د "فرانز کافکا" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
و r2.6.5) (روباټ بدلول: hi:फ्रैंज काफ्का
۴۸ کرښه: ۴۸ کرښه:
[[gl:Franz Kafka]]
[[gl:Franz Kafka]]
[[he:פרנץ קפקא]]
[[he:פרנץ קפקא]]
[[hi:फ्रेंज काफ्का]]
[[hi:फ्रैंज काफ्का]]
[[hif:Franz Kafka]]
[[hif:Franz Kafka]]
[[hr:Franz Kafka]]
[[hr:Franz Kafka]]

د ۰۰:۴۲, ۱۲ مارچ ۲۰۱۲ بڼه

فرانز کافکا(franz Kafka) د ۱۸۸۳ زیږېدي کال د جون په درېیمه نېټه په پراګ کې په یوه جرمني ژبې یهوده کورنۍ کې نړۍ ته سترګې وغړولې. پلار یې یهود سوداګر او مور یې هم یوه متعصبه مېرمن وه، هغه د کورنۍ مشر اولاد وو، دوه کشران وروڼه یې درودل چې دواړه د هغه له شپږکلنۍ وړاندې مړه شول او درې خویندې چې هغوی هم د دوهمې نړیوالې جګړې پر مهال د نازیانو په کېمپونو کې ساه ورکړې. د فرانز پلار غوسه سړی وو او همدې ډار په هغه له وړوکتوبه اغیز کړی چې کابو دهغه په ټول ژوند کې یې نښې لېدل کېږي. کافکا جرمني ژبه د لومړنۍ ژبې په توګه زده کړه، خو په چکي ژبه یې هم روانې خبرې کولې، له فرانسوي کلتور او ژبې سره هم آشنا وو او د خوښې وړ ناول لیکوال یې یو هم ګوستاوفلوبر وو. کافکا په ۱۹۰۱ کال ښونځی پای ته ورساوه او بیا یې په پراګ کې د جارلز یونیورسټي په پوهنتون کې د کیمیا په څانګه کې تحصیل پیل کړ خو دوه اونۍ وروسته یې خپله څانګه له کیمیا حقوقو ته واړوله. د تحصیل پر مهال یې د جرمني ادبیاتو او هنر کلاسونه هم تعقیب کړل. د پوهنتون د لومړي کال په پای کې له ماکس برود(Max Brod) سره آشنا شوچې هغه او فلیسکس ولش خبریال هم د حقوقو په څانګه کې په زده کړو بوخت وو او د عمر تر پایه یې بیاملګري هم پاتې شول. کافکا په ۱۹۰۶ کال له حقوقو څخه د دکترا په ترلاسه کولو فارغ شو او یو کال یې په ښاري او جنايي محکمه کې د دفتري کارکوونکي په توګه دنده ترسره کړه. د ۱۹۰۷ کال د نوامبر په لومړۍ نېټه یې د بیمې په یو ایټالیایي شرکت (Assicurazioni Generali) کې کار پیل کړ او کابو یو کال یې هلته کار وکړ، خو دا چې د لیکلو لپاره به یې وخت لږ وو د ۱۹۰۸ کال د جولای په ۱۵ نېټه یې هلته استعفا ورکړه او د پېښو د بیمې په یوه بله موسسه کې یې کار پیل کړ. په خپل کار کې بریالی وو او د ژغورنې خولۍ یې هم په همدې کلونوکې اختراع کړه چې بیا ورته د کارګرانو د مرګ ژوبلې د لږوالي له امله ورته یو مډال هم ورکړی شو. هغه سره لدې چې په دې کارونوکې بوخت وو له خپلو پخوانیو دوستانو سره یې د پراګ درې کسیزه ادبي کړۍ هم ژوندۍ ساتلې وه. کافکا له 1910 کاله خپلو شخصي یادښتونو ته هم مخه کړه او د ژوند تر آخره یې هغه ته دوام ورکړ، هغه په دې اړه اثر کې چې دهغه د ژوند او شخصیت پېژندنې په برخه کې مهم دی له ناروغۍ د خپلې ویرې، یواځې توب، له واده سره د بې کچې مینې او په عین حال کې له هغو څخه ډار د مور او پلار کینه او بېلابېل احساسات پکې منعکس کړي دي. په ۱۹۱۱ کال یې د خور(اېلي) مېړه کارل هرمان هغه ته د یوې کارخانې د جوړولو وړاندیز وکړ، کافکا لومړی ومنله او ډېر وخت یې هم دې چارو ته ګوښی کړ. په ۱۹۱۲ کال یې د خپل ملګري ماکس برود په کور کې له فلیسه بویر سره چې په برلین کې د یو شرکت استازې وه وپېژندل پنځه کاله یې ورسره لیکونه ښکته پورته کړل او دوه ځله کوژده وشوه خو بالاخره یې په ۱۹۱۷ کال اړیکي وشلېدل. همدا مهال وو چې د (محاکمه) (Der Prozess) ناول یې ولیکه چې دهغه له مرګ وروسته په ۱۹۲۶ کال خپور شو. کافکا په ۱۹۱۷ کال په سېل ناروغۍ اخته شو او اړ شو چې څو ځله د استراحت وکړي، پدې پړاو کې یې د خپلې خور اوتا کورنۍ لګښتونه ورکول. کافکا د شلمې لسیزې په لومړیو کې له میلناینسکا (Milena Jesenska)خبریالې او لیکوالې سره اړیکې پیدا کړل، په ۱۹۲۳ کال یې لیکلو ته د زیات پام په موخه د لنډ مهال لپاره برلین ته سفر وکړ. هلته د یو وړکتون ښونکې دوریادیامانت سره آشنا شو او ژوند یې ورسره پیل کړ. کافکاپه خپل ژوند کې یواځې څو لنډې کیسې خپرې کړې چې د هغه د کارونو ډېره کوچنۍ برخه یې جوړوله، او هیڅ یو ناول یې هم بشپړ نه شو ( پرته له یو ناول چې د ځینو په باور هغه لنډ ناول دی). دهغه لیکنو د هغه د ژوند پر مهال د چا پام جلب نه کړ، او هغه خپل دوست ماکس برود ته ویلي وو چې د هغه له مرګه یې ټولې لیکنې وسوځوي خو هغه یې په دې وصیت عمل ونه کړ او ټولې لیکنې چې له هغه سره وې چاپ کړې، د کافکا وروستۍ معشوقې دوریا دیامانت د هغه ۲۰ کتابچې او ۳۵ لیکونه وساتل او د نورو لپاره یې تقریبا د کافکا په وصیت عمل وکړ. کله چې کافکا له نړۍ سترګې پټې کړې، د هغه لیکنو د کره کتونکو او خلکو نظر وروګرځاوه او آثارو یې ډېر ژر نړیوال شهرت وموند. د یو څو لیکونو پرته چې په چکي ژبه لیکل شوي د هغه ټول آثار په آلماني ژبه دي. د هغه په آثارو کې د قضاوت(Das Urteit 1916)، (ماڼۍ(Das Schloss))، ( د محکومینو ډله(In der Strafkolonie 919))، (ګرځېدلی)(د کلي ډاکټر(Ein Landarzt 1919))، (امریکا(Amerik 1927))، (ښکاره)، (محاکمه) او یوشمېر نورو ته اشاره کولای شو. عموماً داسې باور موجود دی چې کافکا په خپل ټول ژوند کې له ژورې افسردګۍ او ډېپرېشن سره لاس او ګرېوان وو، بې خوبه، مات زړی او ګڼ شمېر نورې ستونزې یې په ژوند کې وې. کافکا هڅه کوله چې په طبیعي خوراکونو لکه بوټو طبیعي شیدو او نورو خپل ژوند تېر کړي چې په زیات احتمال دهغه د سېل ناروغۍ لامل شول، بالاخره په دې ناروغۍ اخته شو، بېرته پراګ ته لاړ او د درملنې په موخه ویانا ته ولاړ چې د ۱۹۲۴ کال د جون میاشتې په درېمه نېټه یې همالته له نړۍ سترګې پټې کړې. له هغه ځایه د کافکا مړی بېرته پراګ ته یووړ او د ۱۹۲۴ د جون په یوولسمه نېټه د پراګ په ژیشکوف کې د یهودانو په نوې هدېره کې خاورو ته وسپاره.