البرخت فون والدشتاین
Albrecht z Valdštejna | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | ۲۴ سېپتمبر ۱۵۸۳ بوهمیا |
مړینه | خب |
تابعیت | بوهمیایي واکمني |
پلار | ویلېم والدشتاین |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه | |
د کړنې څانګه | سياست [۳] |
پوځي خدمت | |
جګړه/جګړې | |
سمول |
البرخت فون والدشتاین ( په چېکی: Albrecht z Valdštejna) د چېکی اشرافو څخه یو مشهور پوځی سالار او سیاستدان وو چی د دېرش کلو د جگړې په وخت کی د کاتولیکی او امپراطوری ځواکونو اعلی قوماندان وو. البرخت فون والدشتاین په ۱۶۳۴ کال کی په خیانت متهم شو او د خب په ښار کی د امپراطوری افسرانو لخوا ووژل شو.
د البرخت فون والدشتاین ژوند
البرخت فون والدشتاین د هېژمانیسې په ښار کی په ۱۵۸۳ کال کی د اشرافو په کورنۍ کی زیږیدلی وو. پلار یی ویلېم والدشتاین وو چی د چېکی پروتستانتی مذهبی د ډلې عضو هم وو. هغه د پلار تر وفات وروسته د خپل کاکا په کورنۍ کی ژوند کاوه او په ۱۵۹۹ کال کی زده کړي لپاره د الدورف پوهنتون ته ولاړ. خو په ۱۶۰۰ کال کی البرخت د بدسلوک په سبب مجبور شو چی پوهنتون خوشی وکړي. البرخت فون والدشتاین د پادووا ښار ته ولاړ او په دی ښار کی یی ریاضی او ستوری پوهنه (نجومی) زده وکړه. کله چی البریخت په ۱۶۰۴ کال کی پراگ ته راستن شو نو امپراطوری عسکر شو. په دی وخت کی د عثمانی سلطنت په خلاف جگړه بیا پېل شوه او البریخت په دی جگړې کی په هنگری کی زخمی شو. په دی وخت کی البرخت فون والدشتاین په باو هم اخته شوه. په ۱۶۰۶ کال کی هغه په کاتولیکی دین شو.
د چېکی اشرافو قیام
په ۱۶۱۸ کال کی په اروپا کی د دریش کلو مذهبی جگړه پېل شوه. په دی کال کی چېکی اشراقو د هابسبورک د امپراطور په خلاف قیام وکړل. البرخت فون والدشتاین غوښتل چی د امپراطور سره مرسته وکړی او د دی لپاره په هالنډ کی یی پوځ جوړ کړ او وین ته ولاړ. په ۱۶۲۰ کال کی چیکی اشراف د امپراطوری پوځ لخوا ماته وخورله او البرخت فون والدشتاین د چېکی اشرافو مال لاس ته ورغلل.
پروتستانتی ائتلاف
په ۱۶۲۵ کال کی البرخت فون والدشتاین د کاتولیکی لیگ (د هابسبورک امپراطوری پوځ) اعلی قوماندان شو . په دی وخت کی ډېنمارک، هالنډ، انگلستان او سویډن د هابسبورک په خلاف مذهبی ائتلاف جوړ کړل او د هابسبورک پر امپراطوری یی یرغل وکړل. په ۱۶۲۵ کال کی ډېنمارکی پاچا کریستیان چی د پروتستانتی ائتلاف قوماندان وو د خپلو ځواکونو سره د هابسبورک پر امپراطوری باندی برید وکړ خو پوځ یی د البرخت فون والدشتاین لخوا ماته وخوړله. په ۱۶۳۰ کال کی سویډنی پاچا گوستاو ادلف ۲ لوی پوځ جوړ کړ او د ساکسونی پوځ سره یی پر لایپسیک برید وکړ. په ۱۶۳۱ کال کی گوستاو ادلف ۲ د برایتنقلد په جگړې کی کاتولیکی پوځ ته ماته ورکړه. د هابسبورک امپراطور فردیناند ۲ غوښتل چی البرخت فون والدشتاین بیا د امپراطوری پوځ قوماندان شو خو البرخت د باو د رنځ په سبب مجبور شو چی د امپراطور د غوشتنې څخه انکار وکړي. په ۱۶۳۱ کال کی سویدنی پوځ پراگ ته ورسېده. په ۱۶۳۲ کال کی البرخت فون والدشتاین بیا د کاتولیک لیگ قوماندان شو. په دی وخت کی د البرخت رنځ دریمې مرحلې ته ورسېده او باو پر عقل یی باندی ډېر اغېزه کاوه. هغه نسوای کولای خپل پوځ رهبري وکړي. په دی وخت کی په وین کی د البرخت د سیاسی مخالفینو د خنایت په هکله یو خبر توسعه ورکړه. کله چی د هابسبورک امپراطور د دی خنایت خبر شو نو د البرخت فون والدشتاین د بندولو یی امر وکړ. په دی وخت کی د والدشتاین پوځ په بوهیمیا کی د خب په ښار کی وو. په ۲۲ فبرایر امپراطوری افسران خب ته ورسېدل او والدشتاین په ملمستیا یی دعوت وکړ. مگر البرخت فون والدشتاین د رنځ په سبب ملمستیا ته و نه رسېده. په دی سبب امپراطوری افسران د البرخت فون والدشتاین کور ته راغلل او پر البرخت فون والدشتاین یاندی یی یرغل وکړل. په دی برید کی البرخت فون والدشتاین ووژل شو.
- ↑ پیوستون : 118628755 — د نشر نېټه: ۲۶ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ Libris-URI: https://libris.kb.se/katalogisering/42gjkc0n17r2j1h — د نشر نېټه: ۲۴ اگسټ ۲۰۱۸ — خپرونکی: National Library of Sweden — د خپرولو نیټه: ۲۶ سپټمبر ۲۰۱۲
- ↑ NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn20000720002 — د نشر نېټه: ۴ جولای ۲۰۲۳
- هغه مخونه چې دوه اړخیزه استدلالونه د کينډۍ په خبرتيا کي کاروي
- د ويکيډېټا په کينډيو کې تېروتنې
- په ويکيډاټا کي خرابي
- د ويکيډاټا توکو کاروونکي مخونه
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P27
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P101
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- مخونه چي ځينې سرچينې يې شاید د منلو وړ نه وي
- چېکي پوځي افسران
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P227
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه