ګانا
ګانا یاهم (غنا) په انګلیسي Ripublic of Gagana چې رسمي نوم یې د ګانا جمهوریت دی. د افریقا لویې وچې په لویدیځ کې پروت هیواد دی، د یاد هیواد پلازمېنه د آکرا ښار دی. ګانا په ۶ د مارچ ۱۹۵۷م کال له بریتانیا نه خپلواکی ترلاسه کړه، د یاد هیواد رسمي ژبه انګلیسي د پیسو واحد د ګانا سدي او مساحت یې ۵۳۵'۲۳۸کیلومتره مربع دی د وګړو شنیر یې ۰۰۰'۰۰۰'۲۳ میلیونه او ولسمشر یې نانا اکوفو ادو دی.
ګانا | |
---|---|
بیرغ | نښان |
شعار |
|
ملي ترانه: | |
ځمکه او استوګنه | |
کوارډينېټ | ۸°۰۲′شمال ۱°۰۵′لويديځ / 8.03°شمال 1.08°لويديځ [۱] |
ټيټه سيمه | د ګینه خلیج (0 متر ) |
پراخوالی | 238535 کیلومتره مربع |
پلازمېنه | آکرا |
رسمي ژبې | انګرېزي ژبه |
مشرتابه | |
حکومت ډول | ولسواکي |
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ | |
خپلواکۍ نېټه | ۱۹۵۷ |
د عمر محدودیتونه | |
بې کارۍ کچه | 2 سلنه (۲۰۱۴)[۲] |
نور مالومات | |
پیسې | د ګانا سدي |
تګلوری | ښي لورۍ |
رسمي وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
هېواد کوډ | GH |
د زنګ وهنې نړیوال کوډ | +233 |
ګانا (/ˈɡɑːnə/ ) چې په رسمي ډول د ګانا جمهوريت دی، په لويديځه افريقا کې يو هېواد دی. دا هېواد په سويل کې د Guinea خليج او د اتلانتيک سمندر رانغاړي، په لويديځ کې له Ivory ساحل سره، شمال کې له بورکينا فاسو (Burkina Faso) او لويديځ کې له (Togo) سره ګډه پوله لري. ګانا ۲۳۸۵۳۵ کېلومتر مربع (۹۲۰۹۹ ميل مربع) سيمې په پوښلو سره ډول ډول biomes رانغاړي، چې له ساحلي هوارو دښتو څخه ګرمو باراني ځنګلونو پورې لړۍ جوړوي. له ۳۱ ميليون څخه د زيات نفوس په درلودلو سره ګانا له نايجريا څخه وروسته په لويديځه افريقا کې دويم تر ټولو ګڼ نفوسه هېواد دی. د هېواد پلازمېنه او ستر ښار اکرا (Accra) دی او نور ستر ښارونه يې کوماسي (Kumasi)، ټامېل (Tamale) او سکندي تاکورادي (Sekondi-Takoradi) دي. [۳][۴][۵]
په اوسنۍ ګانا کې لومړنی تلپاتې دولت د ۱۱ پېړۍ د بونو (Bono) دولت و. د بېلابېلو پېړيو په تېرېدلو سره په کې ګڼې پاچاهۍ او سترواکۍ راپورته شوې، چې تر ټولو ځواکمنې يې په شمال کې د ډاګبون پاچاهي (Kingdom of Dagbon) او سويل کې د اشانټي سترواکي (Ashanti Empire) وه. پرتګالي سترواکي چې په ۱۵ پېړۍ کې پيل شوه او ورپسې ګڼ شمېر نور اروپايي ځواکونو ياده سيمه کې د سوداګريزو حقونو لپاره تر هغې مودې پورې مبارزه وکړه، چې په پای کې برتانيې د ۱۹ پېړۍ په پای کې د ذکر شوي ساحل اداره يا واک رامنځته کړ. له يوې پېړۍ څخه له زيات استعمار څخه وروسته د ګانا اوسنۍ پولې وټاکل شوې، چې څلور بېلې برتانوي استعماري سيمې (د سرو زرو ساحل “Gold Coast”، اشانټي “Ashanti”، شمالي سيمې او برتانوي ټوګولېنډ “British Togoland”) رانغاړي. يادې سيمې د ۱۹۵۷ کال د مارچ پر ۶ د ملتونو په ګډو ګټو (Commonwealth of Nations) کې د يوې خپلواکې سيمې په توګه سره يو ځای شوې او ياده سيمه په فرعي سهارايي افريقا کې لومړنۍ سيمه شوه، چې خپلواکي تر لاسه کوي. ګانا په پای کې له استعمار څخه د وتلو په هڅو او د ټول افريقايي (Pan-African) خوځښت کې پياوړې شوه.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
ياد هېواد يو ګڼ ملتي دولت، د يو لړ توکمونو او د ژبنيو او مذهبي ډلو کور دی، په داسې حال کې چې اکان “Akan” په کې تر ټولو لويه توکميزه ډله ده چې له نيمايي څخه زيات نفوس جوړوي. د ګانا پراخه ډېره کي اوسېدونکي (۷۱،۳ سلنه) عيسويان دي، چې نږدې پينځمه برخه (٪۲۰) يې مسلمانان او لسمه برخه (٪۱۰) يې د دوديزو عقيدو پيروي کوي يا دا چې بې دينه دي. د ګانا د حکومت ډول د اساسي قانون له مخې ناوېشلې ديموکراسي ده، چې ولسمشر په کې د دولت او حکومت دواړو د رئيس په توګه مشري کوي. نوموړی هېواد له ۱۹۹۳ راهيسې د افريقا لويه وچه کې يو له تر ټولو خپلواکو او ثابتو حکومتونو څخه دی او د روغتياپالنې، اقتصادي ودې او انساني پرمختګ په برخو کې په يو څه ښه ډول چارې پر مخ وړي. ياد هېواد په وروستيو کې په لويديځه افريقا کې له پام وړ اغېز څخه ګټه پورته کوي او په نړويوالو چارو کې خورا متحد او د ناپييلي خوځښت، افريقايي اتحاد، د لويديځو افريقايي دولتونو د اقتصادي ټولنې، د ۲۴ ډلې (G24) او د ملتونو د ګډو ګټو غړی هېواد دی. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]
د ګانا “Ghana” نوم ايتمولوژي «د پياوړي توريالي پاچا» معنا لري او هغه وړ نوم (لقب) و، چې په لويديځه افريقا کې د منځنۍ پېړيو د “Ghana” سترواکۍ پاچاهانو ته ورکول شوی و. ياد نوم بايد له اوسنۍ ګانا “Ghana” سره ځکه ګډ نه شي، چې ياده سترواکي شمال لوري ته په نني «د مالي جمهوريت: Republic of Mali»، سينيګال (Senegal)، سويلي ماوريټانيا (Mauritania) او همدرانګه د جينيا (Guinea) په سيمه کې غځېدلې وه. ګانا د سرو زرو د زياتې کارونې له امله پېژندل کېدله او د همدې له امله د ترانس-سهارايي (Trans-Saharan) قبيلو پر مهال د عربانو له لورې «د سرو زرو ځمکه: Land of Gold» نومول شوې وه. [۱۷][۱۸]
تاريخچه
د منځنيو پېړيو پاچهۍ
د نننۍ ګانا ډېره برخه د بېلابېلو توکمي ډلو له لورې په منځنيو پېړيو (Middle Ages) او د موندنې دوره (Age of Discovery) کې استوګن وه.
تر ټولو پخوانۍ پېژندل شوې پاچهۍ، چې په منځنۍ ګانا کې راپورته شوې؛ د (Mole-Dagbani) دولتونه وو. ياد دولتونه له اوسني Burkina Faso څخه د “Naa Gbewaa” په نوم يوازيني (يو) شخص تر مشرۍ لاندې پر اسونو باندې ګانا سيمې ته راغلل. دوی په خپلو پرمختللو ټوپکونو سره او د مرکزي واک پر بنسټ په اسانۍ سره د سيمه ايزو خلکو (چې د Tendamba په نوم د ځمکې خدای پادري يې مشري کوله) پر ځمکو باندې بريدونه وکړل او سيمې يې ورڅخه ونيولې، ځانونه يې پر سيمه ايزو وګړو باندې واکمنان کړل او ګامباګا “Gambaga” يې خپله پلازمينه وټاکله. د “Naa Gbewaa” مړينه د هغه د زامنو تر منځ د کورنۍ جګړې لامل شوه، چې ځينو يې له پلازمېنې سره اړيکې پرې او د ډاګبون (Dagobon)، مامپروګو (Mamprugu)، موسي (Mossi)، نانومبا (Nanumba) او والا(Wala) په ګډون يې بېل دولتونه رامنځته کړل. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]
که څه هم په لويديځه افريقا کې د ننۍ ګانا سيمې د وګړو زيات خوځښتونه ازمايلي دي، مګر د اکان (Akan) ژبې ويونکو ورته د ۱۵ پېړۍ په پای کې کډوالي پيل کړه. د شپاړسمې پېړۍ تر لومړيو پورې اکان وګړي د بونومان (Bonoman) په نوم په اکان دولت کې په پياوړي ډول رامنځته شول، چې د “Brong-Ahafo Region” په نوم سيمه يې په وياړ نومول شوې ده. [۲۴][۲۵]
له ۱۳ پېړۍ څخه اکانيان د بېلابېلو اکان دولتونو د جوړولو په موخه له هغه ځای څخه راښکاره شول، چې د باور له مخې د “Bonoman” سيمه ده او زياتره يې د سرو زرو پر سوداګرۍ باندې تکيه وو. ياد دولتونه بونومان “Bonoman” (د Brong-Ahafo سيمه)، اشانټي “Ashanti” (اشانټي سيمه)، ډينکيرا “Denkyira” (لويديځه شمالي سيمه)، د مانکيسيم پاچهي “Mankessim Kingdom” (مرکزي سيمه) او اکوامو “Akwamu” (ختيځه سيمه) وو. په ۱۹ پېړۍ کې د ګانا د سويلي برخې سيمه د اشانټي پاچهۍ کې شامله وه، چې د استعمار پلوۍ له پيل څخه مخکې په فرعي سهارايي افريقا کې له اغېزناکو او پياوړو دولتونو څخه و. [۲۶][۲۷]
د اشانټي سترواکۍ حکومت په لومړي ځل د يوې ناتړلې شبکې په توګه او په پای کې يې د يو پرمختګ او د Kumasi په پلازمېنه کې د مرکزي خورا ځانګړې بيوروکراسۍ په لرلو سره د يوې متمرکزې پاچاهۍ په توګه عمل وکړ. له اروپايانو سره د اکانيانو له اړيکې څخه مخکې اکاني وګړو پرمختللی اقتصاد رامنځته کړ، چې په اصل کې د سرو زرو او او له سرو زرو څخه د جوړو شويو توکو پر بنسټ و چې وروسته يې د افريقا له دولتونو سره سوداګري وکړه. [۲۸]
ایداري وېش
د ګانا هیواد په ۱۰ ولایتونو ویشل شوې ده.
ولایت | نفوس (۲۰۰۰) | مساحت (کیلومتر مربع) | مرکز |
---|---|---|---|
آشانتي | ۳٫۶۱۲٫۹۵۰ | ۲۴٫۳۸۹ | کوماسی |
برونګ-آهافو | ۱٫۸۱۵٫۴۰۸ | ۳۹٫۵۵۷ | سونیانی |
د ګانا مرکزی ولایت | ۱٫۵۹۳٫۸۲۳ | ۹٫۸۲۶ | کیپ کوست |
د ګانا ختیځ ولایت | ۲٫۲۰۶٫۶۹۶ | ۱۹٫۳۲۳ | کوفوریدویا |
لوی اکرای | ۲٫۹۰۵٫۷۲۶ | ۳٫۲۴۵ | آکرا |
د ګانا شمالی ولیت | ۱٫۸۲۰٫۸۰۶ | ۷۰٫۳۸۴ | تاماله |
ختیځ علیا | ۹۲۰٫۰۰۰ | ۸٫۸۴۲ | بوګاتانګا |
لویدیځ علیا | ۵۷۶٫۵۸۳ | ۱۸٫۴۷۶ | وا ګانا |
ولتا ولایت | ۱٫۶۳۵٫۴۲۱ | ۲۰٫۵۷۰ | هو ولایت |
د ګانا لویدیځ ولایت | ۱٫۹۲۴٫۵۷۷ | ۲۳٫۹۲۱ | سکوندی-تاکورادی |
اقتصاد
جغرافیه
کلتور
تاریخ
- ↑
{{cite web}}
: Empty citation (help) - ↑ http://data.worldbank.org/indicator/SL.UEM.TOTL.ZS
- ↑ Ghana a country to study (په انګليسي). Library of Congress Cataloging-in-Publication Data. 1995. p. 63.
- ↑ Jackson, John G. (2001) Introduction to African Civilizations, Citadel Press, p. 201, ISBN 0-8065-2189-9.
- ↑ "Ghana country profile". BBC News (په انګليسي). 2020-12-11. نه اخيستل شوی 2022-01-26.
- ↑ Danver, Steven L (10 March 2015). Native Peoples of the World: An Encyclopedia of Groups, Cultures and Contemporary Issues. Routledge. p. 25. ISBN 978-1-317-46400-6.
- ↑ Meyerowitz, Eva L. R. (1975). The Early History of the Akan States of Ghana (په انګليسي). Red Candle Press. ISBN 9780608390352.
- ↑ "Asante Kingdom". Afrika-Studiecentrum, Leiden. 15 June 2002. Archived from the original on 12 July 2014. نه اخيستل شوی 8 June 2014.
- ↑ Video: A New Nation: Gold Coast becomes Ghana In Ceremony, 1957/03/07 (1957). Universal Newsreel. 1957. Archived from the original on 28 January 2013. نه اخيستل شوی 20 February 2012.
- ↑ "First For Sub-Saharan Africa". BBC. Archived from the original on 1 November 2011. نه اخيستل شوی 29 February 2012.
- ↑ "Exploring Africa – Decolonization". exploringafrica.matrix.msu.edu. Archived from the original on 2 June 2013. نه اخيستل شوی 29 February 2012.
- ↑ Ateku, Abdul-Jalilu. "Ghana is 60: An African success story with tough challenges ahead". The Conversation (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2021-06-27.
- ↑ "2020 Population Projection by Sex, 2010–2020". Ghana Statistical Service. Archived from the original on 24 April 2018. نه اخيستل شوی 2 May 2018.
- ↑ CIA World FactBook. "Ghana". CIA World FactBook. CIA World FactBook. نه اخيستل شوی 20 May 2016.
- ↑ Kacowicz, Arie M. (1998). Zones of Peace in the Third World: South America and West Africa. SUNY Press. p. 144. ISBN 978-0-7914-3957-9.
- ↑ "Ghana-US relations". United States Department of State. 13 February 2013. Archived from the original on 5 April 2013. نه اخيستل شوی 1 June 2013.
- ↑ "Etymology of Ghana". Douglas Harper. Archived from the original on 4 November 2012. نه اخيستل شوی 12 May 2012.
- ↑ "Ghana: Land of Gold". Kids Discover Online. نه اخيستل شوی 2020-10-03.
- ↑ "Pre-Colonial Period". Ghanaweb.com. Archived from the original on 23 November 2010. نه اخيستل شوی 13 December 2010.
- ↑ W, Jessica (15 November 2011). "Invasion of the Peoples of the North". GhanaNation. Archived from the original on 8 July 2014. نه اخيستل شوی 22 June 2014.
- ↑ Curtis M. (19 November 2011). "Ghana Articles: Dagomba". GhanaNation.com. Archived from the original on 19 October 2014. نه اخيستل شوی 22 August 2014.
- ↑ "Dagomba: Background". BristolDrumming. Archived from the original on 14 July 2014.
- ↑ "Mamprusi". Sim.org. Archived from the original on 14 July 2014. نه اخيستل شوی 22 June 2014.
- ↑ "Pre-European Mining at Ashanti, Ghana" (PDF) (PDF). Pdmhs.com. October 1996. Archived from the original (PDF) on 22 November 2014. نه اخيستل شوی 24 January 2015.
- ↑ Tvedten, Ige; Hersoug, Bjørn (1992). Fishing for Development: Small Scale Fisheries in Africa. Nordic Africa Institute. pp. 60–. ISBN 978-91-7106-327-4. Archived from the original on 12 September 2015. نه اخيستل شوی 27 June 2015.
- ↑ The Techiman-Bono of Ghana: an ethnography of an Akan society Kendall/Hunt Pub. Co., 1975
- ↑ "Pre-Colonial Period". Ghanaweb.com. Archived from the original on 23 November 2010. نه اخيستل شوی 13 December 2010.
- ↑ "A Short History of Ashanti Gold Weights". Rubens.anu.edu.au. Archived from the original on 2 September 2013. نه اخيستل شوی 24 January 2015.
- Pages with script errors
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P41
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P94
- د ويکيډېټا په کينډيو کې تېروتنې
- د ويکيډاټا توکو کاروونکي مخونه
- د P625 کاروونکي مخونه
- د جغرافیې اړوند توکي د ويکي ډېټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1589
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P2046
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P36
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P37
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P122
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P571
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1198
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P38
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1622
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P856
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P474
- د ويکيډټا ډاټا سره مخونه
- د ويکيډاټا څخه سايټ نقشه
- د افریقایي اتحادیه غړي هیوادونه
- گانا
- جغرافيه ويکي ډېټا
- سرچينو تېروتنې:تشې سرچينې لرونکي مخونه
- ژبه لرونکي سرچينې انګليسي
- نخشه لرونکي مخونه