يوټيوب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
يوټيوب
دوتنه:Www..org screenshot.png
د وېبځي بڼه
انټرنټي پته http://www.youtube.com‎
شعار يوه وړيا ویبپاڼه چې هر څوک ترې ګټه اخیستلای سي
په الېکسا کې رتبه ۹
د وېبځي ډول انټرنټي تفريحي وېبپاڼه
نومليکنه د لوستونکو په خوښه
د کارولو وړ ژبه(ژبې) گڼ ژبنيز (۲۴ ژبې)
خاوند د گووگل بنسټ
د پېل نېټه ۱۵ د جنوري، ۲۰۰۱ کال

یوټیوب (Youtube) په متحده ایالاتو کي دویډیوګانو خپرولو لپاره یوه نړیواله وېبپاڼه ده چي د ۲۰۰۵ کال د فبروري په میاشت کی د پی پال (Paypal) کمپنی دپخوانیو کارکوونکو له لوري رامنځ ته سوه. د یوټیوب کمپنی په سن برونو، کالیفورنیا کي موقعیت لري او د اډاب فلش ویډیو د ټکنالوژی په مرسته سره کولای شی د مینه والو بیلا بیلي ډول ویډیوگانی، تلیویزیونی خپرونی، موسیقی او نوری خپروني ننداری ته وړاندي کړي. هغه کسان چی په دی ویب پاڼه کي یې نوملیکنه نه وي کړې یواز ویډیوگانی لیدلای شی خو هغه کسان چی په دی ویبپاڼه کی یې نوملیکنه کړي وي کولای شي دی ویبپاڼی ته ویډیوگاني هم پورته اوخپري کړي.د ۲۰۰۶ کال د نوامبر په میاشت کي یوټیوب کمپنی د یو عشاریه پنڅه شپیته ۱،۶۵ میلیونه امریکایی ډالرو په بیه پر گوگل کمپنی وپلورل شوه.

یوټیوب کمپنی داوخت (په 2023 زکال کي) تر 29 میلیارده ډالره پورته شتمني لري .

مخینه[سمول]

یوټیوب ویبپاڼه د2005 کال په فبروري میاشت کي دپیپال د 3 پخوانیو کارکوونکو چدهورلي، سټییف چېن او جاوید کریم له لوري دامریکا متحده ایالاتو په کلفورنیا ایالت کي رامنځ ته سول اوپه 2006 کال کي یې د1.65 میلیارده ډالرو په ارزښت پر ګوګل (Google) باندي وپلورل .