اډولف هټلر

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
د زېږېدو نېټه اپرېل ۲۰، ۱۸۸۹
د زېږېدنې ځای برانوا، اطريش
د مړينې نېټه ۱۹۴۵
د مړينې ځای برلن، المان
ماندينه ايوا براون
گوند د المان د ملي سوسيالست كارگر گوند
نازي گوند

اډولف هټلر (الماني: Adolf Hitler) د نازي گوند مشر او د جولاۍ ۱۹۳۲ نه تر اپریل ۱۹۴۵ پورې د المان لومړى وزير و.

مخينه

اډولف هټلر د ۱۸۸۹ د اپرېل په ۲۰ مه د اطريش په برانوا كې د ان ويالې پر څنډه په يوه وړوكي ښار كې زېږېدلى.

پلار يې آلويس هټلر د هټلر له زېږېدنې وروسته له خپلې كورنۍ سره د اطريش بل ښار لينز ته ولاړل.

هټلر په لينز ښار كې ښوونځى ووايه، په لومړيو كې دى يو تكړه زده كوونكى و، خو په ليسه كې بيا يو كمزورى زده كوونكى و، د هټلر اكادميكو هڅو يې پلار نا هيلى كړى و، ځكه پلار يې غوښتل چې هټلر به د ده په څېر يو دولتي مامور شي، خو هټلر غوښتل چې يو هنرمند شي. په ۱۹۰۷ كې هټلر د اطريش ويانا ښار ته لاړ تر څو د خپل هنرمند كېدو خوب پوره كړي. د نوموړي دا خوب هغه مهال له خاورو سره يو ځاى شو، چې د هنرونو اكادمۍ ته كامياب نه شو.

په همدې كال د هټلر مور مړه شوه او هټلر پرېكړه وكړه چې په ويانا كې به اوسي. يو كال وروسته يې بيا د هنرونو اكاډمۍ ته ازموينه وركړه، خو بريالى نه شو. هغه په ويانا كې يو منظم كار نه درلود، چې دى له اقتصادي پلوه په پښو ودروي، هغه به وړوكي وړوكي كارونه تر سره كول او په ډېره ارزانه خونه حتى د پارک په څوكيو كې به يې شپې تېرولې او ډېرى مهال به يې د خيراتونو ډوډۍ خوړلې.

كركه او لومړۍ هڅې

كله چې هټلر په ويانا كې اوسېدو نو له جرمنيانو پرته يې نور ټول خلك بد ايسيدل، هټلر اسټريايۍ و، خو په جرمنۍ يې خبرې كولې، ځكه يې ځان جرمن گڼلو. ده به په اسټريايي حكومت ملنډې وهلې ځكه ۸ ژبې يې رسمي اعلان كړې وې، د هټلر په گومان هېڅ دولت هم چې نژادي ډلو ته يې پوره حقونه وركړي وي نه شي كولاى اوږد ژوند وكړي.

په ۱۹۱۳ كې هټلر د جرمني مونيخ ښار ته لاړ، كله چې په ۱۹۱۴ لومړۍ نړيواله جگړه پېل شوه نو دى د جرمني په پوځ كې داوطلب كار ته چمتو شو، چې نوموړي ته د خط او خبر رسوونكي دنده وركړل شوه. دا يو خطرناك كار و چې د نظامي قوماندانۍ څخه به يې احوال د جگړې لومړي خط ته رسولو.

هټلر پينځه وړوكي مډالونه او يو ډېر لوړپوړه مډال واخيست، خو له لومړۍ نړيوالې جگړې وروسته يوازې د فرقه مشر رتبې ته ورسېد.

كله چې لومړۍ نړيواله جگړه پاى ته ورسېده نو هټلر په يوه روغتون كې د سترگو د ناروغۍ له كبله تر درملنې لاندې و، چې په جگړه كې د زهرجن گاز له كبله ورته پېښه شوې وه. كله يې چې د جرمني تسليمېدل واورېدل نو ډېر خپه شو.

د وارسا تړون چې لومړۍ نړيواله جگړه يې پاى ته ورسوله، د جرمني ډېره سيمه يې ترې ونيوله، جرمنيان يې وسلې ايښودلو ته يې اړ كړل او د جگړې لوى تاوان يې پرې ومانه.

نازي گوند او بوختياوې

له لومړۍ نړيوالې جگړې وروسته المان ډېر لوى قرض پر اوږو درلودو او په ميليونونو خلک يې بې كاره وو. په ۱۹۱۹ كې هټلر د جرمنيانو كارگر گوند ته ننوت. په ۱۹۲۰ كې دا گوند د المان د ملي سوسيالست كارگر يا (نازي) په نامه مشهور شو او خپل لومړى پروگرام يې خپور كړ چې (۲۵ نومرې) نومېدو.

په پروگرام كې نازيانو په المان غږ كړى و چې د يوه ملت په توگه سره متحد شي، يو قوي مركزي حكومت رامنځ ته كړي او د وارسا تړون لغو كړي.

په ۱۹۲۱ كې هټلر د نازي گوند مشر وټاكل شو او ډېر زيات خلک يې غړي شول. دا ټول د هټلر د خبرو اغېز و چې په وينا كې يې خاص مهارت درلود. هټلر يوه ډله پوځيان د نازي گوند لپاره جوړ كړل چې د توفان جنگيالي نومېدل او خړې جامې يې درلودې، هغوى د دې لپاره رامنځ ته شول چې د هغو ډلو سره جگړه وكړي چې د نازي گوند د لاريونونو او ويناوو مخه نيسي.

د ۱۹۲۳ د نوومبر په ۹ مه هټلر له ۲۰۰۰ څخه زيات توفاني جنگيالي د وقت پر (بوواريان) حكومت ور مارش كړل او غوښتل يې د مونيخ حكومت را نسكور كړي. د نوموړي دا كودتا ناكامه شوه، هټلر ونيول شو او د پينځو كالو بند پرې وخوت. په زندان كې نوموړي يو كتاب وليكلو چې (زما مبارزه - Mein Kampf) نوم يې پرې كېښود.

په نوموړي كتاب كې ده د المان د راتلونكې لپاره خپل پلانونه بيان كړل، ده يوازې ۹ مياشتې په زندان كې تېرې كړې او خوشى شو او د نازي گوند په بياجوړولو يې پيل وكړ.

دى پوه شوى و چې د قدرت تر لاسه كولو لپاره له زور او جگړې څخه نه بلكې له قانوني لارې كار واخيستل شي، نوموړي يو شخصي ساتونكى درلود چې شوت ستافل (د ځينو مورخينو په نظر دا هماغه كس دى، چې له ځان وژنې وروسته يې د هټلر مړى سوځولى و) نومېدو.

په ۱۹۲۹ كې نازي يو وړوكى او بې خونده سياسي گوند و. په همدې كال د وال سټريټ نښتې او پخوانيو عقدو هټلر او نازي گوند ته د قدرت واگې په لاس كې وركړې.

هټلر د يهودانو او كمونستانو پر خلاف غږ پورته كړ او دواړه يې د المان لويې ستونزې وبللې. نوموړي ژمنه وكړه چې المان به له يهودانو او كمونستانو خلاصوي او د اروپا الماني ژبه ويوونكي به سره يو كوي.

برياليتوب او ديكتاتوري

د ۱۹۳۲ د جولاۍ په ټاكنو كې نازي ۴۰ سلنه رايې تر لاسه كړې او د المان تر ټولو پياوړى گوند شو. د ۱۹۳۳ د جنوري په ۳۰ مه ولسمشر پاول ون هندنبورگ هټلر د المان د حكومت مشر يا لومړى وزير وټاكلو.

له دې څوكۍ څخه په كټې هټلر د د كتاتورۍ پر لور روان شو. كله چې هندنبورگ په ۱۹۳۴ كې مړ شو، نو هټلر چې له پخوا څخه يې د ټول المان واک درلود، ځان (فرهر) يا يوازينى واكمن اعلان كړ.

د هټلر تر سيوري لاندې هېڅ آزادي نه وه. حكومت د ژوند هر اړخ كنټرولاوه. هټلر ډېر پياوړى پروپاگند وكړ تر څو ملت يې دا نظريه ومني چې په المان كې بايد يو بشپړ آريايي نژاد وساتل شي. د هټلر دا پلان د دې سبب شو چې يهودو، روميانو او تورپوستانو ده ته د لېوني خطاب وكړ. د نوموړي دا پلان د (وروستى حل) په نامه يادېدو.

دوهمه نړيواله جگړه او د هټلر وروستۍ ورځې

په ۱۹۳۹ كې دوهمه نړيواله جگړه پيل شوه او هټلر په پولنډ د دې لپاره بريد وكړ چې الماني ژبه ويوونكي ټول سره يو كړي، همدا مهال د وژنې كمپونه په جرمني، پولنډ او روسيه كې جوړ شول.

ډېرو خلكو كوښښ وكړ چې هټلر ترور كړي، چې تر ټولو ډراماټيكه هڅه يې د (جولي پلاټ) وه. د ۱۹۴۴ د جولاۍ په ۲۰ مه كله چې ډگروال كلاوس ون ستاوفنبورگ چې د هټلر يو نظامي كنفرانس كې برخه وال و، تر مېز لاندې يې په يوه بكس كې بم كېښود چې په چاودنه كې يې څلور كسه مړه او لس نور ژور ټپيان شول، خو هټلر يوازې څو واړه ټپونه واخيستل.

د ۱۹۴۵ په جنوري كې د شوروي پوځونه المان ته ننوتل. دا وړانديز شوى و، چې هټلر بايد وتښتي، خو هټلر د خپل نيول كېدو نظريه رد كړه، نوموړي داسې كيسې اورېدلې وې چې شوروي پوځونه به يې په قفس كې بند كړي او د جرمني په كوڅو به يې وگرځوي. له دې بې شرمۍ څخه د خلاصون لپاره هټلر ځان وژنه وكړه. له مرگ دوه ورځې مخكې يې له ايوا براون سره واده وكړ، هغې هم پرېكړه وكړه چې له ده سره به ځان وژني.

د ۱۹۴۵ د اپرېل پر ۳۰ مه شوروي پوځونه د هټلر له شخصي زېرمتون څخه ۳۰۰ متره لرې وو، هټلر ماته حتمي گڼله، نوموړي خپله ټوله شتمني د نازي گوند په نامه پرېښې وه.

له خداى پامانۍ وروسته هټلر او ايوا براون يوې شخصي خونې ته لاړل او (سايانايډ) زهر يې وخوړل. هټلر ځان په گولۍ هم وويشت، مړى يې وروسته وسوځول شو او ايرې يې د دولتي ماڼۍ لاندې خښې شوې او اووه ورځې وروسته المان تسليم شو.

سرچينې