امان الله سېلاب ساپی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
امان الله سيلاب ساپى

امان الله سيلاب ساپی (زوکړه ۱۳۱۲ ل کال، د ننگرهار ولايت، کامه- مړينه ۱۳۵۸ ل کال کابل) د پښتو ژبې يو شاعر وو.

زده کړې

امان الله سيلاب ساپی د خدای بخښلي وکيل شهيد نصرالله خان ساپي زوى او د مرحوم مفتي عبدالغفور خان لمسى پر ۱۳۱۲ لېږديز لمريز کال د ننگرهار ولايت د کامې ولسوالۍ په غازي کلي کې زيږيدلى دی. ده لومړني درسونه په خپل کلي او کورنۍ کې ولوستل او بيا د اخوند کلي په ښوونځي کې شامل شو. پر ۱۳۲۵ ل کال يې لومړنۍ زده کړې په دغه ښوونځي کې په بري سره پاى ته ورسولې. تر دې وروسته يې شپږ کاله خصوصي زده کړې وکړې. په دې خصوصي زده کړو کې يې د فقهې اصول، تفسير، حديث، صرف، نحو، بديع، بيان، قافيه، منطق او حکمت کتابونه ولوستل.

امان الله سيلاب ساپی پر ۱۳۳۱ ل کال په کابل کې د قاضيانو مدرسې په دويم ټولگي کې شامل شو. بيا د همدې مدرسې له درېيم ټولگي څخه د عربي دارالعلوم نهم ټولگي ته ولاړ.

دندې

پر ۱۳۳۶ ل کال يې دا دارالعلوم په بري سره سرته ورساوه او بيا يې د هېواد په دولتي ادارو کې په کار پيل وکړ. د ده لومړنۍ دنده د افغانستان په عدليې وزارت کې وه. په دغه وزارت کې تر څه وخت کار نه وروسته د افغانستان د ترانسپورت رياست ته ولاړ. د دې رياست په مربوطاتو کې يې هم د عمومي مديريت تر رتبې پورې کار وکړ. له دې رياسته د قبايلو د مستقل رياست مربوطاتو ته ولاړ. په دې رياست کې هم څه موده بوخت وو. تر دې وروسته راډيو افغانستان ته ولاړ او بيا د ژوند تر پايه په راډيو کې پاتې شو.

ادبي ژوند

که څه هم سيلاب ساپي لــه پخوا نه په شعر ويلو پيل کړى و. په دارالعلوم کې يې د زده کړې په دوران کې ادبي استعداد غزونې وکړې. کله يې چې په کار پيل وکړ شعر يې د پخواني او هنري تابه پړاوونه ووهل او چې کله په راډيو افغانستان کې پر دنده وگومارل شو د افغانستان په فرهنگي حلقو کې د يو هنرمند غزلبول شاعر په توگه وپيژندل شو. په راډيو کې کار، د راديو افغانستان په ادبي پروگرامونو کې برخې اخيستنې او د موسيقۍ لــه څپو سره د خوږ ژبو هنرمندانو په غږونو کې دده د غزلو او ليريکو شعرونو خپرېدو د افغانستان او ورسره د نورو پښتنو په گڼو پرگنو او ولسونو کې دده له پيژندگلوۍ او شهرت سره ډېره مرسته وکړه.

دا وخت په پېښور او نورو ځايونو کې په فرهنگي او هنري غونډو کې برخه اخيسته. سيلاب ساپي دراډيو په څانگو کې د کار په دوران کې ځينې مشاعرې هم په کتابي شکل چاپ ته چمتو کړې. (د اجمل په ياد مشاعره) او (د خيبر آواز) د ده د دغه ډول کارونو نمونې دي.

دا هم د يادولو وړ ده چې د افغانستان يو گڼ شمېر سندرغاړو د امان الله سيلاب ساپي گڼ شمېر شعرونه کمپوز کړي او د ټنگ ټکور په څپو کې يې ترې سندرې جوړې کړې، چې د ملي راډيو په ارشيف کې خوندي دي. دا سندرغاړي استاد اولمير، صادق فطرت ناشناس، محمد ايوب، طلا محمد، احمد ولي، خديجه (مېرمن پروينحفيظ الله خيال، ژيلا، مېرمن ليلا، ازاده، گلشن، رخشانه (سندرغاړې)، کمرگله، نعمت الله او يو شمېر نور دي.

چاپي اثار يې

د سيلاب ساپي شعرونه او ترانې د هېواد په مطبوعاتو کې خپاره شوي وو. د شپيتمو کلونو په دوران کې ښاغلى سيدجان ملال د سيلاب ساپي د غزلونو يوه مجموعه چاپ ته آماده او په کابل کې چاپ کړه.

  1. کنډولی د شعرونو ټولگه، د ۱۳۹۱ ل کال چاپ.

مړينه

سيلاب ساپی د ۱۳۵۷ ل کال د ليندۍ پر ۱۶ د وخت د حاکمانو لــه خوا بې گناه ونيول شو او تر وهلو، ټکولو او شکنجو وروسته يې د دهمزنگ محبس ته بوت، پېنځه مياشتې يې په دې محبس کې تېرې کړې، تر دې وروسته يې بيا څوک په پته پوه نه شول او د ۱۳۵۸ ل کال په بهير کې د وحشي کمونستانو له خوا شهيد شو.

باندنۍ تړنې

  1. د امان الله سېلاب ساپي وېبپاڼه
  2. http://www.nzdl.org/gsdlmod?e=d-00000-00---off-0areu--00-0----0-10-0---0---0direct-10---4-------0-0l--11-en-Zz-1---20-about---00-0-1-00-0--4----0-0-11-00-0utfZz-8-00&a=d&c=areu&cl=CL2.349.43&d=HASH01efe4d67679b6fa19ca57e1
  3. http://www.zarlakht.net/content.php?id=3490[مړه لينکونه]
  4. د ملي راډيو ارشيف.