ویلیام ټامسون، د کلوین لومړی بارون
ویلیام ټامسون، د کلوین لومړی بارون | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
استوګنځای | بلفاست |
تابعیت | د برېتانيا او ايرلينډ متحده پاچايي |
ګوند | لیبرال ګوند (لویه بریتانیا) (۱۸۶۵–۱۸۸۶)[۲] |
رکن | د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي |
عملي ژوند | |
تعلیم | د کېمبرېج پوهنتون |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه | |
د کړنې څانګه | پنځپوهنه ، ميخانيک ، ترمودینامیک |
لاسليک | |
سمول |
د کلوین لومړی بارون، ویلیام ټامسون (زوکړه: د ۱۸۲۴ زکال د جون ۲۶ مه – مړینه: د ۱۹۰۷ زکال د ډسمبر ۱۷ مه) بریتانوي ریاضي پوه، فزیک پوه او انجینر و چې په بلفاسټ کې زېږېدلی. د ۵۳ کلونو لپاره د ګلاسکو پوهنتون د طبیعي فلسفې د ښوونکي په توګه نوموړي د برېښنا او د ترموډینامیک د لومړي او دویم قانون د ریاضیکي تحلیل او د فزیک له معاصرې بڼې سره یې د فزیک د نوې رامنځته شوې څانګې په یوځای کولو کې مهمې چارې ترسره کړې دي. نوموړي په ۱۸۸۳ زکال کې د سلطنتي ټولنې د کوپلي مډال ترلاسه کړ او له ۱۸۹۰ زکال څخه تر ۱۸۹۵ زکال پورې یې د یادې ټولنې مشري هم پر غاړه لرله. ټامسون لومړنی بریتانوي ساینس پوه و چې د بریتانیا مشرانو جرګې (House of Lords) ته یې لار ومونده. [۳][۴][۵]
د کلوین د واحد په حساب د تودوخې مطلقه درجه هم د نوموړي په ویاړ نومول شوې. په داسې حال کې چې د نوموړي له هڅو وړاندې د تر ټولو سړې هوا (مطلق صفر درجې) شتون پیژندل شوی و، کلوین د هغو د سمې کچې د ټاکلو په موخه چې نږدې منفي ۲۷۳.۱۵ سانتي ګراد درجې یا منفي ۴۵۹.۶۷ فارنهایت درجې کېږي د هغو د توضیح په موخه کارول شوی. د ژول ټامسون اغېز (د ګازو او مایعاتو د تودوخې بدلون یا Joule–Thomson effect) هم د نوموړي په ویاړ د هغه په نوم نومول شوی.
نوموړي په خپلو ریاضیکي چارو کې له پروفیسور هیو بلک برن سره نږدې کار کاوه. نوموړي همدارنګه د برېښنايي تلګراف د مخترع او انجینر په توګه دنده ترسره کړه چې هغه یې عامه ډګر ته وړاندې کړ او په دې سره د نوموړي شتمني، شهرت او ویاړ تضمین شو. نوموړي په ۱۸۶۶ زکال کې د ترانس اتلانتیک د ټلګراف په پروژه کې د کار کولو له امله له ملکې ویکټوریا څخه د شوالیه (ښاغلي) لقب ترلاسه کړ او په دې سره ښاغلی ویلیام ټامسون شو. نوموړي له سمندریزو چارو سره ډېره لیوالتیا لرله له همدې امله د سمندري قطب نما په برخه کې د هغه هڅې ډېرې پام وړ وګرځېدې، ځکه چې وړاندې یې محدودیتونه لرل.
نوموړی په ۱۸۹۲زکال کې د ترموډینامیک په برخه کې د لاسته راوړنو او همدارنګه د ایرلنډ د خپلواکې ادارې له خوځښت سره د مخالفت له امله اشرافي وګڼل شو او د آیر ښارګوټي د لارګس، کلوین بارون شو. دغه عنوان د کلوین سیند ته نغوته کوله چې په هېل هېډ کې د ګلاسکو پوهنتون په ګلیمور هېل ودانۍ کې د هغه لابراتور ته څېرمه بهېده. په داسې حال کې چې د نړۍ ګڼ شمېر مخکښو پوهنتونونو ورته د ښو دندو وړاندیز وکړ، خو هغه ګلاسکو پرېنښود او په ۱۸۹۹ زکال کې د خپل تقاعد تر مهاله په دغه ځای کې پاتې شو. نوموړی د صنعتي څېړنو په برخه کې فعال و او له همدې امله د ۱۸۹۹ زکال په شاوخوا کې ایسټمن کودک ته په اړوند بریتانوي کودک لیمټېد شرکت کې د مدیره پلاوي د مشر د مرستیال په توګه وټاکل شو. نوموړی په ۱۹۰۴ زکال کې د ګلاسکو پوهنتون رئیس وټاکل شو. [۶][۷][۸][۹][۱۰]
د لاګاس په ناترهال کې له سرو ډبرو څخه جوړ کور نوموړي ته اړوند و چې په ۱۸۷۰مه لسیزه کې یې جوړ کړی و او همالته ومړ. د نوموړي ډېری اثار د ګلاسکو پوهنتون په هانترین موزیم کې ساتل کېږي چې د هغه اصلي لیکنې، د هغه له خوا جوړ شوي توکي او همدارنګه د تنباکو د څکولو پایپ یې هم په کې شاملېږي.
لومړنی ژوند او چارې
[سمول]کورنۍ
[سمول]د ویلیام ټامسون پلار، جیمز ټامسون د یو کروندګر زوی و او په بلفاسټ سلطنتي علمي بنسټ کې د ریاضیاتو او انجینري ښوونکی و. جمیز ټامسون په ۱۸۱۷ زکال کې له مارګاریت ګارډنر سره واده کړ چې له ماشومانو څخه یې څلور زامن او دوه لوڼې له ماشومتوبه ژوندي پاتې شول. مارګاریت ټامسون په ۱۸۳۰ زکال کې هغه مهال چې ویلیام شپږ کلن و؛ مړه شوه. [۱۱]
ویلیام او د هغه مشر ورور جیمز د خپل پلار سره په کور کې زده کړې کولې په داسې حال کې چې کشران وروڼه یې بیا مشرې خور روزل. جمیز د خپل پلار له پریمانه هڅونې، مینې او مالي ملاتړ برخمن و او له امله یې د انجینرۍ مسلک ته چمتو شو.
په ۱۸۳۲ زکال کې یې پلار په ګلاسکو کې د ریاضیاتو ښوونکی وټاکل شو او له همدې امله یې کورنۍ د ۱۸۳۳ زکال په اکتوبر میاشت کې هلته کډه وکړه. د ټامسون زامنو د خپل پلار له کلیوالي روزنې وروسته په ملي کچه تجربه ترلاسه کړه، هغوی د ۱۸۳۹ زکال کې تر نیمايي پورې په لندن کې پاتې شول او بیا یې په پاریس کې په فرانسوي ژبې زده کړې وکړې. د ۱۸۴۰مې لسیزې د نیمايي پر مهال د ټامسون ډیر ژوند په جرمني او هالنډ کې تېرشو، چېرې چې یې د ژبو زده کړې ته لومړیتوب ورکړ.
د هغه خور آنا ټامسون د فزیک پوه جمیز ټامسون بوټوملي (زوکړه: ۱۸۴۵ – مړینه: ۱۹۲۶ زکال؛ د ایډنبورګ د سلطنتي علمي ټولنې همکار و) مور وه. [۱۲]
ځواني
[سمول]ټامسون د زړه ناروغي لرله، له همدې امله یوځل هغه مهال چې ۹ کلن و؛ نږدې و چې ومري. نوموړي د بلفاسټ په سلطنتي علمي بنسټ کې داخله وکړه؛ چېرې چې د هغه پلار د هغو د پوهنتوني برخې ښوونکی و. په ۱۸۳۴زکال کې نوموړي د ۱۰ کلنۍ په عمر په ګلاسکو پوهنتون کې زده کړه پیل کړه؛ چې د وخته مخکې ودې له امله یې نه وه، بلکې دغه مهال یاد پوهنتون د ابتدايي ښوونځیو پیاوړو زده کوونکو ته یو لړ امکانات برابرول او په عمومي بڼه دا د هغه د پیل وخت و.
د ښوونځي د زده کړو پر مهال ټامسون له کلاسیکو زده کړو او همدارنګه له ساینس سره خپله طبیعي لیوالتیا څرګنده کړه. د ۱۲ کلنۍ په عمر نوموړي له لرغونې یوناني ژبې څخه انګلیسي ژبې ته د لوسیان ساموساتو؛ د خدای سره د خبرو په نامه د اثر د ژباړې له امله جایزه ترلاسه کړه.
د ۱۸۳۹/۱۸۴۰ زکال په روزنیز کال کې ټامسون د ستور پوهنې په برخه کې د ځمکې د شکل اړوند مقالې لیکلو له امله د خپل ټولګي جایزه ترلاسه کړه، دغه مقالې د نوموړي د ریاضیکي تحلیل او تجزیې د وړتیا او همدارنګه د هغه د خلاقیت څرګندويي کوله. دغه مهال د نوموړي د فزیک ښوونکی د هغه همنامه ډیوېډ ټامسون و. [۱۳]
کمبرېج
[سمول]د ویلیام پلار وکولای شول د خپل ګران زوی د زده کړو لپاره په کافي اندازه مالي امکانات برابر کړي؛ په دې سره نوموړي (پلار یې) په ۱۸۴۱ زکال کې د هغه د معرفي کولو اړوند د اوږده لیک لیکلو او په هغو کې د شخصي ګڼ شمېر امکاناتو د لرلو په بیانولو سره یې ټامسون د کمبرېج په پیټرهاوس کالج کې شامل کړ. په کمبرېج کې د زده کړو پر مهال ټامسون د منډې وهلو او سکلېنګ لوبو په برخه کې فعال و او په ۱۸۴۳ زکال کې یې د سکلېنګ په برخه کې کولکوهون جایزه ترلاسه کړه. له دې سربېره نوموړي له کلاسیک، میوزیک او ادبیاتو سره هم لیوالتیا لره، خو د هغه د روڼ آندي ژوند اصلي مینه له ساینس سره وه. د ریاضیاتو، فزیک او په ځانګړې توګه د برېښنا په برخه کې مطالعاتو د هغه فکر جوړاوه. په ۱۸۴۵ زکال کې ټامسون د ریاضي په برخه کې د پوهنتون د عمومي دویم نمره په درجه فارغ شو. نوموړي همدارنګه د سمیت لومړۍ جایزه ترلاسه کړه چې د کمبریج د ټریفوس کالج د ازموینې پر خلاف د اصلي څېړنې پر بنسټ وه. ویل کېږي چې د هغه یوه ازموینه اخیستونکي رابرټ لزلي الیس د هغه بل ازموینه اخیستونکي ته ویلي: «موږ او تاسو یوازې د هغه د قلمونو د برابرونکو په حالت کې یو». [۱۴][۱۵][۱۶]
په ۱۸۴۵ زکال کې نوموړي د مایکل فارادي د نظریې لومړنۍ ریاضیکي پراختیا وړاندې کړه؛ چې له مخې یې برېښنايي استنتاج د یوې مداخله کوونکې واسطې یا «ډي الکټریک» په مرسته کېده، نه د یوه بې مفهومه «لرې چارې په واسطه». نوموړي همدارنګه د برېښنايي انځورونو ریاضیکي تخنیک اختراع کړ چې د الکټروستاتیکي مسائلو د حل کولو په برخه کې په پیاوړي عامل واوښت؛ هغه علم چې د سکون په حالت کې د بارلرونکو برېښنايي اجسامو ترمنځ قوې ته اړوندېږي. دغه لاسته راوړنه تر ډېره د هغې لاسته راوړنې په غبرګون کې وه چې فارادي یې وړاندې څېړنه کړې وه او ښوولې یې وه چې نور او مقناطیسي (یا برېښنايي) پدیدې یو بل ته اړوندې دي.
نوموړی د ۱۸۴۵ زکال په جون میاشت کې د سنټ پیټر (هغه مهال تر ډېره ورټه پیټر هاوس ویل کېدل) د علمي همکار په توګه وټاکل شو. دغې چارې ورسره مرسته وکړه څو یوه موده وخت د هنري ویکټور رګنولټ په نامه د پاریس په مشهور ازموینځای کې کار وکړي؛ خو په ۱۸۴۶ زکال کې د ګلاسکو پوهنتون د طبیعي فلسفې د څانګې مشر وټاکل شو. نوموړی د ۲۲ کلنۍ په عمر د خپل هېواد د لرغوني پوهنتون په هغه ټولګي کې د ښوونکي په جامو کې راڅرګند شو چې یو مهال په کې خپله د لومړي ټولګي زده کړیال و. [۱۷]
سرچينې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118777033 — د نشر نېټه: ۲۶ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ https://dx.doi.org/10.1088/1742-6596/158/1/012004
- ↑ کينډۍ:ODNBweb
- ↑ * Martin, Elizabeth, ed. (2009), "Kelvin, Sir William Thomson, Lord", The New Oxford Dictionary for Scientific Writers and Editors (in انګليسي) (2nd ed.), Oxford University Press, doi:10.1093/acref/9780199545155.001.0001, ISBN 978-0-19-954515-5, بياځلي په 2020-10-08,
British theoretical and experimental physicist
- Knowles, Elizabeth, ed. (2014), "Lord Kelvin Oxford Dictionary of Quotations", Oxford Reference (in انګليسي) (8th ed.), Oxford University Press, doi:10.1093/acref/9780199668700.013.q-author-00010-00001845 (inactive 31 July 2022), بياځلي په 2020-10-08,
Lord Kelvin 1824–1907 British physicist and natural philosopher
{{citation}}
: CS1 maint: DOI inactive as of جولای 2022 (link) - Clapham, Christopher; Nicholson, James, eds. (2014), "Kelvin, Lord", The Concise Oxford Dictionary of Mathematics (in انګليسي) (5th ed.), Oxford University Press, doi:10.1093/acref/9780199679591.001.0001, ISBN 978-0-19-967959-1, بياځلي په 2020-10-08,
Kelvin, Lord (1824–1907) The British mathematician, physicist and engineer
- Schaschke, Carl, ed. (2014), "Kelvin, Lord", A Dictionary of Chemical Engineering (in انګليسي), Oxford University Press, doi:10.1093/acref/9780199651450.001.0001, ISBN 978-0-19-965145-0, بياځلي په 2020-10-08,
A Belfast-born Scottish scientist
- Ridpath, Ian, ed. (2018), "Kelvin, Lord", A Dictionary of Astronomy (in انګليسي) (3rd ed.), Oxford University Press, doi:10.1093/acref/9780191851193.001.0001, ISBN 978-0-19-185119-3, بياځلي په 2020-10-08,
Kelvin, Lord (William Thomson) (1824–1907) Scottish physicist
- Ratcliffe, Susan, ed. (2018). Lord Kelvin Oxford Essential Quotations (in انګليسي) (6th ed.). Oxford University Press. doi:10.1093/acref/9780199668700.013.q-author-00010-00006236 (inactive 31 July 2022). بياځلي په 2020-10-08.
Lord Kelvin 1824–1907 British scientist
{{cite book}}
:|website=
ignored (help)CS1 maint: DOI inactive as of جولای 2022 (link) - Rennie, Richard; Law, Jonathan, eds. (2019), "Kelvin, Lord", A Dictionary of Physics (in انګليسي) (8th ed.), Oxford University Press, doi:10.1093/acref/9780198821472.001.0001, ISBN 978-0-19-882147-2, بياځلي په 2020-10-08,
Kelvin, Lord (William Thomson; 1824–1907) British physicist
- Law, Jonathan; Rennie, Richard, eds. (2020), "Kelvin, Lord", A Dictionary of Chemistry (in انګليسي) (8th ed.), Oxford University Press, doi:10.1093/acref/9780198841227.001.0001, ISBN 978-0-19-884122-7, بياځلي په 2020-10-08,
Kelvin, Lord (William Thomson; 1824–1907) British physicist, born in Belfast
- Knowles, Elizabeth, ed. (2014), "Lord Kelvin Oxford Dictionary of Quotations", Oxford Reference (in انګليسي) (8th ed.), Oxford University Press, doi:10.1093/acref/9780199668700.013.q-author-00010-00001845 (inactive 31 July 2022), بياځلي په 2020-10-08,
- ↑ Harold I. Sharlin (13 December 2019). "William Thomson, Baron Kelvin". Encyclopædia Britannica. بياځلي په 24 January 2020.
- ↑ Kelvin and Ireland Raymond Flood, Mark McCartney and Andrew Whitaker (2009) J. Phys.: Conf. Ser. 158 011001
- ↑ Randall, Lisa (2005). Warped Passages. New York: HarperCollins. p.162
- ↑ "Hutchison, Iain "Lord Kelvin and Liberal Unionism"" (PDF). بياځلي په 29 October 2011.
- ↑ Trainer, Matthew (2008). "Lord Kelvin, Recipient of The John Fritz Medal in 1905". Physics in Perspective. 10: 212–223. doi:10.1007/s00016-007-0344-4. S2CID 124435108.
- ↑ کينډۍ:ODNBweb
- ↑ "Biography of William Thomson's father". Groups.dcs.st-and.ac.uk. بياځلي په 29 October 2011.
- ↑ "Former Fellows of The Royal Society of Edinburgh, 1783–2002" (PDF). خوندي شوی له the original (PDF) on 19 September 2015. بياځلي په 30 April 2015.
- ↑ "David Thomson Aberdeen University".
- ↑ Mayer, Roland (1978). Peterhouse Boat Club 1828-1978. Peterhouse Boat Club. p. 5. ISBN 0950618101.
- ↑ Thompson (1910) vol. 1, p. 98
- ↑ کينډۍ:Acad
- ↑ McCartney, Mark (1 December 2002). "William Thomson: king of Victorian physics". Physics World. خوندي شوی له the original on 15 July 2008. بياځلي په 16 July 2008.
- د ويکيډېټا په کينډيو کې تېروتنې
- د ويکيډاټا تيروتنې
- په ويکيډاټا کي خرابي
- د ويکيډاټا توکو کاروونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P551
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P27
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P102
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P463
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P69
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P101
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- Pages using the JsonConfig extension
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P227
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه
- CS1 انګليسي-language sources (en)
- CS1 maint: DOI inactive as of جولای 2022
- CS1 errors: periodical ignored