د پارکېنسون ناروغي
د ويکيپېډيا لخوا
د پارکېنسون ناروغي (په انګرېزي: Parkinson disease) د مرکزي عصبي غونډال يوه ډيجنېرېټيفه ناروغي ده چې اکثراً د ناروغ خوځنده وړتياوې، کلام او نور عملونه اغېزمن کوي.[1] دغه ناروغي د ماغزو په مرکزي برخې سبسټېنشيا نېګرا کې د ډوپامين-لرونکو ژونکو د مړينې په سبب راپېښېږي. د دغې ناروغۍ په پيل کې د خوځښت اړونده رامېنځ ته شوې څرګندې نښې نښانې، د لاسونو رېږدېدنه، د عضلو شخوالی، د خوځښت او حرکت سستي او پڅتوب او په تګ او توازن کې ستونزې دي. د ناروغۍ وروستنۍ نښې نښانې فکري او د کړو وړو ستونزې دي چې د عقلي زوال نښه د عمر په ډېرېدو سره لويه ستونزه رامېنځ ته کوي. د دغې ناروغۍ نورو نښو کې حسي نښې، د خوب او احساساتو ورانښت شامل دي. د پارکېنسون ناروغۍ په هغو پوخ عمره خلکو کې پېښېږي چې عمرونه يې اکثراً له ۵۰ کالونو نه ډېر وي.
[سمول] سرچينې
- ↑ د درک ستونزه: Invalid
<ref>tag; no text was provided for refs namedJankovic2008