بوغمه
بوغمه په امريکايي انګريزي کې (Edema) ايډيما او په برتانيوي انګرېزي (Oedema) اوډېما بلل کېږي. پخوا د dropsy ډروپسي يا hydropsy هايډروپسي په نومونو هم پېژندل کېده. بوغمه د بدن په بين البيني فضاګانو کې او يا هم د پوستکي تر لاندې د مايعاتو غيرنورمالې راغونډېدنې ته وايي. په ټولګړي توګه، په نورماله حالت کې د بين البيني مايعاتو کچه د هوميوسټاتيک توازن له مخې برابر ساتل کېږي، نو کله چې په بين البيني فضاګانو کې د حد نه ډېر د مايعاتو ترشح وشي او يا هم د مايعاتو د باندې وېستلو په کړنه کې کوم خنډ پيدا شي بيا نو همدا د بوغمې سبب ګرځي.
نيوليک |
د بوغمې ۵ اهم عاملونه
داسې پينځه عاملونه دي چې په بدن کې د بوغمې د جوړېدنې سبب ګرځېدلای شي.
- د هايډروسټېټيک فشار د لوړوالي په وخت کې، په پښتورګي کې اوبه او سوډيم په بېرته جذبېږي چې همدا بېرته پاتې کېدنه د بوغمې د غبرګون په توګه راڅرګندېږي.[1]
- د وينې په رګونو کې د اونکوټيک فشار د راټيټېدنې په وخت کې.
- د التهاب په وخت کې چې کله د وينې د رګونو شفافيت ډېرېږي نو په دې وخت کې هم بوغمه پېښېدونکې ده.
- د ليمفاوي سيستم له مخې د مايعاتو د وېستلو په لار کې خنډ بوغمې جوړوي.
- ووبونو (انساجو) د اوبو ساتلو په ځانتياو کې بدلونونه هم بوغمه رامېنځ ته کوي.
ميکانيزم
د بين البيني فضاګانو د مايعاتو جوړېدنه د سټارلېنګ معادلې د قوې له مخې اداره کېږي.[2] د وينې په رګونو کې د هايډروسټېټيک فشار، ووب ته د اوبو د ورننوتلو لامل دی. دا کړنه په ووب او د وينې په پلازما کې د پروټين د غلاظت توپير ته لاره هواروي او په نتيجه کې د پلازما د پروټينو لوړ اونکوټيک فشار د دې سبب ګرځي چې اوبه له ووب نه د وينې د رګونو لور ته راوکاږي. د سټارلېنګ معادله وايي چې د مايعاتو د ليکاژ (څڅېدنه) کچه، د دوه قوؤ ترمېنځ د توپير او د اوبو په وړاندې د رګونو د دېوال شفافيت په توګه څرګندېدلای شي کوم چې د يوې قوې د تول د نابرابرۍ په توګه د مايعاتو د بهېدنې کچه جوتوي. د اوبو ډېر ليکاژ په کاپېلري او پوسټ کاپېلري وېنيولونو کې پېښېږي. دا په دې خاطر چې د همدې نومېدلو رګونو دېوالونه د نيم-شفافه مېمبرانونو نه جوړ شوي چې د پروټينو په پرتله د اوبو د وتلو توان يې ډېر دی.
عامه بوغمه
د بدن غړو ته اړونده بوغمه
ځانګړو غړو ته اړونده بوغمه
د بدن د ځينو ځانګړو غړو د التهاب په وخت کې بوغمه رامېنځ ته کېدلای شي، لکه د ستوني د التهاب، د پلو التهاب او يا د پانکراس التهاب دا ټول بوغمه رامېنځ ته کوي. د بدن ځينې نور غړي د ووبونو د خاص ميکانيزم له مخې بوغمه کېږي. په ځانګړو غړو کې د بوغمې بېلګې:
-
- مغزي بوغمه په ماغزو کې د سلولونو د خارجي مايع د راغونډېدلو په پايله کې رامېنځ ته کېږي. دا د زهرجن او غيرنورمال ميټابوليک دريځ او حالتونو لکه د سيسټېميک لوپس ناروغۍ په وخت کې هم راپېښېدلای شي. داسې حالت په ناروغ کې سربدالي او بې هوشي رامېنڅ ته کوي.
- د سږو بوغمه هغه وخت پېښېږي کله چې د سږو د وينې په رګونو کې فشار جګېږي. د وينې په رګونو کې د فشار د لوړوالي سبب د وينې د بهېدو په بهير کې خنډ او بنديز دی. چې د سږو د وريدونو له لارې د خنډونو او بنديزونو د ليرې کولو لپاره فشار جګېږي. او بل سبب يې د زړه ا کيڼ بطن د ناسوبوالي له امله هم راپېښېږي. دا ډول بوغمه په لوړو سطحو کې او د کيميايي زهرجنو توکيو د تنفس کولو په سبب هم مېنځ ته راځي. د سږو د بوغمې د راپېښېدلو سره د ناروغ ساه لنډه لنډه کېږي. همدا راز په ناروغ کې د سږو په پوښل شوې پرده يا پليورا کې هم اوبلنه ماده راغونډېدلی شي.
-
- کله چې د سترګو قرنيې د ګلاوکوما په ناروغۍ اخته وي نو په هغو سترګو کې بوغمه هم راپېښېدلی شي، د کانجنکټيواټېس يا کيراټايټس او يا هم د سترګو د عمليات نه وروسته هم بوغمه رامېنځ ته کېږي.
د بوغمې سببونه د بدن يوه غړي پورې نه دي محدوده او په عام ډول ټول بدن بدن کې هم د ګڼو غړيو بوغمن کېدلو امکان هم شته. د ساري په توګه د زړه د حاد ناسوبوالي په نتيجه کې د سږو بوغمه، په پليورا کې د اوبلنې مادې راغونډېدنه، د نس ډډ بډ والی، او د بدن د خارجي اعضاؤ بوغمې ډېر راپېښېږي، چې په دغو ټولو کې د بدن د باندنيو غړو بوغمه، ناروغ ته د ډېره جدي روغتيايي ستونزه نه ده.[3]
د پوستکي د بوغمې عامې نښې د ماشې او غومبسې د چيچلو وروسته راښکاره کېږي. (wheal and flare), همداراز د ځينو زهري بوټو سره تماس لکه د پېچک زهر، او يا هم د لوېديځې څېړۍ زهر [4] هم ځينې حساسيتي جلدي راپارېدنې رامېنځ ته کولای شي. خو دا وروستی نومېدلی بوټی بيا اکثراً د contact dermatitis سبب ګرځي.
بوغمه په بوټو کې
بوغمه په بوټو کې هم پېښېږي او دا د بوټو په اورګانونو کې هغه غځېدلی پړسوب دی چې په اصلي توګه د ډېرو اوبو د راغونډېدنې په سبب رامېنځ ته کېږي. دا چې سلولي دېوال د ارتجايي سلولوز نه جوړ شوی نو په همدې دليل د ډېرو اوبو راغونډېدنه سلولوز د اوبو د فشار په سمت ټېلوهي او په بوټي کې ځرګنده بوغمه ښکاري.
سرچينې
- ↑ Kumar, Abbas, Fausto (1999). Pathologic Basis of Disease, 7th edition. China: Elsevier Saunders. pp. 122. ISBN 0-7216-0187-1.
- ↑ Walter F., PhD. Boron. Medical Physiology: A Cellular And Molecular Approaoch, Elsevier/Saunders. ISBN 1-4160-2328-3.
- ↑ Cho S, Atwood J (2002). "Peripheral oedema". Am J Med 113 (7): 580–6. doi:10.1016/S0002-9343(02)01322-0. PMID 12459405.
- ↑ C.Michael Hogan (2008) "Western poison-oak: Toxicodendron diversilobum", GlobalTwitcher, ed. Nicklas Strömberg