو د سپاه عسکرانو هم د عراق ځواکونو په خلاف جګړه کوله. د خلیخ تر جګړې وروسته د سپاه ځواک په ملی ځواک تبدیل شو.