ابدالي

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

ابداليان چې په درانيانو سره هم شهرت لري دافغانستان په تا ريخ کې يو نا متو ټبر دی چې دنامه رېښه يې د ٤٠٠ ميلادي شا او خوا کې سپين پوستي اريايې قبيلې ته چې اپتل Aptal يا هپتالي نو ميږي رسيږي چې دغې قبيلې په با ختر او تخارستان کې يو غښتلی دولت جوړ کړ او د برتانوي دايرتالمعارف Ecncyclopedia Britanicaپه استنادمور خانو يې نوم ابدلوي هم راوړی دی.[1] چې په تا ريخو نوکې يې نوم په بيلا بيلو بڼو هپتل(اودل)=ابدل=يفتل او ابدال ضبط دی.

دابدال په هکله زيات افسانوي روايتونه هم شته چې دلته به يې راوړل بيځا يه نه وي. روايتونه وايي چې د اسلامي دورې په تا ريخ کې لو مړنی سړی چې د(ابدال=اودل)په نامه ياد شوی دی دپښتني قبيلو مشهور نيکه دی چې د خپل نا متو کهو ل سره دسليمان په غره کې او سيده. دی دترين زوی دشر خبون لمسی او دسړبن کړوسی دی او دده نو م په پښتو ادبياتو او پخوانيو او زړو نسخو کې (اودل) او د جمع منسوب په بڼه (اودلی=ابدالی) ضبط دی چې د ٤٤٠ هجري يا ١٠٤٨ ميلادي کلو نو په شا او خوا کې يې پښتانه قبايل پر ځان راټول کړي وو او دده له تو کمه ملک سليمان د عيسی زوی چې په زيرک سره مشهور و پښتني قبيلي د سليمان له غره نه کندهار ته بوتلې او هلته يې مېشته کړې او د خپل ژ وند په پای کې يې خپل زوی ملک بارک پر مشرۍ و ټاکه او تر بارک وروسته د زيرک بل زوی ملک پوپل د خپل نفوذ ساحه د اوسني بلو چستان تر شال او ژوبه وغزوله او د٦٥ کالو تر مشر تو ب وروسته د ٨٩ کلو نو په عمر ومړ. داسې فو لکلوري روايتو نه هم شته چې په پيل کې ابدال بل نوم در لود، خو کله چې د خواجه احمد ابدال چشتي حضور ته چې د خپل وخت مشهور پير او ستانه و ورغی او دهغه خد مت ته يې ملا وتړله هغه ورته دابدال نوم او لقب ور کړ چې له هغې راهيسې په دغه نوم مشهور او اولاده يې د ابداليانو په نامه يا ديږي او پښتا نه په خپلې ورځنۍ محاوره کې ابدال د اودل په نا مه هم يادوي[2] خو دا روايت ا فسانوي ار زښت لري.

داسې روايت هم شته هغه وخت چې دابدال د پلار تر ين دمړينې وخت را نيږدې شو نو ويې غو ښتل چې د خپلودريوزامنو يعنې ابدال، سپين او تور له جملې نه يو تن پر خپل ځای د مشرۍ له پاره و ټاکي چې د تور او سپين د خپگان سره سره يې ابدال د مشرۍ له پاره مناسب او وړ وباله. پښتانه د تاريخ په رڼاکې اثر ليکلي دي چې ابدال يا اودل د ٤٢٠ هجري کلو نو په شا او خوا کې ژوند کاوه. ويل کيږي چې دابدال تر مړينې ور سته ر ځړ د خپلې کورنۍ مشر شواو ده دخپلو نورو زامنو د جملې نه خپل مشر زوی عيسی په خپل ځای وټاکه. دعيسی د زامنو نه سليمان تر ټو لو پوه او هوښيارو نو ځکه دی په ځيرک يا زيرک مشهور شو چې تر اوسه هم پښتانه هو ښيار سړي ته ځيرک وايی،که څه هم عيسی د ميرک په نامه مشر زوی درلود ،خو سليمان يې د هو ښيارۍ په وجه په خپل ځای وټاکه. دزيرک په څلورو زامنو کې مشر بارک نوميده چې پلار يې دی د کو رنۍ مشر ټا کلی و، خو تر څه مو دې وروسته مشري د پوپل لا سته ورغله. لوی ابدالي احمدشاه بابا چې د پو پلزيو دسدوزو په څانگې پورې يې اړه در لوده د١٧٤٧ ميلادي نه تر ١٧٧٣ ميلادي پورې يې يوه لويه امپراتوري جوړه کړه چې به تا ريخ کې ددرانيانو دامپراتورۍ او يا دDurani Empireپه نامه سره شهرت لري. درانيان چې د پښتنو د سړبني پښتنو په ټو لنيزې ډلې يا گروپ اړه لري په دوو سترو ښاخونو يعنې ځيرک او پنج پای باندې ويشل شوي دي چې بارکزی ،اڅکزي، پو پلزي،الکوزي، محمدزي او سدوزي د زيرک څانگې دي او نورزي، سهاکزي،اليزي،ادوزي او ماکو دپنج پای څا نگې دي.دابداليانو کو رنۍ د ١٧٤٧ميلادي نه تر ١٨١٨ ميلادي پورې پر افغانستان واکمني کړې چې بيا حکومت بارکزيو او دهغو يوې څا نگې محمد زيو په لاس کې وه.

دود او دستور

ددرانيو دهرې قبيلې په سرکې يومشر موجوددی چې کله کله ددغې مشرۍ مو قف په يوې کو رنۍ کې موروثي پاتي کيږي خوکله کله په دغه بر خه کې تغير هم را تلای شي. ددغې قبيلي د ښا خو نو خلک خپلو مشر انو ته پوره او بشپړ درناوی لري او اکثره لانجې د جر گو او مر کو له لاري چې د ټو لو پښتنو يو منل شوی دود دی اواروي.دوی اکثرا په جوماتونواوحجرو کې سره را ټو ليږي او د خپلو ستو نزو داوارولو په اړوند تصميمونه پکې نيسي.درانيان ميلمه پال خلک دي. ښا يسته څيري،دنگ دنگ قدونه، گرد مخونه او پراخې ټنډې لري. درانيان اکثرا په کندهار، هلمند، ارزگان، فراه، هرات، بادغيس، فارياب ،بلخ، کندز اودهيوادپه نورو مختلفو برخو او هم په سهيلي پښتو نخوا کې په کو ټه، شال، پشپن، لور لايي، زيارت، ژوب او نورو ډيروسيمو کې استو گنه لري.دايران په ختيځو برخو کې هم ډير شمير درانيان چې په پخوا وختو نو کې هلته ليړ ديدلي دي ميشته دي.

په ملتان کې ميشته ابداليان

هغه ابدالي پښتانه چې د کند هار له شا او خوا نه يې مها جر تو نه کړي او په ملتان کې مېشته شوي دي په او سني وخت کې د ملتاني پټانانو يا افغانانو په نا مه يا ديږي. په دوی کې هم د نو رو افغانانو په څير زي او خيلو نه شته. په تاريخ کې ملتان ته د ابداليانو تگ پوره معلوم نه دی،خو دځينو شو اهدو له مخې داسې اټکل کيدای شي چې دوی به ملتان ته د هند دمغولي واکمن عالمگير اورنگ زيب او شا عالم دوا کمنيو په وختونوکې هلته تللي وي.داسي روايت هم په لاس کې لرو چې په ملتان کې د ابداليانو د ورتلو نه دمخه د ځمندد قبيلي خلک چې هغوی هم سړبني پښتانه دي ميشته وو او کله چې دغه پښتانه ابداليان ملتان ته وکو چيدل نو هلته په رنگپور گهريان واله کې مېشته شول چې ډير شميرو يې دسو داگرۍ له لارې خپله گوزاره تر سره کوله او دابداليانو هر ښاخ چې په ملتان کې مېشته وو هر يوه يې ځان ته بيل بيل مشران در لودل. کله چې د ابداليانو شمېر په ملتان کې زيات شو نو ددوی او ځمند پښتنو تر مينځ د کر نيزو مسالو په سر شخړې رامينځ ته شوې او په پای کې ددوی تر مينځ خو نړۍ جگړې وشوې چې په نتيجه کې دځمند پر قبيلې بريالي او هغوی يې له هغې سيمې وشړل. همدراز په دغو جگړو کې دځمند قبيلې ډير خلک ووژل شول. کله چې ددغو پېښو خبر د ډيلي مغولي دربار ته ورسيد نو د ملتان نه يې د ابداليانو دوتلو فر مان ورکړ. هغه وخت چې ابداليانو ته ددې خبرې پته ولگيده نو خپل درې تنه استازي يې د ډيلي مغو لي دربار ته واستول. مغولي دربار ته د ابداليانو د پلاوي په رسيدو فر مان معطل شو، خو ابدالي مشران تر بل امره پورې بنديان شول.

کله چې په دکن کې مر هټه او نورو د مغولي دربار پر خلاف په بغاوت لاس پورې کړ ، نو دربار له دغو بند يا نو نه غو ښتنه وکړه چې که چيرې ددې قبيلې خلک ددوی سره د مر هټه وو او نورو با غيانو پر خلاف ورسره مر سته وکړينو دوی به دغه مشران له بنده خو شې کړي. دغو مشرانو د خپلې قبيلې دجنگيالو سره دکن ته لاړل او ډېرې تو رې يې ووهلي. مغولي واکمن پرته له دې چې دوی د ملتان نه ونه شړل،بلکې ډېر خلعتونه،منصبونه او جا گيرونه يې هم دوی ته ورکړل چې تر اوسه پورې ځينې په ملتان کې مېشته او د ډېرو شتو او جا يدادونو څښتنان دي. دملتان په ابدالي وا کمنانو کې نواب مظفر خان ډير مشهور سړی تير شوی دی چې نو موړی درنجيت سنگه له خوا چې د لا هور سکه واکمن و په ١٨٧٥ بکر ما جيتي کا ل *کې ووژل شو. سکهانو په ملتان کې ډېر پښتانه له تېغه تېر کړل او هغه پښتانه چې د سکهانو د قتل عام نه خو ندي پاتې شوي وو نو دوی له ملتان نه وليږديدل او دنواب محمد خان بهادر خيل سدوزي سېمو يعني منکيرا او بکهر ته لاړل او کله چې منکيرا هم د رنجيت سنگه د پو ځو نو لاس ته ور غله نو هغوی په دېره جاتو په تېره بيا په دېره اسما عيل خان کې مېشته شول.

سرچينې

  1. عبدالرؤف بينوا،دافغانستان نو ميالي، لو مړی ټوک،٣١٠ مخ.
  2. حيات افغاني، د ډپټي محمد حيات خان ،پښتو ژباړه ١٤٢مخ،ددانش د خپر ند ويه ټو لنې چاپ ،پېښور،١٣٨٦ کال.
  • پښتانه دتاريخ په رڼاکې،سيد بهادرشاه ظفر کاکاخيل ،١٩٦٥ دلاهور چاپ
  • بکرماجيتي سنه چې دهند په نېمه وچه کې بکر مي هم ورته وايي تر عيسوي سنې اوه پنځوس کا له مشره ده.
  • پښتني قبيلې و پيژنئ، دکتو رلطيف ياد