د "محمد حنيف بکتاش" د بڼو تر مېنځ توپير
و "محمد حنيف بکتاش" وژغورلی شو ([edit=autoconfirmed] (لامحدوده) [move=autoconfirmed] (لامحدوده)) |
د سمون لنډیز نسته |
||
۱ کرښه: | ۱ کرښه: | ||
[[دوتنه:Foto Baktash.jpg|بټنوک|کيڼ|حنيف بکتاش]] |
[[دوتنه:Foto Baktash.jpg|بټنوک|کيڼ|حنيف بکتاش]] |
||
'''دوکتور محمد حنيف بکتاش''' (۹ د مۍ، ۱۹۶۱ ز. - ۴ د اکتوبر، ۲۰۱۲ ز.) ''(په انګرېزي:Hanif Baktash)'' يو افغان تاريخپوه، د پښتو شعر او ادب يو معاصره شاعر او ليکوال و. همداراز د بي بي سي راډيو د پښتو څانګې يو وياند او خبريال هم و. |
'''دوکتور محمد حنيف بکتاش''' (۹ د مۍ، ۱۹۶۱ ز. - ۴ د اکتوبر، ۲۰۱۲ ز.) ''([[انګرېزي ژبه|په انګرېزي]]:Hanif Baktash)'' يو افغان تاريخپوه، د پښتو شعر او ادب يو معاصره شاعر او ليکوال و. همداراز د بي بي سي راډيو د پښتو څانګې يو وياند او خبريال هم و. |
||
== مخينه، زده کړې او دندې == |
== مخينه، زده کړې او دندې == |
د ۱۱:۱۷, ۱۱ اکتوبر ۲۰۱۲ بڼه
دوکتور محمد حنيف بکتاش (۹ د مۍ، ۱۹۶۱ ز. - ۴ د اکتوبر، ۲۰۱۲ ز.) (په انګرېزي:Hanif Baktash) يو افغان تاريخپوه، د پښتو شعر او ادب يو معاصره شاعر او ليکوال و. همداراز د بي بي سي راډيو د پښتو څانګې يو وياند او خبريال هم و.
مخينه، زده کړې او دندې
محمد حنيف بکتاش په ۹ د مۍ ۱۹۶۱ ز. کال کې د وردک ولايت مرکز ميدان ښار کې زېږېدلی و. هغه په خټه پښتون و. هغه د مينه بکتاش چې د بي بي سي د دري څانګې ويانده او خبرياله ده، خاوند و او دوه ځامن ترې پاتې دي.
حنيف بکتاش خپلې لومړنۍ زده کړې د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې ترسره کړي، پيل په مزار شريف کې بيا وروسته په ميدان ښار کې، بيا کندهار، هلمند او دولسم ټولګی يې په ۱۹۷۸ ز. کال کې د کابل ښار په حبيبيې ليسې کې بشپړ کړی و. لوړې زده کړې يې د کابل پوهنتون د پېداګوژۍ په انستيتيوت کې بشپړې کړې. تر دې وروسته پخواني شوروي اتحاد ته يې سفر وکړ او هلته يې په ۱۹۹۳ ز. کال کې د تاريخ په څانګه کې خپله دوکتورا واخيستله. د هماغه کال په دوبي کې انګلستان کې مهاجر شو[۱] او په ۲۰۰۲ ز. کال کې يې برتانيوي تابعيت هم ترلاسه کړ. په انګلستان کې مېشتېدو وروسته يې د بي بي سي راډيو د پښتو څانګې سره کار پيل کړ او په ۱۹۹۸ ز. او ۱۹۹۹ ز. کال کې يې د وياندۍ تر څنګ د خبريالۍ دنده هم پر مخ بيوله. له ۲۰۰۹ ز. کال راهيسې يې په هامبورګ کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې د سلاکار په توګه دنده ترسره کوله. هغه په پښتو، دري، انګرېزي او روسي ژبو پوهېده.[۲]
ليکلي آثار او څېړنې
په ۱۹۷۶ ز. کال کې بکتاش د پښتو شاعرۍ يوه جايزه وګټله چې په پښتو شعر کې يې ځانګړی سبک جوړ کړ.[۳] بکتاش د يو لړ آثارو ليکوال دی چې په دې توګه دي:
- يادداشت هاونوشته ها : يادښتونه او ليکنې (په دري ژبه شننيز اثر) 1984 کابل افغانستان
- دځنګله سترګوکې : (د پښتو شعرونو ټولګه) 1987 کابل افغانستان [۴]
- کله چې لمردخدای ايتونه لولي (د پښتو شعرونو ټولګه) 2009 کابل افغانستان[۵]
- شعرې که خنجر است : هغه شعر چې خنجر دی (د پښتو او دري شعرونو ټولګه ) 1983 کابل افغانستان
- صدا : غږ (د بکتاش او د نورو ځوانو شاعرانو د شعرونو ګډه ټولګه په پښتو او دري ژبو) 1984 کابل افغانستان
سرچينې
- ↑ ستوري دادب په اسمان کې / وفا. محمد داوود/پیښور ددانش خپر ندویه ټولنه / 1379 Biographies of Afghan Writers and Poets 2000 ټوک شمیره : ۷۰۱۴; د ثبت شمیره۶۱۲۰
- ↑ BBC Interview with Baktash: Songs and Talks (11 August 2009); خبرې او سندرې له شاعر ډاکټر حنیف بکتاش سره مرکه
- ↑ "دبکتا ش دشعر ښوونځۍ اوځانګړۍ سبک" :اکا ډمیسین سلیمان لایق "The Baktash Poetical School and Special Style": Academician Sulayman Layq; rawzana
- ↑ AREU The Afghanistan Research and Evaluation Unit (AREU)
- ↑ AREU