امير حمزه شينواری

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
امير حمزه شينواری

امير حمزه خان شينواری (زوکړه ١٩٠٧ ز کال، مړینه د ۱۹۹۴ ز کال فبروري) (په انگرېزي: Amir Hamza Shinwari) يو پښتون شاعر، ليکوال، فلم جوړونکی، او د راډيو وياند وو. هغه د تصوف د لارې لاروی وو او په دې ډگر کې يې هم کتابونه خپاره شوي دي. په شعر او ادب کې د ځانگړي سبک له کبله د پښتو د غزل پلار بلل کېږي.

مخينه[سمول]

امير حمزه شينوارى پر ۱۹۰۷ ز کال د لنډي کوتل د خوږه خېل يا خوزه خېل نومي کلي کې د ملک مير باز خان په کور کې زېږېدلی دی. نوموړی په قبيله شينواری او په شينوارو کې اشرف خېل وو.

زده کړې[سمول]

لومړنۍ زده کړې يې د لواړگي (د لنډي کوتل پخوانی نوم دی) په ښوونځي کې ترسره کړې، خو ويل کېږي چې د ده په يوه وړوکې خطا يې استاد ده ته دومره سزا ورکړه چې د ده زړه د مدرسې نه تور شو او له همدې لامله يې مدرسه پرېښوده. دی د اتو کالو وو چې په اسلاميه کالجېټ ښوونځي کې د زده کوونکي په توگه ومنل شو. ښوونځي ته به لکه د نورو ماشومانو په څېر ته راته او ازموينې يې هم په برياليتوب سره سر ته رسولې، خو له درسونو سره يې دومره مينه نه درلوده. د ښوونځي نه د زړه ماتی يادونه يې په يو شعر کې هم کړې او ويل يې چې د ښوونځي دا ټلۍ راباندې داسې لگي لکه د اسرافيل د شپېلۍ غږ. هغه وو چې په نهم ټولگي کې يې دا ښوونځی هم پرېښود. که څه هم حمزه بابا خپل سبق په نهم ټولگي کې نيمگړی پرايښی وو، خو د هغه پوهه او مطالعه ډېره وه او ارواښاد داسې کلامونه ليکلي چې هر يو يې ځانگړې فلسفه لري. د يادولو وړ خبره دا ده چې د بابا په کلام د پېښور پوهنتون پروفېسر قابل جان خپل د دوکتورا تيزس ليکلی دی.

د حمزه بابا ژوند[سمول]

د دود له مخې يې په کم عمرۍ کې واده وکړ او مراد شينواری يې چې د ازاد نظم باني گڼل ګېږي نازولی زوی دی.

دندې او کارونه[سمول]

ارواښاد حمزه په عملي ژوند کې د پښو ايښودلو سره سم په تورخم پاسپورټي دفتر کې نوکر شو. په دې وخت کې دده پلار د لنډي کوتل او تورخم تر مېنځ د اورگاډو پر ليکو د ټيکو کار کاوه او حمزه به هم کله نا کله د مرستې لپاره ورته. نوموړی بيا وروسته پخپله هم په اورگاډو کې نوکر شو. وايي چې دا نوکري به يې ډېره په ايماندارۍ کوله. حمزه شيتواري له فن او هنر سره هم بې کچې مينه درلوده او د اورگاډي دغه نوکرۍ د هندوستان په گوټ گوټ وگرځاوه او همداسې تر بمبی پورې ورسېد. بمبی د ډېر پخوا نه د هندوستان د فلمونو مرکز پاتې وو. هغه مهال چې نوموړی بمبي کې وو نو ده ته هم په فلمونو کې د کار موقع په لاس ورغله، چې ده د خدايه غوښته. څنگه چې پخوا بې غږه فلمونه ول نو حمزه بابا هم پر ١٩٤٠ زېږيز کال په دغو بې غږه فلمونو کې لوبگري وکړه، او په هغه ورځ يې خو لکه د زړه ارمان چې پوره شوی وي. د سلما اغا نيکه رفيق غزنوي پر ١٩٤١ زېږيز کال د لومړني پښتو فلم ليلا مجنون د کيسې، سندرو او ډيالوگونو د جوړولو وړانديز ورته وکړ او په دې توگه په پښتو ژبه کې د لومړني فلم د جوړولو وياړ هم د هغه په نصيب شو. حمزه بابا ته د دغه فلم د جوړولو لپاره ٢٥٠ روپۍ د معاوضې په توگه ورکړل شوې. تر دې وروسته د يوسف خان او شېربانو فلم هم جوړ شو او بيا يې د پېغلې او علاقه غېر غوندې د فلمونو کيسې هم وليکلې.

پښتو ادب ته مخه[سمول]

پدغه انځور کې امير حمزه شينواری ۲۶ کس دی

داسې مالومېږي چې حمزه شينواري د ډېر ماشومتوب نه په شعر ليکلو پيل کړی وي. کله چې هغه په پېنځم ټولگي کې وو نو (د پښتو اکېډمۍ بنسټ ايښودونکی او لارښود) ارواښاد مولانا عبدالقادر په اتم ټولگي کې وو. داسې ويل کېږي چې په هماغه وخت کې به حمزه شينواري خپل شعرونه مولانا صيب ته د سمولو لپاره ښودل. په دغه وخت کې به حمزه بابا په اردو ژبه شاعري کوله او د اردو شاعرانو لکه میرزا غالب او علامه اقبال نه ډېر متاثره وو. په پښتو ادب کې د حمزه بابا شاعري ځانگړی لوړ څای لري. د هغه شاعري د زړې او نوې شاعرۍ يوه گډوله گڼل کېږي. هغه د پښتو شعر دوديزه زړه کلاسيکه لار خپله کړې او بيا يې په يوه نوي روح ورکولو سره گډه کړې ده. په دې ډول ارواښاد حمزه پښتو غزل کې نوي اندونه او نظرونه وړاندې کړي او د خپل وخت د پښتو غزل دوران يې بشپړېدو پورې رسولی، ځکه خو ورته د پښتو غزل د بابا لقب ورکړ شوی. شاعر حمزه څه دپاسه ١٣٠٠ غزلې ليکلې او کليات يې په څلورو ټوکو کې خپاره شوي دي. د حمزه شينواري د شخصيت رڼا يوازې په غزل پورې محدوده نه ده. د هغه په نظم پښتو ژبه تل دننگه غاړه گرځي. حمزه شينواري تر ٢٠٠ زياتې نندارې (ډرامې) ليکلې دي، چې ډېری يې د پېښور راډيو لخوا خپرې شوې دي. ارواښاد په بېلابېلو ورځپاڼو او مهالنيو کې بېلابېلې څېړنيزې ليکنې کړې، ډېرې منظومې او نثري ترجمې يې هم کړي دي، لکه د اقبالياتو او په دې وروستيو تېرو کلونو کې يې د نهجل البلاغه په نوم د ژباړې يو کتاب، چې د علي رضي الله تعالی عنه تقريرونه او ليکونه دي، چاپ شوی دی. حمزه شينواري تر شلو ډېر پښتو کتابونه او د لسو په شاوخوا کې په اردو ژبه کتابونه ليکلي دي.

تصوف ته مخه[سمول]

امير حمزه شينواری پر ١٩٣٠ زېږيز کال تصوف ته مخه کړه او پخپله به يې په دې اړه داسې ويل چې حېرت آباد ته په دغه عشره کښې راغلی وم، يانې پخپله نه وم راغلی ورته راښکلی شوی وم؛ خو چې راغلم نو داسې وو لکه چې ما خپله ورکه لار بيا موندلې وي. حمزه صاحب د چشتي طريقت لاروی وو. نوموړی په دغه وخت کې اجمير شريف ته هم تللی وو او د تصوف خوندونه يې ليدلي ول. د تصوف د مکتب پير يې سيد عبدالستار شاه وو او همدغه شاه صيب حمزه بابا ته د اردو په ځای په پښتو کې د شاعرۍ مشوره ورکړې وه. شاه صيب پر ١٩٥٣ په حق ورسېد او حمزه بابا يې يادونه پر ١٩٦٩ ز کال د تذکره ستاريه په نوم په اردو ژبه چاپ کړي ول. حمزه ډېره ادبي مطالعه درلوده او د ادبياتو د يو پوهنغونډ په شان وو. نوموړي د رحمن بابا ديوان پر ١٩٣٥ زېږيز کال اردو ژبې ته وژباړه. پر ١٩٣٧ ز کال پښتو ادبي ټولنه (بزم ادب پېښور) د شاه صيب د سيوري لاندې جوړه شوه او د راحت زاخېلي، قلندر مومند او حمزه بابا په شان ډېر غمي د همدې ټولنې غړي او مشران پاتي شوي nD. دا په راپورې پښتونخوا کې لومړنۍ ادبي ټولنه وه. دوی به ځای ځای په ښوونځيو او پوهنځيو کې مشاعرې کولې، په دې ډول به يې د ژبې او ادب خدمتونه کول. په دغه ټولنه کې ډېر ښه شاعران او اديبان روزل کېدل. داسې مشاعرې به د رحمن بابا پر ارامځای هم کېدلې. حمزه شينواري لومړي ځل پر ١٩٤٠ زېږيز کال د خپل يو غزل په اورولو سره د غزل د بابا لقب خپل کړ. د هماغه غزل يو بيت يې داسې دی:

تورې سترگې مې د يار زړه ته په ځير دي بــيــا حــبــشــو پــه کــعـبــې تـړلــی لام دی

د پاکستان حکومت هم د حمزه شينواري د مړينې وروسته هغه ته د هغه د کارونو په پايله کې د ‘ کړنو ولسمشريز وياړ’ جايزه ورکړه، او پښتو ته د چوپړ په پايله کې د پښتونخوا حکومت په لنډي کوتل کې د حمزه بابا په نامه يو کلتوري موزيم پرانيست.

د حمزه بابا فلسفه[سمول]

چاپ شوي اثار يې[سمول]

۱- د زړه آواز.

۲- يون.

۳- بهير.

۴- پري وونی.

۵- سپرلی په آينه کې.

۶- د خيبر وږمې.

۷- ژوند او يون.

۸- د کابل سفرنامه.

۹- د حجاز په لور.

۱۰- د ليلا مجنون فلم او د فلم کيسه.

۱۱- مږې څپې.

۱۲- د کارل مارکس اصول د عقل په نظر.

۱۳- د حمزه ژوندليک.

۱۴- غزونې.

۱۵- تجليات.

۱۶- د خوشال بابا يو شعر.

۱۷- تذکرة الستارية.

۱۸- انساني رڼا او پوهه.

۱۹- د حمزه ليکونه.

۲۰- غزليات (اردو).

۲۱- انسان او زنده گي.

۲۲- د رحمان بابا د ديوان ژباړه په اردو نظم.

۲۳- د علامه اقبال د جاوېد نامې منظومه ژباړه.

۲۴- د ارمغان حجاز منظومه ژباړه.

۲۵- پټهان اور توهمات.

۲۶- قبايل کې رسم او رواج.

۲۷- ژور فکرونه.

۲۸- ډرامې.

۲۹- د حمزه کليات (پېنځه ټوکه).

انځورتون[سمول]

سرچينې[سمول]

  • د آريانا دايرة المعارف - لومړی ټوک

باندنۍ تړنې[سمول]