غزل

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

غزل د عربي ژبې يو لغت دی او پښتو ته د فارسي د لارې راغلی دی. د دغه لغت لفظي مانا د ښځو سره خبرې دي خو اديبان شاعران يې د محبوب د ښايست او ښکلا د ستاينې هغه شعري ټولګي ته وايي چې لومړنۍ دوه کرښې يا مصرعې يې يو شان وزن (څپې يا سېلاب)، قافيه او رديف ولري چې دې ته مطلع هم وايي. په درېمه مصرعه يې د وزن يا سېلاب قيد وي خو د قافيې او رديف تر قېد لاندې نه وي. ورپسې بيا په څلورمه مصرعه کې لکه د لمړنۍ مصرعې د وزن، قافيې او رديف قيد لازمي دی او په همدې توګه مخکې ځي. د شعرونو د شمار او مضمون قيد پرې نشته خو عموماُ خلک په غزل کې د لږ نه لږ پينځه شعرونه ليکي. د مضمون دې آزادۍ غزل ډېر خوندور کړی دی او دغسې په يو غزل کې د محبوب ښايست، د هغه نه ګيله، د وخت د حکمران نه فرياد، د تصوف معراج غوندې مضمونونه پکې ځايېدی شي. په قافيه او رديف پوهېدل دومره ګران نه دی خو د وزن يا سېلاب خبره بيا ځانته وضاحت غواړي او د دې څرګندونې لپاره به د حمزه بابا دا غزل وړاندې کړو چې وايي:

تا چې سبا وکه سبا نه راځي
راشي په هرچا خو په ما نه راځي

دا که مونږ په څپو کې ووېشو نو داسې راځي

تا چې س با و که س با نه را ځي
را شي په هر چا خو په ما نه را ځي


دغه دواړه مصرعې يو شان سېلاب يا وزن لري او دغسې په هره مصرعه کې ١١، ١١ څپې دي. نو شاعر ته پکار دی چې که د خپل شعر وزن کچ کوي نو په څپو کې دې ووېشي او پخپله به پرې پوه شي.

بيا يې نو په بيا دی څه باور په تا
څو ځله بيا وکړي خو بيا نه راځي
ښکليه چې موسکی په ټيټو سترګو شې
هېڅ دې اندازه د ښکلا نه راځي
ووايه زاهد ته ګناه زه کوم
زور يې خو کمبخته په تا نه راځي
عشق دی لکه وخت، اوسه حمزه پکې
تل وي په تګ بېرته په شا نه راځي

د غزل د ښکلا او شهرت وجه دده سادګي، د مصرعو ښايست، د ژبې خوږوالی او د مضمون آزادي ده. اوس که غزل څوک نور خوږوي نو هغه د تخيل ښکلا ده، نازک خيالي ده، خوندور تشبيحات دي، اشارات او کنايات دي. چېرته چې په پښتو کې د ساده غزل خبره راځي نو هغه بيا د حمزه بابا نه سلهاوو کاله وړاندې اکبر زمينداوري ليکلی دی، چې په دې توګه دی:

چې مدام زه ستا و مخ وته نظر وړم
د بېلتون د وېرې زړه زېر و زبر وړم
که مې وژنې که مې پېرې ستا رضا ده
دغه ستا د نغري سور انګار په سر وړم
ستا د تورو څڼو خيال هسې طويل دی
تل په زړه کې دغه فکر زه اکبر وړم