جنرال عبدالرازق

دا غوره لیکنه ده۔ لطفا د نورو معلوماتو لپاره دلته کلیک کړئ۔
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له جنرال عبدالرازق اڅکزی نه مخ گرځېدلی)
جنرال عبدالرازق اڅکزی
د خپلواکۍ اتل
ښاغلی رازق فارغه سوو پولیسو ته د خبرو کولو په وخت کی
ښاغلی رازق فارغه سوو پولیسو ته د خبرو کولو په وخت کی
ښاغلی رازق فارغه سوو پولیسو ته د خبرو کولو په وخت کی

د کندهار ولايت امنيه قوماندان
د واکمنۍ دوران
۲۹ مې ۲۰۱۱ – ۱۸ اکتوبر ۲۰۱۸ 
ولسمشر حامد کرزی او اشرف غني
خان محمد مجاهد
جنرال تادين خان
د سويلي حوزې اپراتيفي مشر
د واکمنۍ دوران
٢٠١٣ – ١٨ اکتوبر ۲۰۱۸ 
ولسمشر حامد کرزی
ملا حسن رحماني
 
د بشپړې سرحدي لوا قومندان
د واکمنۍ دوران
٢٠٠۶ – ۲۹ مې ۲۰۱۱
ولسمشر حامد کرزی
د سرحدي ځواکونو قومندان (س)
د واکمنۍ دوران
۲۰۰۴ – ٢٠٠۶
ولسمشر حامد کرزی
د يوې پوستې قومندان (س)
د واکمنۍ دوران
٢٠٠٣ (شاوخوا) – ٢٠٠۶
ولسمشر حامد کرزی
د شخص معلومات
پيدايښت ١٩٧٩
منصور غونډۍ کلۍ، ډنډ ولسوالۍ، کندهار[۱]
مړینه ١٨ اکتوبر، ٢٠١٨ (په ٣٩ کلنۍ کي)
کندهار ولایت

د کندهار ولایت ماڼۍ برید

د مړینې لامل د مرمۍ زخم
قاتل طالبان  د (P157) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هديره خرقه شريفه
تابعیت  افغانستان
لقب رازق خان
د زړه ور جنرال لقب (د ولسي جرګه لخوا)
اولاد ١٣
عملي ژوند
کار/مسلک پوځي افسر
سياستوال
امنيه قومندان  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) پښتو  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
وفاداري  افغانستان
برخه افغان سرحدي ځواکونه  د (P241) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مقام د کندهار امنیه قومندان
جګړه/جګړې د لقمان کلی جګړه
جايزې
  • د ولسي جرګې لخوا د سرو زرو مډال
  •  د ولسي جرګې ملي نښان [۲]
ويبپاڼه
ويبپاڼه د کندهار پولیسو ويبپاڼه

ستر پاسوال عبدالرازق اڅکزی (اصل نوم: عبدالرازق) په کندهار کې په حاجي رئیس هم پېژندل کېده، او د عامو خلکو ترمنځ تر ډېره په جنرال رازق مشهوره وو. هغه په ۱۹۷۹ يا ۱۳۵۸ لمريز کال کې د کندهار ولايت په ډنډ ولسوالۍ کې په يوه غريبه کورنۍ کې دنيا ته سترګې پرانېستې.[۳][۴] [۵][۶]

ښاغلی رازق د کندهار ولایت امنیه قومندان او د خپل وخت دفاکتو مشر وو. او د کندهار سره سره د افغانستان د يو تر ټولو زړورو قومندانانو څخه هم وو. داسې ويل کيده، چې د هېواد په سويل او په ځانګړې ډول په کندهار ولايت کې طالبانو او د پښتنو د نورزي ټبر د ډېرو مشرانو سره د رازق شخصي دښمني وه، او ده هغوی او هغوی دده د لمنځه وړلو کوښښ کاوه. که څه هم طالبانو په څو بريدونو کې جنرال رازق په نښه کړ، خو دی ترې روغ ووت. خو په ١٨ اکتوبر ٢٠١٨ کي دده د ژوند آخري لحظې راورسېدې، او طالبانو دئ د ډير پيچلې پلان د تر جوړېدو وروسته د ابودجانه نورزی نامه طالب لخوا ووژل سو.

مخکينی ژوند[سمول]

د کندهار امنیه قومندان ستر جنرال عبدالرازق د غورک ولسوالۍ په يوه کلي کي د کلي د مشرانو سره، د طالبانو د پرشا کولو وروسته

کله چې طالبان په هېواد مسلط سول، نو د خپل حاکميت په لومړيو وختونو کې يې، د نوموړي پلار او تره ووژل.[سرچينه پکارده] جنرال عبدالرازق په ۲۰۰۱ زېږديز کال د اڅکزيو د قوم له هغې ډلې سره يوځای سو، چې د طالبانو او نورزی مجاھدینو پر وړاندې يې جګړه او مقاومت کولو، د يادې ډلې مشري ګل اغا شيرزي او فدا محمد په نوم قومندان پر غاړه درلوده. او بيا چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له منځه ولاړ او پرځای د حامد کرزي په مشرۍ لنډمهاله اداره منځ ته راغله، نو رازق هم سياسي او پوځي ډګر ته راغلو، په ځانګړې ډول جنرال رازق له ۲۰۰۲ زېږدي کال څخه بيا تر ١٨ اکتوبر ٢٠١٨ پورې د پوليسو په امنيتې ارګانونو کې دنده پرمخ وړل، او د کندهار د امنيه قوماندان په توګه يې دنده ترسره کول. لوی پاسوال عبدالرازق په لومړيو کې د کندهار ولايت د سرحدي پوليسو د قومندان په توګه دنده درلوده، چې د پاکستان سره پر پوله ځای پر ځای وو. په کندهار ولايت کې د نېږدې نورو پرتو ولايتونو په پرتله امنيتي وضعيت څو برابره ښه وو، د کندهاريانو په وينا په داسې حال کې چې د طالبانو په واکمنۍ کې کندهار د طالبانو مرکز وو، خو بيا هم په ياد ولايت کې د طالبانو شمېر کم و. همدا ډول ځينې نړيوالې ادارې د جنرال رازق په اړه وايي، چې نوموړی د مخدره موادو او اپینو په قاچاق کې لاس درلود. د طالبانو پر وړاندې د جنرال رازق سخت درېځ د يو شمېر افغانانو په زړونو کې نوموړي ته مينه پيدا کړي وه، او يو شمېر يې بيا سخت مخالفت کاوه. د ياد درېځ پر اساس جنرال رازق پرته د نورو سياسي او پوځي لوړپوړو پښتنو چارواکو په پرتله د پخوانۍ شمالي ټلوالې له مشرانو سره هم ښې اړيکې لرلې. د جنرال رازق په اړه ويل کيږي، چې پخواني ولسمشر حامد کرزي ته له نېږدې او باور لرونکو کسانو له ډلې څخه وو.

واک ته رسيدنه[سمول]

جنرال عبدالرازق به د کندهار دسپين بولدک په شاوخوا سيمو کې پر نورو پوستو به ګرځيدی، او د سيمي د ټولو قومندانانو سره به يې ټينګه رابطه نيول. ده به د سپين بولدک د هر يوه قومندان سره د هغه په نوو پريکړو او بدلونونو کې غونډه اخيسته. او د سپين بولدک د خپل قوم د شاوخوا ٧٠٠ سيمييزو وسلوالو مشر وو.

جنرال رازق په هېواد کې له پېژندل سویو څېرو څخه و او د پاکستان پر وړاندې یې سخت دریځ درلود. نوموړی د خپل جګړه ییز مهارت، شخصي او قومي اړیکو پر مټ د سیمې له مشهورو شخصیتونو څخه و او د وژل کېدو تر مهاله د کندهار د امنیه قوماندان پر څوکۍ پاتې سو. جنرال عبدالرازق په ۲۰۰۸ ز کال کې لومړی ځل د بهرنیو ځواکونو له ملاتړ پرته د کندهار په محله جات کې د افغان ځواکونو خپلواک عملیات ترسره کړل.

    • جنرال عبدالرازق اڅکزی د امریکا له یرغل سره یو ځای کندهار ته راغلی، او وروسته په سپین بولدک کې د یوې پوستې قومندان وټاکل سو، او په ۲۰۰۴ز کال کې په یاده ولسوالي کې د سرحدي ځواکونو قومندان سو.
    • په ۲۰۰۶ز کال اسدالله خالد په کندهار کې والي سو، له دې سره د جنرال رازق نوم هم ډېر مشهوره سو، او بشپړه سرحدي لوا ور وسپارل سوه.
    • جنرال عبدالرازق اڅکزي هغه وخت د کندهار امنیه قومندانۍ ته لاره پيدا کړه، چې د کندهار پخوانی امنیه قومندان خان محمد مجاهد ووژل سو، او په ۲۰۱۱ز کال دی د ښاغلي حامد کرزي لخوا د هغه پر ځای وګمارل سو.
  • د سويلي حوزې د اپراتيفي مشرۍ ترلاسه کول:

ښاغلی ستر پاسوال عبدالرازق اڅګزی که څه هم د کندهار ولايت امنيه قومندان وو، خو د کندهار  تر څنګ يې د سويلي افغانستان (په خاصه توګه: زابل، اروزګان او هلمند) امنيت هم ساته. هغه په لسګونو وارې لښکرګاه او قلات د سقوط څخه ژغورلي وو. همدا وجه وه چې دئ د سویلي حوزې (سويلي افغانستان)  اپراتيفي مشر هم ټاکل سوی وو، مطلب جنرال عبدالرازق د کندهار ترڅنګ د هلمند، غزني، زابل، اروزګان او فراه ولايت د امنيت لپاره هم کار کاوه، او د دې توان يې درلود چي د سيمي عسکرو ته امر ورکړي. حتا په کندهار کې يې خپل شخصي زندان هم درلوده.

ملګري او مخالفان[سمول]

ملګري[سمول]

حامد کرزی[سمول]

دا چې ښاغلی جنرال عبدالرازق عبدالرازق اڅکزی داسې لوی واکمن سو، په دې کې د ښاغلي کرزي ډېر لوی لاس وو. لومړی خو خلګ وايي د کرزي په غوښتنه ښاغلي رازق امنيه قومندان سو، خو په هر صورت دا خو معلومداره ده چې د کرزي د حکومت آخرین وختونه وه، نو هغه باید خپله سيمه خو په امن کړې واي

له اتلنتیک مجلې سره د پخواني ولسمشر حامد کرزي د مرکې ژباړه؛ د جنرال عبدالرازق اړوند برخه:

مجیب مشعل د اتلنتیک مجلې خبریال:

یو بل څه چې ستاسو د سولې پالنې له ځانګړتیا سره اړخ نه لګوي هغه په افغانستان کې له مشخصو کسانو څخه ستاسو ملاتړ دی، لکه جنرال عبدالرازق چې قطعاً د سوله پالو په قطار کې هم نه راځي. جنرال عبدالرازق داسې یو کس دی چې د طالب جنګیالیو پر وژنې ویاړي.

جمهور رئیس کرزی:

خو، جنرال عبدالرازق د کندهار ولایت د امنیې قومندان دی.

پوښتنه:

هغه د کندهار د امنیې قومندان دی، خو د یو سوله پاله جمهور رئیس په ملاتړ، واک ته رسېدلی دی.

جمهور رئیس کرزی:

جنرال عبدالرازق د کندهار امنیې قومندان دی او د کورنیو چارو وزارت لخوا په دې دنده ګمارل سوی دی. هغه خپله دنده ترسره کوي. دا خبره ستاسو له لومړۍ خبرې سره اړخ نه لګوي چې ويل مو افغان سرتېري د خپل هېواد د دفاع پخاطر د تروریزم پرخلاف په جګړه کې خپله وینه تویوي. جنرال عبدالرازق یو فعاله امنیه قومندان دی او د ده په شتون کې، کندهار خورا زیات امن سوی.

آیا مونږ څه غواړو؟ سوله یا که د بې ثباتۍ او جګړې دوام؟ که نوموړي قومندان خپله دنده په ښه توګه ترسره کړي وي، نو زه یې ستایم. د طالبانو پرضد د جګړې په نوم د جګړې دوام نه ستایم او ما ته دا جګړه رښتینې نه بلکې توطئه ښکاري، داسې یوه توطئه چې پکې هم طالبان او هم امنیتي ځواکونه د افغانانو په توګه مري او زه غواړم دغې توطئې ته د پای ټکی کېږدم.

— پخوانی ولسمشر حامد کرزی[۷]

احمد ولي کرزی[سمول]

جنرال رازق د حامد کرزي د ورور احمد ولي کرزي نژدې کس بلل کېده هغه په ۲۰۱۱م کال کې په خپل کور کې د خپل ساتونکي له لوري ووژل سو. په همدغه کال رازق د کندهار د امینې قومندان وټاکل سو.

عطاجان حق بیان[سمول]

د کندهار تر سنګه په زابل ولایت کې د جنرال عبدالرازق تر ټولو لوی مرستيال او تکړه ملګری وو، ښاغلی جنرال عبدالرازق چي به هر وخت زابل ولایت ته تلی نو د عطاجان حق بیان او جنرال رازق تر منځ به ليدنه خامخا کيدل، او شپه به يې هم د عطاجان حق بیان په کور او سيمې کې تيروله.

حاجی جانان ماما[سمول]

د امنیه قومندان جنرال رازق له نژدې کسانو او قوي ملاتړو څخه و. قومندان جانان له جنرال رازق سره د کندهار په امن کولو کې مهم رول لوبولی وو.

مخالفان[سمول]

اشرف غني[سمول]

په ٢٠١۴م کال کې هشمت خليل کرزي د ټاکنو د مخکښ نوماند ډاکتر اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړ او د هغه لپاره يې د ټول جنوب لویدیځ زون په کچه کمپاین وچلاوه او زیاتې رایې یې ورته را ټولې کړې وې. کله چې اشرف غني ټاکنې وګټلې نو په کندهار ښار کې داسې ګنګوسې خپرې سوې، چې ګواکې د ډاکتر اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله د پلویانو تر منځ به د اخ و ډب پېښې را منځته سي.

خو جنرال رازق د یو لړ اخطاري او له ګواښه ډکو څرګندونو پر مهال د دواړو نوماندانو پلویانو ته په مستقیمو اشارو سره په ډاګه کړه، چې کندهار نور د ټیکه دارانو او داړه مارانو له منګولو وتلی او هېڅوک یې پر سر سیاسي معاملې، سودابازۍ او ټیکې نسي کولای.

له دې څرګندونو څخه وروسته د جنرال عبدالرازق اڅکزي او اشرف غني تر منځ اړيکې ډيرې خرابي سوې، او اشرف غني ډېر ځله جنرال عبدالرازق د دندې څخه د ليرې کولو کوښښ وکړ خو سياسي واک يې کم وو، هغه د واکمنۍ تر اخيري ورځې پورې په دنده بوخت وو. ځينې خلک وايي چې د جنرال عبدالرازق اڅکزي د وژنې کار د طالبانو نه بلکې د اشرف غني دی.

سياسي ژوند[سمول]

جنرال رازق د افغانستان د کندهار ولايت په ښوراوک ولسوالۍ کې د کندهار پاکونې په نامه عملیاتو کي د امريکايانو سره يو ځای

د ملګروملتو د شکنجې ضد کمېټې جنرال رازق د شخصي محبسونو پر لرلو او د بندیانو په ربړولو تورن کړی وو.

د هېواد هرې محکمې ته د هر تور د سپناوي لپاره حاضر یم، خو د نړیوالو د بې ځایه تورونو هیڅ پروا نه لرم، خپلې وظیفې او خدمت ته ادامه ورکوم، دغه راپور جوړونکي د پاکستان د استخباراتو کارکوونکي دي
— جنرال عبدالرازق اڅکزی

دې کمېټې دا هم ویلي وو چې رازق خپل یو شمېر مخالفان په بې رحمۍ وژلي وه.[۸][د سمو سرچينو د ښودلو اړتيا]

همايون عزيزي، اشرف غني او جنرال رازق په خلکه شريفه کي. د همايون عزيزي او جنرال رازق هم د يو بل سره جوړه نه وه

په ٢٠١۶م کال کې د جنرال رازق او کندهار پخوانی والي ډاکتر همایون عزیزی ترمنځ اختلافات اوج ته ورسېدل، د ښاغلي رازق او عزیزی تر منځ اختلاف د سپین بولدک پر ګمرکي عوایدو رامنځته سو، د نني اسيا ټکي خبرپاڼې په وينا چي د ګمرګ عواید د جنرال رازق د پلویانو جیبونو ته ځي او ددوي په وينا د کندهار والي غوښتل چې عوايد حکومتي خزانې ته یې ورکړي.[۹][د سمو سرچينو د ښودلو اړتيا]

جنرال رازق او د افغانستان شمال[سمول]

د رازق په تړاو په لومړیو وختونو کې د هېواد په شمال کې چندان ښه نظر موجود نه و، خو له یو څه مودې وروسته بیا جنرال رازق یو څه خپل دریځ بدل کړ چې د وخت په تېرېدو یې په ۲۰۱۸ ز کال کې د حکومت او عطا محمد نور تر منځ په اړ او دوړ کې د عطا محمد نور پلوي وکړه.

نوموړي د عطامحمد نور  تر څرګندونو وروسته چې ویل یې حکومت یې له بلخ ولایت نه د لرې کولو وړتیا نه لري او له یاد ولایت نه د نوموړي د تګ فیصله به جمیعت ګوند کوي

  • وویل: «حکومت د یوې هوکړې له مخې رامنځته سوی او د دې وړتیا نه لري چې څوک له دندې لرې او یا یې وګماري.»[۱۰]

د ٢٠١٨ کال په انتخاباتي چارو کې لاسوهنه[سمول]

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رئیس ګلا جان بدیع صیاد، د چهارشنبې په ورځ (جون ١٣، ٢٠١٨) د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ته د نوماندانو د بهیر د پای ته رسیدو د اعلانولو پر وخت یو شمیر والیان او د امنیه قوماندانان په انتخاباتو کې په مشخصه توګه د جنرال رازق نوم یاد کړي وو او ویلې وو چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د افغانستان د حکومت سره پدې اړوند خپله اندیښنه شریکه کړې وه. خو جنرال رازق ادعا کړې وه چې د کندهار په ولایت کې د ۱۳۰ یا ۱۴۰ تنو پورې نوماندان وو چې د امنیه قوماندانۍ ورته استعلامونه ورکړي وو چې سوابق یې وڅیړل دي چې کومخ جرمي سابقه ونلري. جنرال رازق د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مستق والی تر پوښتنې لاندې راوړي وو او ادعا یې کړې وه چې ددې ولایت په اوه ولسوالیو کې نوم لیکنه نده سوې او نه انتخاباتي مواد انتقال سوي او نه هم تذکرې توزیع سوي.

جنرال رازق او مخالفان يې[سمول]

جنرال عبدالرازق اڅکزي؛ هر ډول مخالفین لرل. د هغه مخاليفين په هره برخه لکه; ناټو، افغان دولت، کندهاريانو، طالبانو، داعش، سياسي ګوندونو، پاکستاني پوځيانو، پاکستاني استخبارات (ISI)، ايراني استخباراتو او داسې نورو کي وه. ځکه هغه که د يو چا لپاره ښه، د بل لپاره بيا بد وو.

د هغه د وژنې کوښښونه[سمول]

د کندهار امنيه قومندان جنرال عبدالرازق په ځانمرګي بريد کي د راسته لاس، مخ او  غاړي ځيني برخي سوځېدلي وې. جنرال عبدالرازق خان اڅکزي نن په روغتون کي له رسنيو سره د خبرو پرمهال ويلي وو چي ډېر ژر به له روغتونه رخصت سي او بيرته به په عادي توګه خپل کاري دفتر ته را وګرځي. رازق د وسلوالو طالبانو او ځينو نورو هغه ادعاوي او اوازې رد کړې وي چي ګواکي په دې چاودنه کي دى سخت زخمي سوى او لاسونه يې له منځه تللي دي. هغه زياته کړه چي د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پوري به دى، پوليس او د کورنۍ ټول غړي يې د وطن لپاره کار کوي او يوازينى ارمان يې همدا دى چي په وطن کي سوله او پرمختګ وويني. د کندهار امنيه قومندان پر ده باندي بريد د پاکستاني استخاباراتو لخوا وباله او ويل يې چې ددي ډول بريدونو په وړاندي به مقاومت کوي. هغه په ټينګار سره وويل چې پر ده باندي د بريد طرحه کوونکي به ونيسي. (سرچینه: عبدالمنان ارغند ته په يو وينا کې).
  • په ١١ جنوري ٢٠١٢ (٢١ مرغومی ١٩٣٠) باندې یو ځانمرګی برید کوونکی د مراجعینو په کتار کې د هغه د وژلو لپاره ورغلی و، چې چاودنه يې د وخت نه لرلو په خاطر له هدف وړاندې ترسره کړل. [۱۱]

د هغه پر وژنه ويناوې[سمول]

کندهار راډیو تلویزیون:(د دښمن دسترګو اغزی اوملي قهرمان شهید سترپاسوال عبدالرازق)[سمول]

افغان ملت نن ورځ (١٨ اکتوبر، ٢٠١٨) خپل یو داسی غښتلی او قهرمان بچی له لاسه ورکړ چی واقعاً یو ریښتنی قهرمان وو، د وطن سره یی بې ساری مینه درلوده، د وطن دفاع يي په مینه اومیړانه وکړل، د هیواد د لویشت لویشت خاوری څخه یی دفاع او په کلکه يې مبارزه وکړل او خپل خوږ ژوند یې په  همدې لار کښی قربان کړ.

جنرال صاحب شهید عبدالرازق هیڅکله ماته نه منله۔ جنرال صاحب دسولی دهڅو دچټکتیا  او د ډیورند دشومو طرحو  مخالف او عملاً يې ددښمن شوم اعمال خنثي کړي او تل ددښمن دسترګو اغزی وو او هر وخت يي دهېواد پر قسم خوړلي دښمن مخامخ ګذار کاوه او دسترګو په رپ کي يې ددښمن سنګرونه تر خپلو پښو لاندي کول، دښمن تل د هغه دوژولو پلانونه جوړل، چي بالاخره يي دهېواد ستره هستي او قهرمان بچی دخپلو شمو موخو ښکار کړ، شهید عبدالرازق خان دهېواد  رښتینی شهید دی۔ دهیواد اتله الله ج دي دجنتونو سردار کړه .

شهیدجنرال عبدالرازق مخکي له دي چي کندهار دامنیه قوماندان دنده ور وسپارل سي دهېواد په سرحدي ځواکونو کي دوطن دیوه زړه ور قوماندان په توګه د وطن د دښمنانو په مخنیوي کې ډېر مهم رول درلود، دشهید دزړه ورتیا او پوهي په نظر کي نیولو سره   په ۱۳۹۰ هجري شمسي  کال  کې د کندهار د پخواني امنیې قوماندان خان محمد مجاهد تر شهادت وروسته، د سرحدي پولیسو د قوماندانۍ تر څنګ، د کندهار د امنيه قوماندان په توګه وټاکل سو. دنوموړي تر ټاکل کیدو وروسته په کندهار ولایت، چي امنیتي وضعیت  يې،  په ټول هېواد کي خونړي او په ډېر بد حالت کي وو، دشهید  دسالمي رهبرۍ او قاطع عملکرد په نتیجه کي دکندهار امنیتي وضعیت ترټول هېواد بهتر او دښه او ډاډمن امنیت لرونکي ولایت وپیژندل سو.

لکه مخکي، چي مو اشاره ورته وکړه قهرمان شهید جنرال عبدلرازق تل ددښمن دشومو پلانونه په مخنیوي کي بریالی او تل ددښمن دسترګو اغزی وو ، نو دښمن هم تل دهغه دله منځه وړلو په تلاښ کي وو .  دده  دخپلي خولي بیان دي ، چي درسنیو سره يي په خبرو کي ویلي وه  (تر پنځه دېرشو ډېرې حملې را باندي سوي، داسي  چي موټر مي په راکټ لګېدلی، داسي  چي موټر مي پر بم لګېدلی، په کمین کي راګېر سوی یم او انتحاري حملې را باندي سوي دي.)خو دي به تل دخداي  ج په فضل او دخپلو خلګو ددعاوو په برکت وژغورل سوو ، خو بالاخره دهېواد اخلګو د دښمنانو په یوه شومه دسیسه کي د کال۱۳۹۷میزان دمیاشتي  په ۲۶ نیټه شهید او داجل داعيي ته لبیک ووایه روح دي ښاد او جنت فردوس دي ځاي وي .

ستر پاسوال  شهیدعبدالرازق د افغانستان په سطحه  یو  زړه ور قومندانانو وو چي په راتګ سره یې  په ټولي  جنوب لوديځي حوزې کي امنیتي حالت ښه سو. دشهید جنرال رازق په شهادت نه تنها دکندهار ولایت اوسیدونکي خواشني او دده نه موجودیت یوه لویه ضایعه بولي بلکي په ټول هېواد او دهېواد څخه دباندي  ټولو  افغانانو دده په شهادت خواشني څرګنده کړي او دئ يې  دملت یوزړه ور قوماندان او نه هيریدونکي ضایع بللي ، دهیواد دولسمشر څخه نیولي بیا دافغانستان دشرق څخه ترغرب او دجنوب څخه ترشماله ټولو قومي مشرانو ، علماي کرامو ، پوځي قوماندانانو ، جهادي او ملي شخصیتونو او عامو خلګو خپل دخواشنۍ مراتب خپاره کړي او دده شهادت  يې دهېواد لپاره نه جبرانیدوکي ضایعه بللي .

 د شهید ستر پاسوال عبدالرازق په اړه مو د کندهار بیلابیل شخصیتونه وږغول او ټولو په يوه اواز وویل، چي شهید یو زړور، تجربه کاره، په کارپوه، او باتدبیره نظامي مسؤل وو، چي هيڅکله يي د دښمن په وړاندي ماته نه منل او تل يي د خپل سره په بیه د خپلي خاوري او خلکو ساتنه کول، د دوي له قوله شهید اڅکزي په ډير لوړ مرال د مخالفینو مقابله کول او په هر میدان کي يي د وسلوالو مخالفینو ته سخته ماته ورکول ،خلګو داهم ویل چي ستر پاسوال  شهید عبدالرازق په کندهارکي د ټولو خلګو مشکلاتو ته رسیدګي کول او د امنیتي چارو تر څنګ د کندهار خلګو د اساسي ستونزو د حل په لټه کي وو او تل يې دخلګو ته په ورین تندي جواب ورکاوه او دستونزو په حل کي يې هر اړخیزه همکاري کول .

دیادوني وړ ده، چي دشهید جنازه تېره ورځ جمعه  سهار د کندهار ښار او ولسوالیو دزرګونو  اوسیدونکو  ، د هیواد  دټولو ولایتونو څخه ګڼ شمیر مشهورو څیرو، د ولسي جرګي غړو. د هیواد سیاسي او جهادي شخصیتونو، علماي کرامو ،سپين ږیرو، ځوانانو، قومي مشرانو او دشهید ګڼ شمیر دوستان په ګډون دکندهار ښار د خرقې مطهرې په انګړ کي په خاصو مراسمو سره خاروته وسپارل سوه.  روح دي ښاد او جنت فردوس دي په نصیب وي . [۱۲]

بي بي سي پښتو:(د جنرال عبدالرازق ژوند لیک)[سمول]

۳۹ کلن جنرال عبدالرازق ۱۳۵۸ کال کې په کندهار کې زېږېدلی و. نوموړی اڅکزی پښتون و او پلار یې د کمونیستي حکومتونو پر مهال د مجاهدینو تر څنګ له هغه حکومت سره جنګېده.

ویل کېږي ۱۹۹۴ کال کې طالبانو د جنرال رازق پلار او تره وژلي و او تر څه مودې پورې نوموړی خپله هم له هغوی سره بندي و، چې وروسته وتښتېد.

له هغه وروسته نوموړی د طالبانو له مخالفانو سره یو ځای و او تر څه مودې پورې یې له هغوی سره جګړه وکړه.

د طالبانو حکومت له ړنګېدو وروسته ښاغلی رازق د حامد کرزي له حکومت سره یو ځای سو او په سپین بولدک کې د سرحدي پولیسو مشرۍ پر دنده وګومارل سو.

نوموړی د خپل جګړیز مهارت او شخصي، قومي اړیکو پر مټ د سیمې له مشهورو شخصیتونو یو سو او د وژل کېدو تر مهاله د کندهار امنیې قومندان پر څوکۍ پاتې سو.

وروسته کندهار ښار ته وغوښتل سو او ۲۰۰۸ کال کې یې لومړی ځل د بهرنیو ځواکونو له ملاتړه پرته د کندهار محله جات کې د افغان ځواکونو خپلواک عملیات پیل کړل.

۲۰۱۱ کال کې د کندهار د پخواني امنیه قومندان خان محمد مجاهد له وژل کېدو وروسته جنرال رازق د هغه ځای ناستي په توګه وګومارل سو. د امنیې قومندان په توګه د کندهار امنیت په ټینګښت کې د نوموړي رول خورا مهم بلل کېده.

جنرال رازق د طالبانو سخت مخالف بلل کېده او د دې تر څنګ د پاکستان پر ضد د توندو نیوکو او څرګندونو له کبله هم مشهور و.

پر نوموړي تورونه و، چې شخصي زندانونه لري، پر تښتولو، ځورونې او بشر ضد جرمونو هم تورن و، خو هغه تل دغه تورونه ردول.

جنرال رازق په کندهار کې چې د طالبانو مرکز و د دغې ډلې په يوۀ سخت غليم بدل سو، خو وروستیو کې یې له افغان ولسمشرۍ ماڼۍ سره هم اړیکي کله ساړه او کله تاوده وو.

څو ورځې مخکې د ده په مشرۍ ځواکونه پر ډېورنډ کرښه له پاکستاني ځواکونو سره وجنګېدل. له نوموړي درې مېرمنې او ۱۳ ماشومان پاتې دي. [۱۳]

آزادۍ راډیو:(جنرال رازق څوک او څنګه د یوه بریالي قوماندان په توګه مطرح سو؟)[سمول]

څلويښت کلن جنرال عبدالرازق د کندهار د ډنډ ولسوالۍ په منصور کلي کې زېږدلی و، خو د ژوند ډېره برخه يې د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ او د مهاجرت پرمهال د پاکستان په بلوچستان کې تېره کړې وه.

د طالبانو د نظام تر ړنګېدو وروسته، قوماندان رازق د کندهار په سپین بولدک کې د سرحدي پولیسو د قوماندان په توګه دنده پیل کړه.

په ۲۰۰۹ میلادي کال کې چې کله کندهار ناامنه سو او د طالبانو نفوذ تر کندهار ښاره ورسېد، قوماندان رازق د وسله والو طالبانو پرضد پراخ عملیات تر سره کړل.

جنرال عبدالرازق په کندهار کې د طالبانو په مخنیوي کې ډېر مهم رول ولوباوه او په دې توګه نوموړي د ۲۰۱۱ میلادي کال په پای کې د کندهار د پخواني امنیې قوماندان خان محمد مجاهد تر وژل کېدو وروسته، د سرحدي پولیسو د قوماندانۍ تر څنګ، د کندهار د امنيه قوماندان په توګه وټاکل سو.

قوماندان رازق د ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې د کندهار په امنیت کې د خپل بریالیتوب راز د خلکو پراخه همکاري بللې او ویلي یې دي:

"کوم وخت چې زه کندهار ته راغلم، په امنیتي ارګانونو کې د کندهار د ځوانانو فیصدي صفر وه، په ګرده کندهار کې زموږ ۷۰ کسه ضابطان وو چې ۱۳ يې د کندهار وو، اوس دوه ويشت کسه تعلیم یافته ظابطان لرم چې دا د خلکو همکاري وه."

پر قوماندان رازق شااوخوا ۳۵ حملې وسوې چې دی ترې روغ وتلی و او یوازې په یوه ځان وژونکې حمله کې سخت ټپي سوی و.

ده خپله ویلي:

"تر پنځه دېرشو ډېرې حملې را باندې سوي، داسې چې موټر مې په راکټ لګېدلی، داسې چې موټر مې پر بم لګېدلی، په کمین کې راګېر سوی یم او انتحاري حملې را باندې سوي دي."

جنرال عبدالرازق سره له دې چې د وسله والو طالبانو سرسخته دښمن بلل کېده، په ورستیو درېیو کلونو کې يې له مرکزي حکومت سره اړیکې ښې نه وې.

په ۲۰۱۴ میلادي کې وروسته تر هغه چې قوماندان رازق خپلو سرتېرو ته په جګړه کې د نیول سويو وسله والو طالبانو د وژل کېدو امر وکړ، پر دغه جنرال د شخصي زندانونو د لرلو او د مخالفینو د شکنجه کولو تورونه پورې سول.

نوموړي دغه راز یوه اوونۍ مخکې خپلو سرتېرو ته وویل چې پر ډیورند کرښه د اغزن سیم لګولو ته اجازه نه ورکوي.

جنرال رازق په لوبو کې فوټبال خوښاوه، له نوموړي درې ښځې، شپږ زامن او اووه لوڼې پاتې سوي. [۱۴]

مشرانو جرګه[سمول]

حکومت دې د جنرال عبدالرازق د ترور په تړاو وضاحت ورکړي
په داسې حال کې چې د جنرال عبدالرازق اڅکزي د ترور د څرنګوالي په اړه څېړنې روانې وې د افغانستان د مشرانو جرګې غړو هم د دغې قضیې په روښانه کېدو ټينګار کاوه.

د یادې جرګې مشر فضل‌الهادي مسلمیار د سې شنبې «۱۳۹۷ کال د لړم ۰۱» د ورځې په عمومي غونډه کې وویل چې د جنرال عبدالرازق اڅکزي وژنه دردوونکې ده، خو په وینا یې د دغې پېښې د څرنګوالي په تړاو د حکومتي چارواکو څرګندونې د قناعت وړ نه‌دي.

نوموړي زیاته کړه:

دا دردوونکې پېښه ده او زغمل‌ یې ډېر سخت دي او هر یو باید جنرال رازق جوړ سو او له هېواد نه دفاع وکړو، په دې اړه د خلکو قناعت نه‌دی حاصل سوی، باید خلکو او نړیوالو ته وضاحت ورکړل سي.

مشرانو جرګې همدارنګه پرېکړه وکړه چې د حقیقت موندنې یو پلاوی به کندهار ته لېږي او همدا شان د پولیسو ملي اکاډمي دې د جنرال عبدالرازق په نوم ونومول سي.​[۱۵]

د هغه په نامه نومول سوي ځايونه[سمول]

د خپلواکۍ اتل شهيد جنرال عبدالرازق اڅکزی واټ، د کندهار ولايت څخه د هوايي ډګر و لورې لورې ته پر لويه لاره پروت دی.

١. (کندهار): په کندهار ښار کې د جمهوریت له څلور لاري تر هوایي میدان پور غزېدلی سړک د جنرال عبدالرازق په نوم ونومول سو.[۱۶] [۱۷]
٢. (پروان): د پروان مرکز چاریکارو ښار یو سړک د جنرال رازق په نوم نومول شوی دی. [۱۸]
٣. (کندوز): په کندوز کې يو لوی سړک د جنرال رازق په نوم ونومول سو [۱۹]
۴. (ميدان وردګ): د میدان ښار د ناصراباد مینې څلویښت متره سړک د شهید سترجنرال عبدالرازق اڅکزي په نوم ونومول سو. [۲۰]
۵. (بغلان): د بغلان ولایت په پلخمري ښار کي یوه لوی سړک او څلی د سولي، ملي یووالي او خپلواکۍ د اتل ستر جنرال عبدالرازق په نوم ونومول سول.[۲۱]
۶. (کندز): د کندز د هوايي ډګر لاره د جنرال رازق په نوم ونومول سوه.
۷. (کابل): د حامدکرزي بین المللي هوایي ډګر څلور لارې[۲۲]
۸. (کندهار):د کندهار د پولیسو اکاډمي.[۲۳]
٩. (ميدان وردګ): په میدان وردګو کي یو سړک د خپلواکۍ د شهید ستر پاسوال عبدالرازق اڅکزي په نوم ونومول سو. [۲۴]
١٠. (هرات): په هرات ولايت کي يو څلور لارې د شهيد سترجنرال عبدالرازق آڅکزۍ په نوم ونومول سول. [۲۵]
١١. (زابل): د زابل په کلات ښار کې یو سړک د شهید جنرال عبدالرازق اڅکزي په نوم و نومول سو [۲۶]

دا هم وګورۍ[سمول]

نور[سمول]

جنرال عبدالرازق پرفېس بوک باندي


  1. د امریکا ږغ آشنا راډیو (٢٠١٨). "د جنرال رازق ژوند په انځورونو کې". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. تاند. ډاټ کام (مې ٢٠١٧). "پر جنرال رازق باندې نړیوال تورونه". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ ډيسمبر ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. سپوږمۍ راډیو (٢٠١٨). "جنرال عبدالرازق". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  4. ټرایبل نیوز (٢٠١٨). "جنرال عبدالرازق څوک وو؟". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  5. Lua error in Module:Citation/CS1/Date_validation at line 303: attempt to compare nil with number.
  6. بي بي سي پښتو (۱۸ اکتوبر ۲۰۱۸). "د جنرال عبدالرازق ژوند لیک". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |date= (مساعدة)
  7. د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز (٢٠١۴ د ٧ مياشتې ١ تاریخ). "د جنرال عبدالرازق اړوند د حامد کرزي سره خبرې آترې". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ اپرېل ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |date= (مساعدة)
  8. تاند. ډاټ کام (مې ٢٠١٧). "پر جنرال رازق باندې نړیوال تورونه". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ ډيسمبر ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. نني اسيا ټکي خبرپاڼه (٢٩ فبروري ٢٠١۶). "د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق له دندي ګوښه کيږي". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. سپوږمۍ راډیو (٢٣ اکتوبر ٢٠١٨). "جنرال عبدالرازق اڅکزی او شمالي افغانستان". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  11. بي بي سي پښتو (١١ جنوري ٢٠١٢). "د کندهار امنیه قومندان له ځانمرګي برید روغ رمټ ووت". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. کندهار ټلويزيون (اکتوبر ٢٠، ٢٠١٨). "ددښمن دستر ګو اغزی اوملي قهرمان شهید سترپاسوال عبدالرازق". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |date= (مساعدة)
  13. بي بي ‌سي پښتو ( ١٨ اکتوبر ٢٠١٨). "د جنرال عبدالرازق ژوند لیک". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); no-break space character في |date= على وضع 1 (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |date= (مساعدة)
  14. آزادۍ راډیو (٢٠١٨). "جنرال رازق څوک او څنګه د یوه بریالي قوماندان په توګه مطرح سو؟" – عبر راپور: صادق رښتینی. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. ازادي راډیو (١٠ لړم ۱۳۹۷). "مشرانو جرګه: حکومت دې د جنرال عبدالرازق د ترور په تړاو وضاحت ورکړي". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); no-break space character في |title= على وضع 24 (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |date= (مساعدة)
  16. کندهار ولايت مقام (١٢ نومبر ٢٠١٨). "د کندهار ښار د جمهوريت څلور لاري څخه تر هوايي ډګر پوري دغه لويه جاده د شهيد ستر جنرال عبدالرازق اڅکزي په نامه ونومول سوه". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ اپرېل ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. کندهار ورځپاڼه (۲۱ عقرب ۱۳۹۷). "تر هوایي میدانه پورې غزېدلی سړک د جنرال عبدالرازق په نوم". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |date= (مساعدة)[مړه لينکونه]
  18. خوش طيب (٢٢ اکتوبر). "د چاریکارو ښار یو سړک د جنرال رازق په نامه". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |date= (مساعدة)
  19. خبريال ټکی کام (١٩ نومبر ٢٠١٨). "په کندوز کې يو لوی سړک د جنرال رازق په نوم ونومول سو". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  20. ټاټوبی نيوز (۵ قوس ۱۳۹۷). "میدان وردګ: یو سړک د جنرال رازق په نوم ونومول سو". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ ډيسمبر ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |date= (مساعدة)
  21. لوی کندهار فيسبوک پاڼه (۵ ډسمبر ٢٠١٨). "د جنرال عبدالرازق اڅکزي اړوند سړک او څلی په بغلان کې". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |date= (مساعدة)
  22. "د حامدکرزي بین المللي هوایي ډګر څلور لارې". ٣٠ اکتوبر ٢٠١٨. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. د ولسمشرۍ ماڼۍ (٣٠ اکتوبر ٢٠١٨). "د کندهار د پولیسو اکاډمي". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Historical Kandahar (٢٧ نومبر ٢٠١٨). "د ميدان وردګو يو سړک". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Historical Kandahar فېسبوک پاڼه (۵ جنوري ٢٠١٩). "د هرات يو څلور لاری". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. ټاټوبی نيوز (٢٠١٨). "د هرات يو سړک د جنرال عبدالرازق اڅکزي په نوم". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]