Jump to content

لومړی مخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ويکيپېډيا ته ښه راغلاست

وړيا پوهنغونډ چي هر يو یې سمولای شي

پښتو ژبه تر دې مهاله ۱۹٬۲۶۵ ليکنې لري.

دلته زموږ سره اړيکه ونيسئ؛

د فېسبوک رسمي حساب د واټس‌اپ رسمي حساب د انسټاګرام رسمي حساب د يوټيوب رسمي حساب

د نن غوره ليکنه

مدهوبالا
مدهوبالا
مدهو بالا (۱۴ فبروري ۱۹۳۳ - ۲۳ فبروري ۱۹۶۹) (اصلي نوم: ممتاز جهان) د هندي ژبې فلمونو لوبغاړې وه، هغه د ١٩۴۲ څخه تر ١٩۶۰ پورې د هندي سينما په کلاسيک (پخواني) فلمونو کي راښکاره شوه. هغه اوس هم د هندي سينما د مشهورو شخصیتونو څخه ګڼل کېږي. مدهو بالا د اوږدې مودې د زړه د ناروغۍ له امله په ٢٣ فبروري ۱۹۶۹ کي خپله ساه ورکړه. هغې ته ښکلا د ټراډيجي سره او د هندۍ سېنما وينس هم ويل کيدل.

بالیووډ دغه ستورې او اداکاره په یوه روایت آپریدۍ پښتنه وه. دپلار نوم یې عطاءالله خان او او دمور نوم یې بیګم عایشه وه. پلار یې په ډهلي کې د امپیریال توباکو په کمپنۍ کې دیوه مزور او کارګر په توګه دنده سرته رسوله، اوکله یې چې په دغه کمپنۍ کې خپل کار له لاسه ورکړ نو مجبور شو چې د خوارۍ مزدورۍ د پیداکولو په هڅه کې د بمبئي (مو مبایی) ښار ته چې د هند لوی صنعتی ښار وو ولاړ شي. د مدهوبالا درې خویندې او دوه وروڼه په کوچنيوالي کې مړه شول. د ۱۹۴۴ زېږدیز کال داپریل د میاشتې په چاودنې او اور کې یې کور وسوځيد اونهه کلنه مدهوبالا مجبوره شوه چې خپلې کورنۍ ته د یوې ګولې ډودۍ پیداکولو لپاره فلمي نړۍ ته ولاړه شي.( بشپړه ليکنه...)

د نن سبا خبرونه

د افغان کريکټ ملي لوبډلې نښان
د افغان کريکټ ملي لوبډلې نښان
  • په ۱۹۴۸، د اګست په ۱۲مه د خیبر پښتونخوا جابر واکمن عبدالقیوم خان د بابړې 'قتل عام' ترسره کړ چې د خدایي خدمتګارو ۶۰۰ تنه یې ووژل. دا ورځ د چارسدې د تاریخ توره ورځ ګڼل کېږي.
  • د طالبانو حکومت د زاویه نیوز او هشت صبح ورځپاڼې وېب پاڼې تړلې دي. زاویه نیوز: د طالبانو دا ګام د بیان د ازادۍ ضد کړنه ده. د مخابراتو وزارت ویاند: د بندیز لامل د ژورنالیزم اصول نه مراعاتول دي.
  • افغان هېوادمشر غني: د سولې خبرې به افغان حکومت پخپله کوي
  • د تلې ۱۵مه: د روسیې ورنيژ پوهنتون کې نن سه شنبه د باچا خان او عدم تشدد کنفرانس جوړ شو.
  • ۲۰۱۸ ۳ می : افغان هېوادمشر اشرف غنی لومړی افغان وو چی خپله الکترونیکي تذکره يي تر لاسه کړه.
  • ۲۰۲۳ ډېسمبر ۳۱ مه : پاکستان او ایران کې "سلګونه افغان خبریالان د جبري شړلو" ګواښ سره مخامخ دي‌
  • ۲۰۲۴ جون ۰۸ مه : افغانستان په ۲۰۲۴ کرکټ نړيوال جام سياليو کې په خپله دوهمه لوبه کې نيوزيلينډ ته د ۸۴ منډو په توپير ماتې ورکړه.
  • ۲۰۲۴ جون ۲۵ مه : افغان کرېکټ لوبډلې په ۲۰۲۴ کرکټ نړيوال جام سياليو د خپل سيال بنګله دېشي کرکټ لوبډلې په ماتولو سره د لومړي ځل لپاره د کرکېټ شل اوريزه نړيوال جام سياليو نيمه پايلوبې ته لار وموندله.

د نن غوره انځور 

د پولي هاخوا څخه دې خواته کتل

په دې انځور کي د تاجیکستان لخوا د افغانستان د بدخشان ولايت یوه سیمه ښکاري؛ دا انځور ډېر ښکلی دی؛ البته لږ په غور کتنه غواړي، دا انځور د افغانستان د ښکلا يوه ځانګړې نمونه ده.

انځورګره: نی‌نارال، د فینلېنډ د هیلسینکي څخه.

دا هم وګورئ:

د ويکيپېډیا خورلڼې پروژې

د پښتو ويکيپېډيا خورلڼې پروژې په لاندي توګه دي؛

ويکيپېډیا په نورو ژبو

ويکيپېډیا په ۲۰۰۱ (۲۰۰۱) کي پیل او په پښتو ژبه ۱۹٬۲۶۵ لیکنې لري.

ويکيپېډیا په نورو ژبو کي