باو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ټرېپونيما پاليډوم

باو (په انگرېزي کی: Syphilis, Lues) يوه جنسي لېږدنده ناروغي ده چې د سپايروکيت باکټريا ټرېپونيما پاليډوم د دغې ناروغۍ سبب گرځي. د دغې ناروغۍ د لېږدېدو عمده لاره جنسي اړيکي دي، خو دا ناروغي د يوې ناروغې مور نه جنين ته د بلاربښت او د لنگون په وخت هم لېږدل کېږي. د لنگون په وخت د دغې ناروغۍ لېږدېدنې ته کانجنېټل سيفلس يا د لنگون باو وييل کېږي.

د باو د ناروغۍ نښې نښانې د دغې ناروغۍ د پرمختگ او د بېلابېلو پړاونو له مخې يو له بل نه توپير لري. د باو ناروغي بېلابېل پړاوونه لري چې په لومړني، دويم، پټ يا ناڅرگند او درېيم پړاوونو دغه ناروغي پېژندل کېږي. د باو د ناروغۍ د لومړني پړاو نښې په يو ډول جلدي ټپونو چې د کانکر په نامه يادېږي څرگندېږي، د دويم پړاو په نښو کې د ناروغ په بدن باندې سرې گرمکې خپرېږي، د پټ يا ناڅرگند پړاو نښې دا دي چې ناروغ کې دا ناروغي شتون لري خو په نښو نښانو ځان نه څرگندوي. د باو درېيم پړاو د يو ډول گوماگانو (جلدي ټپونو)، عصبي او قلبي نښو نښانو سره راڅرگندېږي. د دغې ناروغۍ پېژندنه د وينې د ازمېښتونو په مرسته ترسره کېږي. د دغې ناروغۍ سمه درملنه د انټيبايوټيکو، او په ځانگړي توگه په غوښه کې د پنسلين جي د ستنو په لگولو ترسره کېږي.

داسې وييل کېږي چې په ټوله نړۍ کې د باو په ناروغۍ د اخته ناروغانو شمېر ۱۲ ميليونو ته رسېږي چې په ۱۹۹۹ ز. کال کې د دغو ناروغانو د ۹۰٪ نه ډېره برخه په غريبو او مخ په وده هېوادونو کې موندل کېږي. د ۲۰۰۰ کال د شمار له مخې په دغې ناروغۍ د اخته کېدنې کچه په ډېرو هېوادونو کې لوړه شوې.